No-IMG

حزب التحریر ولایة بنگال

څوک ویلی سي چي د بنگالي پوځ مشر نن پر څو بجـو بیعت کوي او کله د نصرت اعلان کوي؛ او تر څه وخته به خلافة علی منهاج النبوة احیاء کړي تر څو موږ هم آنلائن واسو؟!

که غم وي که خوښي، که انقلاب وي که عادي حالات، که مقدسه زمکه وي او که برټانیه؛ دوی د انقلاب په پای کي را څرگند کېږي او سپین او تور بیرغونه پورته کوي او د خلافت شعارونه پیل کړي؛ پر مقدسه زمکه هم دوی د خلافت نعرې وهې او نور نصرت ته رابولي او په ترکیه، سوریه او نوره اسلامي نړۍ کي هم؛ خپله بلا وهلي که یا ځان په چا خوږ کړي او یا د الله دښمنان خوږ کړي... خو ټوله ورځ لگیا دي د اسلامي نړۍ اتلان تحقیروي؛ دوی آن سید جمال الدین افغان رح هم بد گڼي. پام مو وي دا کښته بیرغ د اسلامي امارت نه دئ بلکي دا په اصطلاح د حزب التحریر لواء ده چي د بنگالي انقلاب د کرېډټ وصول کولو په موخه ئې پورته کړې ده.

۳۰۰-کسانو په دې انقلاب کي تر اوسه ځانونه قربان کړي دي؛ ټپیان جلا دي؛ آیا حزب التحریر دا ویلی سي چي په دغو کسانو کي د دوی څو آنلائن داعیانو د شهادت جامونه پر سر اړولي؟! دا څنگه انقلاب دوی غواړي چي حتی د پوزي ویني کولو ته هم تیار نه دي؟! دا څنگه خلافت دئ چي د ټولي نړۍ نظامونه پرې چېلنجوئ او په پوځونو کې بغاوتونو ته لمن وهئ خو بیا هم څوک حساسیت نه درسره ښيي؟!

ښکاره خبره ده چي هغوی نه د خلافت د احیاء کولو جوهر په تاسي کي ویني او نه د انقلاب راوستلو مېـړانه...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک