د محمد هاشم شاهين لیکنی
زموږ حال او ماضي!
موږ ته یوازي د آس او توري خاوندان اتلان معرفي سويدي؛ یقیناً هغوی اتلان ول؛ تر هسپانیې د اسلام ځلا وړل د کمزورو انسانانو کار نه وو؛ خو وروسته هلته علم او پرمختگ ته داسي کار وسو چي اروپایان گوته په غاښ ورته پاته ول؛ د دوی شهکار تعمیر سوي ودانۍ او د هغه وخت د زکړو جالب نظام چي د معاصر او متمدن علم بنیاد ئې وضع کړ او تر ننه هم بشر حیران ورته پاته دئ. خو موږ له دغو اتلولیو څخه بې خبره پرېښودل سوي یو.
سیکولران مو گورئ چي له پرنټر ماشین سره د عثمانیانو دروغجني کیسې ته هوا ورکوي خو برعکس ئې بیا د امویانو په مترقي دوران نه یوازي خولې گنډلي دي بلکي په ډېره بې شرمۍ خپلو وروڼو ملتونو ته پېغورونه ورکوي؛ د احساسِ کمترۍ ښکار دا بې دینه مخلوق نن د غرب ظاهري ښکلاوو دومره مجذوب کړيدي چي خپل نیکونه ښکنځي. ج...
نور ولوله
دوى په خپلو ژبو هغه څه وايي چي په زړونو کې نه وي
تر ۴۰۰-ورځو وروسته دا راپور نشر سوی دئ: د مقدسي زمکي د ادارې د معلوماتو دفتر اعلان کړی چي د تېر کال د ۷-اکټوبر راهېسي تر اوسه په کلابنده سیمه کي ۴۳.۵۵۲-تــنه شهـ-ـیدان سوي او ۱۰۲.۷۶۵-تــنه ټپـ-ـیان دي.
همداسي د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر وایي: د شهـ-ـداوو ۷۰% سلــنه مېرمني او ماشومان دي. د بشري حقوقو نړئواله اداره پر ۳۲-پاڼـو مشتمل خپل راپور کي همدې ته ورته شمېرې تائیدوي او وایي دا پایلي پر ټولو بین المللي بشري قوانینو او اوصولو سربېره د بنیادي بشري حقوقو څخه هم څرگنده او منظمه سرغړونه ده.
تر ۴۰۰-ورځني قـ-ـتلِ عام وروسته عربانو ته ورپه یاد سوه چي په کلابنده سیمه کي چي ضایع کېږي هغه د دوی اوښان نه بلکي د دوی وروڼه دي؛ ۴۰۰-ورځي وروسته د لومړي ځل لپاره د ...
نور ولوله
۴۰۰ ورځي!
تصور وکړئ که تاسو تر پرلپسې بمباریو لاندي ژوند کوئ؛ د الوتکو ږغونه ستاسو په سرونو کي څړېکي کوي لکه دا چي یو بد شگون وي او له اسمان څخه نه وځي؛ د توپونو برښناوي درانده ږغونه کوي او د مرمیو آوازونه د بې خوبه وحشت تارونه کړنگوي.
۴۰۰ ورځي!
هغه اوبه چي تاسو ئې څښئ د مالگو او خفگان خوند ولري؛ دا به داسي ښکاري لکه زمکه چي خپله خلکو ته د هغه شي له ورکولو ډډه کوي چي د هغوی اړتیاوي پوره کولی سي؛ داسي یو کیفیت چي خولې د کموالي له خوند سره عادت نیسي؛ نسونه محرومیتونه زغمي او زړونه بیا د لوږي او سکوت ښکار سي. خو دا هر څه بیا د هغه نه بیانېدونکي وېري پر وړاندي هیڅ هم نه وي چي د انسان په زړه کي موجوده وي.
۴۰۰ ورځي!
هره شپه تاسي د پوره بیدارۍ له احساس سره د خوب غېږي ته ورځئ! تاسو د هر ډول حیرانت...
نور ولوله
د غرب گونگ او د عربو ډارن شیطانان!
دا غزه ده؛ په کوم مهاجر کمپ کي د یوه مکتب د اسمبلۍ دردوونکې صحنه؛ ماشومان لوڅي پښې، بې کتاب، قلم او کتابچي زدکړو ته راځي؛ عوامل ډېر دي؛ فلسطیني ولس نه غواړي په دومره دردوونکو حالاتو کي هم خپل ماشومان غافل او جاهل وروزي؛ هغوی د خپلو ماشومانو د وخت زښت زیات درناوی کوي؛ اوس هم د دوی په کډوالو کمپونو کي په سلگونو مکاتب او مدارس موجود دي؛ هغوی هر ډول مصیبتونه پر ځان زغمي خو د دیني او عصري زدکړو تر منځ افراط او بدعت ته بیا هم قایل نه دي؛ هغوی پوهېږي چي: که دیني زدکړي ئې د مبارزې روحیه پیاوړې کوي نو عصري زدکړي ئې همغو ارمانونو ته د ورسېدلو لار لنډوي... خلاصه دوی دواړه پر ځان فرض گڼي... د عین و کفایي بې محله بحث ته نه ننوځي.
الساكت عن الحق شیطان اخرس. مفهوم: د حق خبري څخه چپ پاته کېدونکی سړی گونگ شیطان...
نور ولوله
ځینی اردوغان نه غواړي سوپر مېن غواړي
ځینی اردوغان نه غواړي سوپر مېن غواړي؛ همغه د هالیووډ فلمونو سوپر مېن چي په یوازي سر بشپړه نړۍ ژغورلی یا تباه کولی سي؛ حقائق باید درک کړو؛ له عرب دیکتاتورانو هم دا توقع او گیله نه لرو چي په سبا دي د مقدسي زمکي پر لور لښکري واستوي؛ خو دا خیانت هم د منلو نه دئ چي هغوی ته دي له سلاوو ډکي بېړۍ ولېږي او یا دې پر کلابند کولو توافق وکړي او یا دي ابراهیمي تړون ته دومره عجله وکړي... همدا د امت د زمري او د اتلانو د ویاند غوښتنه ده چي وايي موږ له تاسي هیڅ شی نه غواړو؛ حدِاقل زموږ دښمن خو مه قوي کوئ!
کلابندي سیمي ته بشري مرستي رسول د ټولو هېوادونو او په سر کې د عربانو مسؤلیت دئ... دا چي هغوی غافل او ډارن دي نو بیا پر دوهم گام چي د چا مسؤلیت جوړېږي؛ لکه ایران، ترکیه، یمن، عراق او... هغوی خپل د مأموریتو...
نور ولوله
زده کړي که مهمي نه وې نن به د اسمان کنگرې زموږ په اختیار کي وې
دا هغه قوم دئ چي د سواد کچه ئې ۹۷.۸% فیصده ده؛ هغه ټولنه چي نارینه ئې ۹۹% سلنه او مېرمني ئې ۹۶% سلنه لوستې ول؛ هغه ټولنه چي دښمن ئې تقریباً ۹۰% سلنه مکاتب او تعلیمي ادارې له خاورو سره خاوري کړې؛ هغه قوم چي په دومره مصیبتونو کي هم چیغي وهي چي د بچیانو یو مکمل تعلیمي کال ئې ضایع سو... دا هغه قوم دئ چي یو ماشوم ئې تر ټنونو کانکرېټو لاندي بند پاته دئ؛ خو بیا ئې هم په لاس کي پنسل موجود وو... د جبالیا په تورو خاور کي پټ غمی... د نړئوالي ټولني په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو او د هغوی د جعلي قانون پر ټنډه تور داغ. هغه قوم چي د خپل تاریخ او راتلونکي پر سر هیڅ ډول معامله نه کوي...
