No-IMG

د آزادۍ نوم به نه ورکوو؛ همغه د انقلاب نوم ئې سم دئ

اسد په جولاني تعویض سو؛ نوموړي پر خپل ملت بې ساری وحشت کاوه جولاني به ئې ممکن ونه کړي او یا به يو څه لږ وکړي اما له خپلي زمکي او حدودو څخه ئې یو هم د دفاع وړتیا نه لري... تریخ واقعیت همدا دئ...

الجزیره راپور ورکوي وايی: "ملعون قوم له دمشق څخه فقط ۲۵-کلومیتره ليري د شامي فوځ پر ستراتیژیکو موقعیتونو او شتمنیو غیرِمعمولي بریدونه کوي؛ دا د دې ملعون قوم په تاریخ کي پر نظامي تأسیساتو تر ټولو ستر بریدونه شمېرل کېږي؛ دوی د سوریې جنگي الوتکي، بحري کښتۍ، مهم مهم فوځي تأسیساتو په تباه کولو لگیا دي تر څو د جولاني لاسونو ته ونه لوېږي. رویټرز هم دغه راپورونه تصدیق کړيدي. اوسني مذهبي گوندونه مجبوراً د نشنلیزم په دائره کي راحصار سوي؛ جولاني هم تر دغو حدودو د تجاوز فکر نسي کولی... دوی تر اوسه دولتي حیثیت ته ارتقاء نه ده کړې؛ سیاسي او نظامي تنظیمونه تر څو ملي او حقیقي دولتي حیثیت ته ارتقاء ونکړي تر هغه وخته ئې ستراتیژیک حیثیت همغسي ټیټ وي. یوازي د لویو ابر قدرتونو په لاس لوبېږي؛ خپل ارادې نسي عملي کولی؛ تر هغه وخته بې مهاره وي تر څو ئې د دوی حدود کراس کړي نه وي...

رویټرز هم وايي: د سوریې ډېري زېربناوي په دغو بریدونو کي له منځه تللي دي؛ د ملعون قوم راډیو بیا وایي چي زموږ په فوځي بریدونو کي یوازي هغه سیمي په نښه سويدي چي زموږ او سوریې تر منځ د بـ.فر زون حیثیت لري.

له دمشقه د الجزیرې خبریال پرلپسې راپورونه خپاره کړي چي په دغو بریدونو کي گڼ شمېر الوتکي په نښه سويدي. البته اوسنی عبوري حکومت د دمشق پر لور د ملعون فوځ د پرمختگ خبرونه ردوي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک