No-IMG

اسرائیلي پوځ په ډېر سیسټماتیک ډول د تلفاتو د شمېرو پر کمولو باندي کار کوي

ملعون اسرائیلي پوځ وايي: د ۷-اکټوبر راهېسي بیا تر اوسه د دوی ۱۰۴-لوړ پوړي افسران سقـر ته پارسل سويدي؛ ۶۳-ئې د کنډکونو قوماندانان ول؛ تر اوسه ۷۹۳-پوځــیان او افسران هلاک سوي چي ۳۷۰-ئې په غزه کي له منځه تللي دي. ۵۳۴۶-پنځه زره درې سوه شپږ څلوېېښت خوگان ئې ټپـیـان سويدي. د دوی په قول چي ۴۶۰۵-کسان ئې يوازي په غــزي کي زخمي سويدي.

دا د مشت نمونه خروار مثال وگڼئ! یوازي ئې له دې امله شریکوو چي د دوی خپل رسمي اعترافات او شمېرني دي؛ خو اصل حقیقت بل څه دئ! اسرائیلي پوځ په ډېر سیسټماتیک ډول د تلفاتو د شمېرو پر کمولو باندي کار کوي؛ نه یوازي اسرائیلي رسمي رسنۍ سانسور کېږي بلکي د CNN, Sky News او BBC غوندي نړئوالو رسنیو کارکوونکي هم اعتراف کوي چي پر دوی ډېر فشار وارد کېږي تر څو د هغو معلوماتو له نشرولو ډډه وکړي چي هغه د اسرائیل غاصب ملت وېرولی سي؛ هلته په لکونو انسانان لاریونونه کوي؛ شهـید یحیی سنوار به ویل: موږ به پر تل ابیب د راکټونو اورول دومره آسانه کړو لکه د اوبو څیښل؛ همغسي وسول؛ نن د حـزب الله د راکټـونو او درندو میزايلونو اکثریت د دوی د اوسپني گنبده (آئرن ډوم) څیري او د دوی منځ ته رسيدگي کوي؛ د تعمیرونو د نړېدلو او وېجاړېدلو ویډیوگاني نشرېږي خو دوی وایي تلفات نسته؛ مـرکاوا چي پر شـواظ ماین برابر سي؛ تر نیم ئې زیات حجم له منځه ولاړ سي خو بیا هم اعلان وسي چي یو سرتېری ټپی سوی دئ. همدا د دې جگړي حقائق دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک