د محمد هاشم شاهين لیکنی

دا ماشوم یتیم؛ ابراهیم یحیٰی سنوار (۱۱-کلن) دئ

هغه د خپل پلار لاره تعقیبوي؛ د مقدسي زمکي مقاومت همداسي خلکو ته په میراث پاته کېږي؛ له یاسینه بیا تر سنواره ټول له همدغسي محرومیتونو سره مخ ول؛ په همدغو ستونزو کي را ستر سويدي؛ خو دا تکلیفونه هغوی ته قوت وربخښي... دا تنگ او تاریک تونلونه د دوی مدرسې دي؛ نظامي پوهنځایونه ئې دي؛ د سلاوو د جوړولو شرکتونه ئې دي؛ همدا د دوی مساجد او خانقاوي دي؛ همدلته دوی خاپوړي زده کوي او لکه پړانگان د خپل ښکارونو په تعقیب پسې را وځي... موږ ولیدل چي څنگه د مـ.رکاوا پر ځنځیرونو مایـ.ـنونه ږدي او څنگه له یو بل سره د دغو ویاړونو پر سر چنې وهي... موږ شاهد یو چي دوی څنگه د ډبرو له ویشتلو څخه د الیٰـ.ـسین ویشتلو ته ارتقاء وکړه؟ دا نظریه له نسلونو څخه نورو نسلونو ته انتقال سوېده؛ یو نوی امت تیار سوی دئ؛ د اردن، لبن...
نور ولوله

دا کوچنۍ ږيرو وال او د سترو ایمانونو خاوندان الله ته تر تاسي ډېر محبوب دي

نه په قطر کي وو او نه په مجللو قصرونو او هوټلونو کي؛ نه ئې په تونلونو کي د یرغمالو خوگانو تر شا پناه اخیستې وه او نه ئې د جوړجاړي فلسفه درلوده؛ باور وکړئ! که دا د سترو سترو چپنو، ورېښمینو چلتارونو او بګړۍ خاوندانو مدخلیانو پر مقدسه زمکه وجود درلودی؛ دوی به هلته هم تل ابـ/یب ته پر سجده پرېوتل لکه په خلیج کي چي دیکتاتورانو ته مجذوب دي. دین تر هر څه وړاندي زړه ته کښته کېږي او بیا د تشکیل مرحلې ته ننوځي. دا کوچنۍ ږيرو وال او د سترو ایمانونو خاوندان الله ته تر تاسي ډېر محبوب دي. د دوی ژوند او مرگ دواړه پر همدې شاهدان دي. ...
نور ولوله

د مشر سنوار وصیت!

زه یحیٰی یم؛ د کـډوال زوی؛ چي پردیتوب ئې لنډمهاله وطن گرځولی او خوب ئې په ابدي مبارزه تبدیل کړی. زه دا توري کاږم او دا وخت زما د ژوند هره شېبه زما د سترگو په وړاندي پرته ده؛ په کوڅو کي مي تېر کړی ماشومتوب، بیا د زندانونو اوږده کلونه او بیا د وینو هر څاڅکی چي پر دې خاوره بهول سوی. زه د خان یونس په کمپ کي په ۱۹۶۲-م کال کي زېږېدلی یم؛ دا هغه زمانه وه چي زما هېواد یوازي یو یــاد وو چي تار تار ئې کړ؛ محضِ یو څو نقشې وې چي د سیاست پوهانو پر مېزونو په هــېر سوي حالت کي پرتې وې. زه هغه سړی یم چي خپل ژوند مي د اور او سکـارو په منځ کي تېر کړ او ډېر پخوا مي دا درک کړه چي د غاصبانو په سایه کي د ژوند تېرولو معنٰی د تل لپاره په یوه زندان کي د اوسېدلو سره مترادف دئ. ما په ډېره کم عمرۍ کي دا درک کړې وه چ...
نور ولوله

هغه څوک چي شک لري چي عرب واکمنان د ملعون قوم اجنټان نه دي دا دي وگوري!

د حسن نصرالله پر شهادت ئې ویل ځکه ئې نه ستایو چي شیعه وو او پرې خوښ یو؛ سنوار خو شیعه نه وو؛ سني وو. حقیقت دا دئ چي هغه د پېړۍ د سودا ماتوونکی اتل وو. هغه د وِژن ۲۰۳۰ ځنډوونکی او عربانو په ځانگړې توگه دیکتاتورانو او د هغوی پسونو ډارنو ماده پرسته ملتونو ته خطر... ځکه چا چي پر مادیاتو ایمان راوړی وي هغوی ته داسي یو څوک خطر وي چي د الله په لاره کي مرگ خپل اصل هدف بولي. دوی له اخوان څخه یوازي پر همدې کرکه کوي چي هغوی دوی ته دا پیغام ورکوي چي مرگ ناکامي نه ده بلکي د الله په لاره کي مرگ سعادت دئ. دوی ته نه سني مهم دي او نه شیعه خطر؛ دوی یوازي د الله د دښمنانو سره دوستۍ ته تلواره کوي؛ په همدې خاطر ئې لومړۍ قبله لیلام کړه... او اوس په پوره بې شرمۍ سره هغه څوک بد گڼي چي د عربانو پاته عزت او وقار ئ...
نور ولوله

د اخوان له ستري ونې بله پاڼه ورژېدله

  انا لله وانا الیه راجعون د مقدسي او کلابندي زمکي په یوه کوچني کور کي د زمریانو درې اتلان موجود ول چي له ملعون پوځ سره په مخامخ جگړه کي ښکېل سول؛ همدلته ملعون پوځ د درندو سلاوو کارولو ته ملا وتړله او درې سره اتلان ئې شهیـ.ـدان کړل؛ وروسته چي کله ملعون پوځ کور ته ور ننوتل نو د پېړۍ د اتل او د چریکي جگړي د مجدّد خاکي جسد ئې ترلاسه کړ؛ که څه هم تر اوسه ما د زمریانو رسمي اعلان نه دئ کتلی؛ خو که دا پېښه رښتیا هم وي نو بیا د ملعون قوم دعوه بې اساسه ده چي ویل به ئې نوموړی په کوم تونل کي پټ دئ او د ملعون قوم یرغمال سوي خوگان ئې د ځان سپر گرځولي دي یا ئې د کلابندي سیمي له ولس څخه د ځان سپر جوړ کړیدئ.    که رښتیا هم نوموړی په شهادت ورسېدلی نو یقیناً بریالی سو؛ د ده ویني د یوه عظیم ...
نور ولوله

يوولسم اکټوبر؛ پښتون د دوو انتهاوو په منځ کي! - دوهمه برخه

د لیکني په لومړۍ برخه کي د جرگې تر ملاتړ وروسته د عصبیت تعریف وسو؛ مذهبي طبقه دا تعریف ناسم او نا مکمل انعکاس کوي؛ تر تعریف وروسته د قامپرستانو پر ناسم انتخاب او مخکنیو سیاسي مشرانو هم انتقاد وسو؛ اوس د مذهبي طبقې خوا ته راځم؛ زه ځکه بار بار د مذهبي طبقې اصطلاح کاروم چي د اسلامپال توری ډېر ستر راته ښکاري؛ اسلام پال هغه دي چي اسلام ئې په پوره معنی پاللی او عملي کړی وي؛ دا اصطلاح زما په فکر د مذهبي طبقې لپاره کارول غوره نه ده. دلته خامیاني سته. په کوم هدف چي زه پر دوی د نقد جسارت کوم هغوی د اسلامپال توري مصداق نسم گڼلی؛ که هغوی واقعاً هم اسلامپال وی بیا د انتقاد جواز موجود نه وو. د پښتانه قام د جرگې په ارتباط به دومره ووایم چي جمعیت علماء اسلام ئې ملاتړ اعلان کړ او مولانا صاحب د خپل هیئت ور...
نور ولوله

يوولسم اکټوبر؛ پښتون د دوو انتهاوو په منځ کي!

 لومړی برخه داسي یو ماحول دئ چي هر پښتون مجبور دئ طرف ونیسي؛ نن سکوت گناه ده. پښتون که په اقلیت کي دئ هم محکوم دئ او که په اکثریت کي دئ هم محکوم دئ. هر قوم اولیتونه لري؛ خو په نړۍ کي ځیني سرگردانه قومونه هم سته لکه: پښتون، بلوڅ، کرد، اېغوریان، روهنگ او... دوی باید په همدې پېړۍ کي د خپل برخلیک پرېکړې وکړي؛ خپل وجود په اثبات ورسوي؛ خپل مسلم حقوق ترلاسه کړي... تر ټولو یوه ستره درغلي چي له دغو قامونو په ځانگړې توگه پښتون سره ترسره کېږي هغه دا ده چي د خپلو حقوقو ترلاسه کول ئې گناه گڼل سوې ده؛ دې قام ته ناسم ذهنیت ورکول سوی؛ خو چا چي له دې خرافاتي احکامو څخه سرغړونه کړېده له بده مرغه چي هغوی هم تر ځینو سرو کرښو تجاوز کړی دئ. د عصبیت نامکمل او غلطِ مش...
نور ولوله

۷-اکټوبر یو کلن شو!

  نن مي په گوگل کي د ۷-اکټوبر تاریخ سرچ کړ؛ تر څو پوه سم چي په دې ورځ کومي تاریخي او نړئوالي پېښي ثبت سويدي؛ تر ټولو جالبه پېښه مي مخته دا راغله چي په همدې ورځ امریکايي او برټانوي دولتونو په گډه د ملگرو ملتونو د سازمان ...
نور ولوله

د امام یوسف القرضاوي رحمه الله منتخبي ویناوي!

زما یو آئیډیال (مثالي) شخصیت امام یوسف القرضاوي رحمه الله هم دئ؛ ډېر کتابونه مې مطالعه کړي؛ د زکات، فقر، سیکولرزم، تعلیم او نورو موضوعاتو په ارتباط ئې قلم ډېر جالب لیکل کړي. که وخت وي او څوک په انگرېزي، اردو او یا هم عربي ژبه پوهېږي حتماً دې ولولي؛ باور وکړئ هغه څه به ترې زده کړئ چي په تلاښ کي ئې یاست. دوه کاله وړاندي د سپټمبر پر ۲۶-مه اسلامي امت خپل دا ستر امام له لاسه ورکړ. انا لله وانا الیه راجعون تېره ورځ ئې دوهم تلین وو؛ خو پر وخت مي لاندینۍ لیکنه نشر نکړی سوه؛ په لاندینۍ لیکنه کي مي د نوموړي ځیني ویناوي را نقل کړيدي؛ ډېري ویناوي ئې د وخت عکاسي کوي او ځیني خو ئې دومره مهمي دی چي باید د سرو زرو په اوبو ولیکل سي: •  زه په ټینگار سره وایم چي که...
نور ولوله

شته داسي څوک چي د خپلو سیاسي بتانو گرېوانونو ته لاس واچوي چي تا جناب د امت لپاره څه کړيدي؟!

هغه بتان چي په سیاست، اقتصاد او نظامي څانگه کي نا اهله دي خو بیا ئې هم با افتخاره نوي اوږدې چپني او لویي بگړۍ پر سر ایښي. کوم با اثره او مقتدر عالم او سائنس پوه د جـ.هاد د فرضیت اعلان کړی دئ؟! د مقدسي زمکي د غصب په حالت کي ئې کومو جنجالونو ته لومړيتوب ورکړی؛ آیا هغه ستونزي دومره ستري دي چي مقدسه داعیه پرې هېرېدلی سي؟! که وایي امکانات نلرو خو همدا مو نا اهلي ده! آیا زموږ (مسلمانانو) سیاستوال پر خپله دغه نا اهلۍ دومره جسارت نسي کولی چي له خپلو څوکیـو گوښه سي؛ چا خپل پوځونو ته امر کړی چي سنگرونو ته ووځئ؛ له چاوڼیو او اکاډمیو څخه ووځئ! یا مقاومت وکړئ یا موږ هم زندانونو ته واچوئ! ځکه موږ هسي هم تر زندانونو همدا اوس ډېر ځورېږو... همدومره زدکړي مو کافي دي؛ اټوم ا...
نور ولوله

د خلیج نوي کیسې؛ اتلان به ډېر ژر د خپل نوي مشر وينا نشر کړي

د مقدسي زمکي اتلان به ډېر ژر د خپل نوي مشر ویډیویي وینا نشر کړي؛ په دې وینا کي به نړئوالو او په ځانگړې توگه خبیث قوم ته مهم پیغام نغښتی وي. دا مو په یاد وي چي معلون قوم څو څو ځله د نوموړي د ترور دروغجني دعوې کړي وې؛ خو الله تعالی هغه په وړه مستطیل نما زمکه کي د دوی تر سترگو لاندي په خپل امان کي ساتلی دئ. الحمد لله د نوموړي دا پیغام به ډېر مهم وي؛ تر دې وړاندي نوموړي د یمن له زمریانو څخه مننه وکړه او ویې ویل چي د هغوی اتلولي به د مقاومت د فتحي دورانیه کمه کړي. ان شاء الله د خلیج نوي کیسې ...
نور ولوله

کابل - کندهار لویه لاره؛ د ټېکه دارانو وژونکي تلَـکي

تېره ورځ له کابله کندهار ته تلم؛ مازدیگر څلور بجې روان سوم او د شپې درې نیمي بجې کندهار ته ورسېدم؛ د لاري په خطرناکو ماتو سویو پُلـچکانو کي مي په خپلو سترگو درې موټران لوېدلي ولیدل؛ یو سور رنگی فلډر وو، بل بای فور او یو بل موټر چي شپه وه او سم مي ونه ليدی؛ تر دې وړاندي مي په کابل کي د گڼ شمېر ورته پېښو په اړه واورېدل... دا د بې پرواهۍ، غیرِ مسلکي توب او غفلت انتهاء ده... دلته د هغو لویو موټرانو یادونه نه کوم چي یا به پنچر سوي او یا به هم په خَـټو کي بند سوي ول؛ ځکه هغه بیا هم د توجیه وړ کېدلی سي. که دا نیوکه وکړو چي ولي ټوله لار له منځه یووړل سوه او یوازي پر محدودو ساحو کار شروع دئ په داسي حال کي چي مَنـی او ورپسې ژمی او اوبه راورسېدلې؟! بیا به مسافر او موټران په ورځو ورځو په خاورو خټو کي...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک