سعودي اوس د مقدساتو عرضه کولو ته بزنس ویلی
په کوټه کي یو هوټل پرانیستل سو د بلېک ډائمنډ په نوم؛ هوټل والو یو تور غمي غوندي ډيزائن د هوټل پر سر نصب کړ، تور او زېړ رنگ ئې ورکړ خو خلکو احتجاج وکړ چي دا د کعبې تصویر انځوروي باید سمدستي تغییر سي؛ همداسي وسول؛ همغه غمی ئې بل رنگ ته واړوی...
د سعودي عرب د تفریحاتو په لړ کي تېره ورځ سعودیانو یوه نمونه ایښې وه چي کټ مټ ئې د کعبې شکل انځوروی؛ تر هغه لاندي نیمه بربنډي فاحشې نڅېدلې؛ په خواوشا کې بتان وښودل سول؛ دوی خو دا هم نسي ویلی چي دا یوه کلتوري صحنه وه؛ ځکه دوی نیم امت پر همدغسي شیانو تکفیر کړی وو په داسي حال کي چي د هغوی دې ته ورته کړنو هیڅ مذهبي اړخ نه درلودی؛ بله دا چي سعودي له اسلام او ارامکو پرته بل هیڅ شناخت نه لري؛ نو اوس ئې د مقدساتو عرضه کولو ته بزنس ویلی؛ پر حج او عمرې ئې درانده مصارف نه بس کېدل نو له غرب څخه ئې فاحش هنرمندان آن مفعول همجنسبازان راوبلل او په میلیونونو ډالر ئې په یوه شپه پرې وشیندل... دوی ته څوک نه وايي چي ولي؟!
د OIC غونډه دغو فاحشو کنسرتونو ته د جواز ورکولو په موخه دائره سوې وه.
