No-IMG

د اماراتو عبراني دولت په حدیده کي د اسرائيلي قوم د برید لگښتونه او بودیجه تمویل کړېده

د ملعون قوم چېـنل-۱۲ اعلان وکړ:

"د اماراتو عبراني دولت په حدیده کي د اسرائیل قوم د برید لگښتونه او بودیجه تمویل کړېده."

دا یقیناً امکان لري تور وي؛ خو که د اماراتو عبراني چارواکي دا هر څه تور او تهمت بولي بیا ولي له هغوی سره د اړيکو عادي کولو، د هغوی رسمیت پېژندني او مېلمه پالني ته دومره لېوال دي؟! هغه هم په داسي حالاتو کي چي حتی غربي ولسونه هم د ظالم او مظلوم له فطري تعریف سره بیا ځل اشنا سول...

چي کله صدام پر خبیث قوم یو څو راکټونه وتوغول همغه وخت د اخوان مشر په خپله اعلامیه کي وویل چي داسي بریدونه په نړۍ کي د خلکو په زړونو کي د خبیث قوم لپاره خواخوږي پیدا کوي؛ دا کار باید د همدې مقدسي زمکي د مبارکو اتلانو په تمویلولو او ملاتړ کولو وسي؛ د هغوی پر جگرو هیڅوک آن نړئوال سازمانونه هم قانوناً اعتراض نسي کولی... د ۷-اکتوبر شهکارو بریدونو د عام مرشد همغه دعوه په اثبات ورسوله؛ دوی له خبیث قوم سره د غرب خواخوږي چي د عرب دیکتاتورانو له ناپوهۍ څخه زېږېدلې وه له منځه یووړه.

په هر صورت آلِ نهیان له هغوی سره نن هم خواخوږي لري؛ هغوی ئې په رسمیت پېژندلي او آن د سعودي او خبیث قوم د جوړجاړي کیسه هم دوی تېـزه کړه؛ د سعودي عرب دروند وقار ئې له زمکي وواهه...

د بشر په تاریخ کي چا تر دې بل ستر خیانت لیدلی؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک