No-IMG

تونس کې د النهضة گوند مشر استاد راشد الغنوشی حفظه الله تر يو کال ډېره موده اوښتې ده

حضرت عمر فاروق ؓ فرمايي: "په حاکمانو کې تر ټولو بدمرغه هغه څوک دئ چي رعیت ئې له هغه سره بدبخته وي

د همداسي یوه بدمرغه حاکم د ظلم کیسه کوم؛ د تونس د دیکتاتور قیس سعید په زندان کي د استاذ راشد الغنوشي حفظه الله تر یو کال ډېره موده اوښتې ده؛ په جعلي او ناروا دوسیو کي نیول سوی مبارز مشر پر خپل موقف همغسي مضبوط ولاړ دئ لکه غر؛ نوموړی چي کله د محکمې لخوا ور وغوښتل سو نو هغه ئې په ځواب کي یو خط ولیکی؛ لنډیز ئې درسره شریکوم.

قاضي ته د لیک لنډیز: "په داسي حال کي چي د قاضي په توگه ستاسو موقف ته درناوی لرم؛ په خواشینۍ سره مو دا بلنه ردوم؛ ما په صادقانه توگه هیله درلوده چي زه ستاسو په وړاندي حاضر سوی وای ځکه زه د پټو دسیسو او تاوتریخوالو د ټولو تورونو په اړه زما پر بې گنـاهۍ او د النــهضة گـوند پر بې گناهـۍ پوره باور لرم. ما نیمه پېړۍ د اســلام د زغـم، عـدالت او رحم د ارزښتونو په دفاع کي تېره کړې ده.

اې کاش چي د عادلانه محاکمې لږ تر لږه حتی اساسي معیارونو ته خو درناوی سوی وای؛ چیرې چي تورن او قاضي خو حدِاقل پخپله د خوندیتوب احساس کولی سو او هلته خو لږ تر لږه قانون او انفرادي وجدان د قاضي د حکم تابع وای. په هرصورت! له بده مرغه چي قاضیان د هېواد د لوړ پوړو چارواکو له خوا تر گواښونو لاندي ژوند کوي؛ ځکه [لکه څنگه چي قیس سعید رمزاً ویلي دي] "څوک چي دوی ته برائت ورکوي هغوی هم د دوی په څیر مجرم دي."

دا ستونزه د عملونو او په تونس کي د لسگونو مشهورو شخصیتونو او غوره قاضیانو د منصفانه محاکمې تر اورېدلو او حکم صادرولو لوړه سوېده. له همدې امله؛ زه خپل ځان مجبور گڼم چي تاسي ته د یو عجیب حالت څخه د خلاصون په موخه همدلته پاته سم او حکم اورېدلو ته مو حاضر نه سم؛ دا د دې لپاره چي که چیري قاضیان عادلانه فیصله وکړي او ما او زما گوند ته له دغو تورونو څخه برائت اعلان کړي نو هسي نه په هغو اخطارونو او فشارونو کي مي ونډه اخیستې وي چي دا قاضیان پرې افشاء کېدلی سي.

موږ له یوې داسي قضیې سره مخ یو چي انصاف او عدالت ته اړتیا لري؛ یوه سیاسي قضیه چي د هېواد تر ټولو په ستر او مهم گوند پورې اړه لري؛ متأسفانه چي دا محکمه د سیاسي موخو او سیاسي ابزار په  توگه کارول کیږي."

دا یادونه مهمه ده چي قیس سعید د غرب له پراخ ملاتړ څخه برخمن دئ؛ همغسي لکه د جنرال سيسي دیکتاتوري یعني پوځي کودتاچي نظام ئې ظاهراً جمهوري ته تبدیل کړ او بیا ئې وروسته په رسمیت وپېژندی؛ د قیس سعید نظام خو هغه تکلّف ته هم اړتیا پیدا نکړه؛ له پیله جمهوري نظام وو؛ پارلمان منحل کړل سو او مشر او د نظام بریالی گوند ئې زندان ته واستول؛ غرب سکوت وکړ؛ قیس سعید سمدستي د جمهوري اقدارو د ټينگولو او قوي کولو شعارونه زمزمه کړل او د اسلامي نړۍ لپاره ئې د غرب په وضع کړل سویو قوانینو ځان برهمن کړ او اقتدار ته ئې دوام ورکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک