د نصیرات قتلِ عام او د بشر (غربي) حقوق!
موږ له نړئوالو (غربي) قوانینو ناسم برداشت اخیستی؛ موږ دا فکر کوو چي دا قوانین پر ټولو د عمل وړ دي او د بشپړي نړۍ د نجات لپاره توشیح سويدي؛ خو داسي نه ده؛ د امریکا او د غربي سیاستمدارانو لخوا د جرمو نړئوالي محکمې کارکوونکو ته ښکاره اخطارونه او بیا ورپسې مجرمانه اعترافات (چي وايي: دا محکمه د پوتین او افریقایانو د کنټرول په موخه جوړه سوې ده نه د غرب او د هغه د نازولو پر ضد د فیصله کولو په هدف) ښيي چي دا قوانین څومره مؤثر او د چا په گټه کارول کېږي؛ دا قوانین د چا د ساتني تو د چا د ټکولو په پار مرتب سویدي؛ تر دې وړاندي د وېــټو مسخره قانون چي بیخي له نړئوال نظم څخه د ځنگل قانون جوړوي؛ همدا خبره په اثبات رسوي...
پر پروني وحشي قتلِ عام تر بحث وړاندي باید ووایم چي په فلسطین کي خو ظالم او مظلوم او د هغوی ملاتړي ټول معلوم دي؛ همدا پرون مي د ټوټه سویو فلسطیني وجودونو د ویډیوگانو په منځ کي د سوډان یوه ویډیو مخي ته راغله چي د جنجوید (RSF) ملېشې د ځینو مېرمنو سره دومره وحشي چلند کوي او په دومره بې رحمۍ ئې وهي چي واللهِ که د سالم انسان زړه قرار کولی سي؛ تر دې فقط درې ورځي وړاندي همدغو خبیثو ملېشو چي د اماراتو او سعودي ملاتړ ورسره دئ تر ۲۰۰-دوه سوه ډېر سوډاني مسلمانان قتلِ عام کړل؛ په کورونو کي ئې ماشومان او مېرمني ژوندي وسوځول؛ د ملگرو ملتونو د راپور له قوله چي وايي: دلته (سوډان کي) لږ تر لږه ۱۸-اتلس میلیونه انسانان له لوږي سره مخ دي؛ په ملیونونو بې کوره سوي... اوس د چا غم وژاړو؟! د کوم وحشت باید ډېره یادونه وسي؟! د غرب، صهیونیستانو، عرب واکمنانو او که د ایراني اخندانو د یمن او سوریې زړه بوږږونکي داستانونه؟!
د وحشي قتلِ عام څرنگوالی:
نن په غزه کي بِلا تشبېه د قیامت ورځ وه؛ تر ۱۵۰-زیات فلسطیني ماشومان او ښځي په شهادت ورسېدل او په لسگونو ئې ټپیان سول؛ دومره شدید بمبارد وسو چي ممکن دا ډېره موده به له دومره بارودو څخه کار نه وو اخیستل سوی... ددې عام وژني یو خطرناک اړخ دا وو چي امریکایانو تېره ورځ اسرائیل ته یو ځل بیا گرین سگنال ورکړ او د عملیاتو ترسره کېدلو وروسته چي کله په دغو وحشیانه عملیاتو کي د برخه اخیستونکي قطعې عکسونه خپاره سول؛ نو دا عکسونه ښیي چي اشغالگرو ځواکونو چي کوم یونیفورم اغوستی وو دا له عادي اسرائیلي یونیفورم سره توپیر لري. دا د Axios د هغه راپور ملاتړ کوي چي ویلي ئې وو په دې برید کي امریکایي ځواکونو د اسرائیلي اشغالگرو ځواکونو تر څنگ په عملیاتو کي ونډه اخیستې وه...
په دې عملیاتو کي دوی د ۴-څلورو تنوو یرغمال سویو د آزادولو خبر ورکړ؛ خو زه د فلسطیني مقاومت په اړه ډېر مثبت ذهنیت لرم؛ د هغوی د ناکامۍ هیڅ تصور هم نسم کولی او داسي دلایل هم نسم موندلی چي هغوی پرې ځپلي وگڼم. الحمد لله. نو ځکه به ووایم چي اسرائیل د تېري ۸-اته میاشتنۍ اوږدې جگړي په دوران کي تر اوسه هیڅ مثبت عملیات نه درلودل؛ دا ئې لومړني وحشیانه عملیات ول چي ۴-یرغمال سوي اسرائیلیان ئې ورسره پیدا کړل؛ اوس مثبت زېری دا دئ چي په دغو ۸-اته میاشتو کي دوی خپل ۴۱-یو څلوېښت تنه یرغمال سوي یهودان پخپله وژلي دي. اوس ئې گټه او تاوان تاسي وسنجوئ!
د دغو عملیاتو تر سره کېدلو وروسته هم د اسرائیلي یرغمال سویو کسانو کورنۍ ناخوښي دي؛ همدا نن دوی وویل: "موږ د تبادلې تړون بشپړولو ته نږدې یو او باید دا فرصت ضایع نکړو؛ د ټولو برمته سویو کسانو د بېرته راستنېدو یوازینۍ لار زموږ (IDF) لپاره دا ده چي جگړه ودروو او د تبادلې معامله ژر تر ژره پای ته ورسوو؛ د ځانگړو عملیاتو له لاري د ټولو تښتول سویو کسانو بېرته راستنېدل ناشوني دي او د هغوی د بېرته راستنېدو یوازینۍ لار د جگړي بندول دي. موږ په یوه تاریخي شېبه کي ژوند کوو او د خپلو ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار مو همدا ده." د همدې مطبوعاتي کنفرانس وروسته اسرائیلي پوځونو څلور تنه لاریون کوونکي ورسره ونیول.
د حماس بـــــریا:
د حماس رسمي بیان: تر اته میاشتنۍ جگړي وروسته د ۴-څلورو یرغمال سویو آزادول ستاسي بریا نه ده.
• الجزیرې راپور خپور کړی چي د ۷-اکتوبر راهیسي د اسرائیل ۱۸۰۰۰-اتلس زره کسانو د رواني ناروغیو ډاکټروانو ته مراجعه کړېده. په زرگونو ئې هېواد پرې ایښی.
• د امریکايي استخباراتو یو راپور چي CNN لاسته راوړی او نشر کړی دئ وايي: "د ۷-اکتوبر تر عملیاتو وروسته د عربي او اسلامي نړۍ په عوامو کي د حماس مقبولیت او اثرات تر وېروونکي حده لوړ سويدي؛ او دې تحریک د آزادي غوښتونکو شکل خپل کړی دئ؛ داسي نباید سوي وای. دا یو تروریستي سازمان دئ او په پوره قوت او انتهايي منظم شکل سره د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره جنگېږي."
• اسرائیلي ورځپاڼي هآرټــز یوه مقاله نشر کړې چي عنوان ئې(د اسرائیلي دولت سقوط) دئ؛ په دې مقاله کي ویل سوي: "که سیاسي چارواکي هوښیار نه سي نو د منځني ختیځ له نقشې څخه زموږ د ورکېدو په هدف چپه حساب پیل سوي دئ؛ اسرائیل تر حده زیات تشدد (وحشت) کوي او که د خپل لوړ پوړي مشرتابه د بې غوریو د مخنیوي په موخه اقدام ونه کړي نو سقوط ئې د مختصر وخت خبره ده."
• د اسرائیل پخوانی وزیر حاییم رامون: "اسرائیل د یوې بې ساري ستراتیژیکي ماتي په درشل کي دئ."
په همده پسې د اسرائیلي پوځ د ریزرف لواء چارواکی اسحاک برېک وایي: "زموږ پوځ ستړی دئ او وهمونه خپروي؛ دوی د حماس د ماتولو توان نلري."
• د دې جگړي د بریا یو بل ستر ثبوت دا هم دئ چي د غزې کلابند ولس له خپلو مجاهدینو څخه قاطع ملاتړ کوي؛ هره شېبه ئې په خپلو غمجنو زړونو او له درد و کړاؤ نه په رېږدېدونکو ژبو د هغوی د ملاتړ اظهار کړی؛ د رفح د قیامت په شپه د یوه مظلوم فلسطیني ټول فامیل په اور کي سوځېدلی خو دی بیا هم اسلامي مقاومت ته داسي پیام ورکوي: "پام چي پښې مو ونه لړزېږي؛ له خپلو غوښتنو تېر نه سئ! تنازل ونه کړئ!! زه، زما بچیان او مېرمن مي دي له محمد الضیف (د ۷-اکتوبر د حملو قوماندان) او طوفان الأقصی نه قربان وي." دوی غواړي دا ملت مات کړي؟!
دې ته په لسگونو نوري جالبي څرگندووني؛ بلکي د قدرمن اسماعیل هنیه د استقامت او صبر ویډیو خو وائرل سوه چي د اولادونو د شهادت خبر واوري او سمدستي وايي الحمد لله؛ زما د بچیانو وینه د فلسطیني ولس تر ویني زیات ارزښت نه لري.
• د ملگرو ملتونو عمومي سرمنشي گوترېش وايي: "موږ د اسرائیل هغه کړني غندو چي د لسگونو بې گناه خلکو د وژلو لامل سوي چي هغوی له مرگوني جگړي څخه پناه غوښتې وه؛ په غزه کي هیڅ خوندي ځای نسته او دا وحشت باید ودریږي."
حماس قانوني، نظامي او حقوقي جگړه گټلې ده؛ د نړۍ د لسگونو مؤثرو ولسمشرانو او سیاسي چارواکو څرگندوني او خواخوږۍ پر همدې دلالت کوي چي د حماس محبوبیت او د اسرائیل څخه کرکه په نړۍ کي په بې ساري توگه زیاته سوېده؛ دا هغه حقائق دي چي غرب او د دوی غلام عرب واکمنان ئې په وېره کي اچولي... ځکه هم دوی په گډه جگړه اوږده کړه او د اسرائیل سره ئې هر ډول مرستي وکړې تر څو حماس وټکوي خو الله ته بیا بل څه منظور ول. دوی په خپلو سازشونو او ظلمونو کي ناکام سول. الحمد لله
ذلیل عرب واکمنان او کړني ئې:
یو طرف ته بني صهیون (اسرائیل) دي چي د امریکا او غرب په غوڅ ملاتړ په فلسطیني ولس هغه کانې کوي چي چنگېز غوندي مردار خور به لا ترې شرمیږي او بل طرف ته بیا د ډارنو چلتاري عربانو یو څو فاسدو واکمنو کورنيو عربي او اسلامي نړۍ د غم او انتهایي ذلت پر ټبـر کښېنولې؛ د همدغو مردودو دیکتاتورانو په اړه ئې باداران څنگه څرگندوني کوي:
• برتانوي خبریال ډېویډ هېرسټ د اردن د پاچا په اړه وایي: "د اردن پوځ په تاریخ کي لومړنی عرب پوځ سو چي د خبیث قوم دفاع کوي."
• روني شالوم (اسرائیلي خبریال): "د فلاډلفیا دهلیز له ختیځ څخه لوېدیځ ته په بشپړ ډول خلاص سوی او موږ د مصر له ولسمشر او د مصر له وسله والو ځواکونو څخه د دوی د همکارۍ له امله مننه کوو."
• ډاکټر حسام یوسف صاحب وایي: "دا مه هېروئ چي په رفح کي د فلسطینیانو د بې ځایه کولو او د رفح بندر او د فلاډلفیا محور د نیولو د پلان په اړه چي څه پېښ سوي؛ په دې اړه ډېر وخت مخکي موافقه سوې وه او قیمت ئې هم ادا سوی وو. جنرال سيسي د غزې د محاصرې او پر رفح باندي د اسرائیل د بريد د منظورۍ په بدل کي له اروپايي اتحاديې څخه ۷.۶-ميليارده ډالره مرسته (حق الزحمه) ترلاسه کړېده. قاهرې ته د دې پیسو د وړاندي کولو په وخت کي د ۶-شپږو اروپایي مشرانو راتگ یو مهم گام دئ؛ او دا راتگ زما خبري تائیدوي!"
• د اسرائیل مشهوره ورځپاڼه یدیعوت أحرنوت د يوې پوځي سرچينې له قوله ليکلي: "د کلابندي غزې په جگړه کي د اسرائیلي اشغالگرو عسکرو سره تر۴۰۰۰-زره زيات مراکشي (المغرب) پوځيان په عملیاتو کي برخه اخلي."
• "پر العربیة ټلویزیون سعودي لیکوال عبدالله بن بجاد العتیبي له عربي او غربي هېوادونو څخه غوښتنه کوي چي هغوی باید د اسرائیل سره په گډه د حماس پر له منځه وړلو او د محمود عباس د ادارې پر مستحکم کولو گډ کار وکړي."
په داسي حال کي چي رسنۍ وايي زېلنسکي به ډېر ژر سعودي ته ولاړ سي. دا ټنبل عربان د امریکایانو په اشاره د اروپا ستونزي لا خلیج ته راوړي؛ خو د خلیج له ستونزو بیا بیرته د همغه امریکا په اشاره تېښته کوي... دوی د یوکرائن سره په ملیونونو ډالر درنې مالي مرستي کوي خو اسلامي نړۍ بالخصوص فلسطین ته بیا یا خرماوي استوي او یا کفنونه... هغه هم د مصر پر سرحد تر وخت تېري سي؛ هغه سیسي چي د خدای بندگي ئې پرې ایښې او پر امریکا او سعودي ئې ایمان راوړی؛ آیا دوی (آل سعود) ئې حتٰی مظلومانو ته پر مرستو رسولو نسي راضي کولی؟! خو ښکاره خبره ده چي امریکا (په عموم کي غرب او د هغوی نازولي) او عرب دیکتاتورانو په گډه د اخواني فلسفې (د بهرنیو اشغالگرو پر ضد مقدس جهاد او په داخل کي د مترقي اسلامي جمهوري نظام احیاء) پر ضد منظمه جبهه پرانیستې او د غزې اوسېدونکو ته په لوږه او تَــنـــده د همدوی سزا ورکوي. دا ځکه نه دوی او نه ئې نازولی اسرائیل او نه هم د هغوی ډبل اېجنټ محمود عباس د حماس په ټکولو بریالی سوی دئ.
آیا د سعودي دنده یوازي د زمزم اوبه او د حاجیانو کڅوړي پلورل دي؟! په داسي حال کي چي پر غزه سور اور بل دئ! که داسي وایي نو بیا به ئې زېلنسکي غوندي یهودي سعودي ته نه راغوښتی؛ آیا اسماعیل هنیه او یا د فلسطیني مقاومت بل کوم مطرح شخصیت هم ریاض ته کله وربلل سوی دئ؟!
لنډه دا چي توري تیارې په ورکېدلو دي؛ د آزادۍ او خوښیو لمر به ژر څرک ووهي؛ د فلسطیني ولس عظیم صبر او پرېمانه قربانۍ رنگ راوړي؛ دا الهی سنت دئ چي حق به بریالی کېږي او باطل به له ذلت او رسوایي سره مخ کېږي. رب تعالی دي شهداوو ته عظیم جنتونه او پاته سویو ته دې الله تعالی عظیم صبر ورکړي. الله تعالی دي د الاقصی د آزادۍ ږغ په موږ واوري. آمین