خو موږ: زدکړي که مهمي نه وې نن به د اسمان کنگرې زموږ په اختیار کي وې؛ د اشغال اشغال د بې وسۍ چیغي به مو نه وهلې... خو د...
نور ولوله
د فلسطين او لبنان په قتل عام کي د اسرائيلو تر څنگ اسلامي هېوادونه هم شامل دي
د کلابندي سیمې او لبـ.ـنان په کتلِ عام کي د ملعون قوم تر څنگ اسلامي هېوادونه هم شامل دي.
د حوثیانو د بریدونو په پایله کي چي په سره سمندرگي Red Sea کي د هغوی تجارتي لاري وتړل سوې؛ نو ټول مهم توکي ئې د عرب اماراتو له لاري سعودي عرب او ورپسې د اردن له لاري ملعون قوم ته ورسول کېږي. همداسي د اذربائیجان او قزاقستان تېل د ترکیې له لاري همدې ملعون قوم ته ورسول کېږي. بحرین هم په دې غدر کي شامل دئ؛ د مراکش خو عملاً پوځیان د هغوی په لیکو کي جنگېږي... دا اسلامي نړۍ ده...
...
نور ولوله
د اووم اکتوبر عملیات په انتهائي رازدارۍ سره ترسره شول
اسامه حمدان وایي: ”چي کله مو مشرتابه (سنوار) د ۷-اکټوبر د مقدسو عملیاتو د اجراء کولو پرېکړه وکړه نو هیڅ یو اتل له دې پرېـکړي خبر نه وو؛ تر برید فقط څو ساعته وړاندي چي کله ۱۴۰۰-څوارلس سوه تنو اتلانو ته د دغو خطرناکو عملیاتو د اجراء او په هغوی کي د گډون کولو د اختیار اجازه ورکول سوه؛ باور وکړئ له دغو ۱۴۰۰-کسانو څخه ئې یو اتل هم پر شا نسو...“
ما په لاندینۍ لیکنه کي هم دعوه کړې وه چي دا عملیات په انتهائي رازدارۍ سره ترسره سول؛ حتی په ترکیه او مصر کي هم د دوی سیاسي قیادتونه د دغو عملیاتو له څرنگوالي او تفصیل څخه بې خبره ول؛ خبره د هغوی پر وفادارۍ د شک کولو نه وه؛ بلکي د خبرونو د رسد د انتهائي احتیاط وه... همداسي وسوه؛ د عملیاتو تر اجراء کېدلو فقط څو ساعته وړاندي د ترکیې او مصر سیاس...
نور ولوله
جنوبي افریقا د فلسطين د نسل وژنې پر ثبتونو 750 پاڼې نړۍوال عدالت محکمې ته جمع کړ
جنوبي افریقا پر کلابندي سیمي د نسل وژنـ.ي پر ثبوتونو بناء د ۷۵۰-پاڼو ضخیم راپور د عدالت نړئوالي محکمې ته جمع کړ.
بلــخوا د WAR کتاب لیکوال "باب ووډوارډ" په خپل نوي چاپ سوي اثر کي دعوه کوي چي: د مصر، اردن، اماراتو او سعودي عرب هېوادونو کردار د خلیج په مقدسه جگړه کي د خاموش تماشایي نه دئ بلکي دا دولتونه عملا د ف-لسطـ.ـیني ستونزي په ختمولو، د ملعون قوم پر وړاندي د سلاح په ايښودلو او د مظلومانو په قتلِ عام کي شریک دي.
عجیبه نه ده! د چا چي (عربانو) دعوه ده هغوی ترې تښتي؛ خو د چا چي هیڅ سروکار نسته (جنوبي افریقا) هغوی د انسانیت پر بنیاد دا دعوه مخته وړي او د نړئوال استکبار دښمني يوازي په همدې سبب په غاړه اخلي......
نور ولوله
د اکټوبر ځلاند ستوری!
هر ژوندی چي نړۍ ته راغلی هغه به بیرته خپل رب ته ستنـېږي؛ مهمه بس دا ده چي ژوند د مادیاتو په دوکه کي تېر سو او که د خپل خالق په رضا کي د خپل مسلمان ملت د آزادۍ لپاره؟! دا د همداسي یوه زمري د ژوند د وروستۍ صحنې مختصر جریان دئ. دې تحریک (حم.ـاس) د شیخ احمد یاسین څخه نیولې بیا تر یحیٰی عیاش پوري ډېر څه قربان کړل؛ نو خوښ سئ پر هغه سودا چي دوی له خپل رب سره وکړه؛ دوی د عرب دیکتاتورانو په څېر له صهیـ.ونیـ.ستانو سره له سودا کولو (د پېړۍ سودا) ډډه وکړه؛ دوی بهترین خریدار پیدا کړ؛ هغه چي د جنتونو او د هغوی د نعمتونو وعده کوي او هغه په خپله وعده کي صادق دئ. د نوموړي شـ.هادت د زړه ورتیا، مېـړاني او غیرت داسي نادر مثال تازه کړ چي په ډېرو کلونو یا هم پېړیـو کي یو ځل تر سترگو کېږي.
د سنوار په اړه اسرایـ...
نور ولوله
خوب
مختصراً عرض کوم؛ زه ډېر خوبونه وینم؛ خو اکثر وخت مي خوبونه گډوډ وي او یا هم سهار ته راڅخه هېر وي؛ شاید سبب ئې دا وي چي اکثر وخت مي د خوب وخت او دورانیه نا سمه او بې وخته وي؛ دا چي ماغزه نا آرامه وي او له خوبه د پورته کېدلو باوجود هم هغه صحنې نسم را په یاد کولی نو ځکه ئې بیا په ارتباط شکمن اوسم؛ او اکثر وخت ئې نظر انداز کړم. خو دا چي دا څه موده په سفر یم؛ خوبونه مي ډېر منظم دي؛ د شپې پوره خوب کوم او د ورځي د روزمره معمول مطابق پر وخت خپل کار؛ د تېري شپې خوب مي له ذهنه نه وځي؛ له ۷-اکټوبر وروسته د غـ.زې او په عموم کي د ف-لسطین-یانو غم مي ډېر ځوروي؛ د هغوی په اړه د نړئوال استکبار ظالمانه چلن، د اسلامي نړۍ د واکمنانو ډارن سکوت او د ملگرو ملتونو، عرب لیگ، او آئی سي او نورو سازمانونو عاجزانه او مغرضانه راپورونه چي وگورم دا کیف...
نور ولوله
دا د اسلام او کفر جنگ دئ
دا د اسلام او کفر جنگ دئ؛ د آئیډیالوژیو ټکر دئ؛ د حق او باطل تر منځ تصادم دئ؛ دې ته مذهبي رنگ ورکول د هغو کار دئ چي قصرونو ته سجدې کوي؛ همغه چي د پېړۍ شرم ئې راووړ؛ همغه چي لومړۍ قبله ئې وپلورله...
لاندي تصویر کي څلور سره اتلان د مقدسي زمکي شـ.ـهداء دي؛ هر یوه ئې خپل تعهد سر ته ورسولی؛ پر خپله وعده ئې وفاء کړېده؛ پر خپل ځان ئې دین ته فوقیت ورکړی؛ ځان، مال، اولاد او هر څه ئې پر مقدسه داعیه قربان کړيدي... د الله دښمن ته ئې دښمن ویلي همدا ویاړ ئې بس دئ.
د فتنه خپروونکو خندوونکو دلائلو ته متوجه اوسئ! سعودي چي له ایران او بشار الاسد سره اړیکي عادي کوي، تعامل ورسره کوي او حمارالاسد ریاض ته راغواړي نو پر مدخلیانو (سلفیانو) مرگونی سکوت راسي؛ هغه سیاست او مصلحت دئ....
نور ولوله
