No-IMG

د غرب ښکاره دوه مخیتوب

امریکایي شبکې CNN ته په یوه مرکه کي د جرمونو نړئوالي محکمې څارنوال "کریم خان" جالبي څرگندوني کوي:

"نړئوال قوانین او بندیزونه د غرب یا د هغوی د نازولي لپاره نه دي جوړ سوي بلکي دا هر څه د دوی د مخالفینو د ټکولو په موخه مرتب سویدي؛ ما ته ځینو منتخبو (غربي) نمایندگانو په ډېر وضاحت سره ویلي چي دا محکمه د افریقا او روسي ولسمشر پوتین غوندي کسانو لپاره جوړه سوې وه."

د دې تر څنگ دوی ته اخطارونه ورکول سویدي؛ بلنکن وایي دوی د دې محکمې په ارتباط سخت گامونه اخیستلی سي؛ همدا د دوی ظرف دئ او همدا ئې د انصاف او عدالت اصلیت. دا یو مسلّم حقیقت دئ چي ټولي غربي ادارې د همدې هدف لپاره جوړي سویدي؛ دوی هیڅ نړئوال نظم ته ژمن نه دي بلکي دا د پانگوال غرب دسیسې دي چي نور نړئوال قومونه پکښې راگرځوي. امریکا په ډېره سپین سترگي د نجس قوم څخه دفاع کوي او د هغوی هر رزالت ته گرین سگنال ورکوي؛ د هغوی لپاره ئې حتی خپل دروغجن شعارونه هم مات کړل او هغه مصنوعي بتان ئې زره زره کړل چي د نورو ملتونو د غولولو لپاره ئې جوړ کړي ول؛ دوی نړۍ ته وښوده چي دوی ته یوازي خپلي گټي مهمي دي او بس...

هغه نسل چي دوی په غرب کي وروزی او بیا ئې افریقايي  او اسلامي نړۍ ته واستوی او هملته ئې هغوی واکمن کړل؛ د همغوی په مټو ئې هلته ناقصي ادارې، له فساد څخه ډک یو شړېدلی سیسټم او د ټولو په رأس کې داسي یو تعلیمي نصاب په دغه ټولنه کي رائج کړی چي په دغو هېوادونو کي د دوی گټو ته ژمن ربورټان روزي. داسي یو نسل چي هر څه له خپلي زمکي ترلاسه کوي خو خپلي گټي ټولي د دوی ځولۍ ته اچوي؛ خپلي سرمایې هملته انتقالوي؛ خپل نسلونه هملته روزي؛ کور و جایدادونه هملته جوړوي؛ د درملني او سیاحت لپاره هملته ځي؛ دلته یوازي د سیاست او واکمنېدلو په موخه راځي. تاسي د ځینو پاکستاني، افریقايي، بنگالي پوهنتونونو د محصلینو نظریات وگورئ! البته چي د دې نیوکي هدف هیڅکله د هغه جهالت څخه دفاع نه ده چي له عصري زدکړو سره د ټکر په شکل راوزي؛ دلته یوازي اصلاحات مهم دي.

د اسلامي نړۍ ملتونه باید دا هر څه درک کړي؛ پر دوی حاکمه طبقه هیڅکله دوی له نیو ورلډ آرډر څخه نه خبروي؛ ځکه دوی د همغه لوبي لوبغاړي دي. هغه اسلامپال چي رښتیا هم اصلاح او پرمختگ ته ژمن دي؛ هغوی باید خپلمنځي کوچني اختلافات صرفِ نظر کړي او ټول پر یوه نظریه کار ته ملا وتړي...

دا اچهوت د برتانیې لومړی وزیر "رِشي سوناک" دئ چي له مسلمانانو او عربانو څخه کرکه لري؛ نوموړي په لندن کي د خبیث قوم په یوه معبد کي په ترسره کېدونکو مراسمو کي وویل:

"د ۷-اکتوبر د پېـښو لپاره هیڅ دوه اړخونه شتون نلري؛ په دې کي د توازن یا مساواتو هیڅ خبره نسته؛ زه په زغرده وایم چي زه د خبیث قوم په خوا کي ولاړ یم." نوموړي وویل: "د مظلوم ملت د اتل غورځنگ غړي ترهگـ.ر دي نه د خپلواکۍ ریښتیني اتلان."

هغه زیاته کړه چي دا غورځنگ او ملاتړي ئې د ۷-اکتوبر د برید بشپړ مسؤلیت په غاړه لري او زیاته ئې کړه چي لندن د خبیث قوم له چارواکو سره د ټولو اړینو مرستو په برخه کي همکاري کوي او د اشغالـ.گرو د قبضې او استوگني او امنیت د تامین لپاره هر څه کوي.

چي څوک وایي دا د خلیج یا عربانو کورنۍ ستونزه ده باید خوله ئې ماته سي؛ ځکه دوی د غرب هغه ناقص بقایه جات دي چي هغوی ته تر ښه خدمت وروسته به د همغوی غېږي ته ورځي. دا د اسلام او کفر معامله ده؛ د حق او باطل؛ د مظلوم او ظالم.

غرب

محکمه

عدالت

جهالت

اخطار

ظلم

اختلافات

دفاع

نسل

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک