د يحيی سنوار ټاکنه؛ د ظرفیت تر څنگ د انتقام مهم اړخ لري
هنیه ویلي ول: یو مشر به ځي په هغه پسې به بل مشر راځي. نن شپه پر نټن یاهو خوب حرام دئ.
د انتقام لومړی گام؛ د ۷-اکتوبر طراح؛ د مقاومت اتل؛ د یو ویشتمي پېړۍ د مقاومتي تاکتیک مجدد؛ د خبیث قوم لپاره د خوف غر؛ د زمریانو نوی مشر وټاکل سو!
ان شاء الله چي نړۍ به د انتقام له نوي تعریف سره اشنا کړي... مقاومت په ژوندۍ بڼه را وړاندي سو...
اللهم احفظه وانصره و انصرنا الإسلام والمسلمين...
دا د اتلانو عادت دئ چي نړۍ حیرانه کړي؛ ۷-اکټوبر ته نړۍ گوته په غاښ پاته سوه؛ نن بیا د سنوار ټاکنه... بیا ئې کمال وکړ... تر سنوار غوره مرهم بل نه وو؛ د دې مقدس مقاومت هر مشر د دې وړتیا لري چي هم تنظیم اداره کړي او هم ملعون قوم مهار؛ په دې لړ کي د مشعل صاحب نوم ډېر پورته کښته کېدی؛ هغه هم یقیناً ډېر لایق او با تجربې شخصیت دئ... اما سنوار د ظرفیت تر څنگ د انتقام مهم اړخ ورسره لري... زمریان نن هم د ملعون قوم د زړونو او ماغزو د کنټرول کولو وړتیا لري...
