No-IMG

نن په سوریه کي د ایراني اشغال کمبله ټوله سوه!

حافظ محمد مرسي رحمه الله همغه وخت حـ.زب الله ته وویل: "باید له سوریې ووځئ! دوی نه په سوریه کي ځای لري نه د پاته کېدلو مجال؛ نن موږ د بشار الاسد له حکومت سره د اړيکو پرېـکولو فیصله کړېده. موږ پرېکړه وکړه؛ موږ پرېکړه وکړه. د سوریې له اوسني حکومت سره اړېکي ختمي دي. د سوري دولت سفارت مو په قاهره کي وتړی؛ له دمشق څخه خپل ډیپلوماتان راغواړو؛ بلې هو کومه ورځ (۲۰۰۶م) چي ازرائیـ-ـ.ل یرغل وکړ همغه ورځ موږ مصریان له لبنان او حـ.زب الله سره ودرېدلي وو. نن ټول وگورئ! موږ د حـ.زب الله په مقابل کي ولاړ یو؛ د شامي ملت پر ضد د حـ.زب الله د یرغل پر وړاندي ولاړ یو."

نن یو دیکتاتور وپرځېدی چي دا د خوښۍ خبر دئ؛ د دیکتاتورانو په نابودۍ تر اخوانیانو بل هیڅوک ډېر نه خوشاله کېږي؛ خو سوریه د نامعلوم برخلیک پر لور سوق سوېده ده او اندېښنې موجودي دي؛ الله دې د تېرو نږدې انقلابونو له برخلیک څخه وساتي؛ تونس زموږ په مخکي پروت دئ؛ د عاجلو انقلابونو مشکوک کیفیت حیرانوونکی دئ! داسي انقلابونه ملي بڼه نه لري؛ واک د یوه محدود ټولگي څخه بل (مذهبي - سیاسي) ټولگي ته انتقال سي؛ غرب همغه ناقص جمهوریت ورباندي تحمیل کړي چي زموږ تکفیـ.ریانو د اصلاح کولو پر ځای تکفـیـ.ر کړی دئ او په دې توگه د دیکتاتورۍ یو بل پړاؤ پیل سي. دلته بیا فرق یوازي دا وي چي فاحش دیکتاتور له صحنې ووځي او نسبتاً معتدل دیکتاتور ئې ځای ونیسي... د ملت غوڅ اکثریت له خپلو حقوقو څخه بې برخي پاته سي؛ د یوه فرد په سزا ئې پوره قوم بې برخي او بې مراده گرځي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک