مطالب مهم
ښځه د انسانيت د دوو برخو او يا د دوو اړخونو يو مهم اړخ دی
د ښځې د حيثيت په اړه مې د الجزائري اديب او ليکوال مالك بن نبي رحمه الله وينا لوستې وه، ليکلي يې و چې ښځه نه کمه ده، نه زياته او نه هم د سړي برابره، بلکې خبره تر دې پورته ده، ښځه د انسانيت د دوو برخو او يا د دوو اړخونو يو مهم اړخ دی.
هغه شايد د خپلې ټولنې خبره کړې وي، خو دلته په افغانستان کې د غزني پېښې يو وار بيا دا ثابته کړه چې ښځه دلته د ډېرو نارينهو لپاره له بده مرغه لا هم يا د جنسي غريزې د استحصال آله ده او يا هم په ټولنه کې د عار، شرم او پېغور عنوان.
محمد هاشم شاهین
زموږ په ټولنه کي ښځه مینځه ده؛ مطلق مینځه؛ نه میراث سته، نه علم؛ نه خوښه سته نه حیثیت؛ زه خو بل تعریف نه ورته لرم؛ څوک ئې په زور او پیسو له کوره باسي؛ بل ئ...
نور ولوله
چهل وچهارمین سالگشت تجاوز قشون سرخ درافغانستان
ششم جدی سال ۱۳۵۸ ه ش یعنی چهل وچهارسال قبل ازامروز روز سیاهی بود که قشون سرخ اتحاد جماهیر شوروی وقت که درآن هنگام یک قُدرت نظامی هیولایی فرعونی درسطح جهان را سربراهی مینمود بااندیشه دیکتاتوری کمونیستی وباپیشکش عوام فریبانه یی ظاهراً نان وکالا وخانه درکشور عزیزمان افغانستان هجوم وحشیانه کرد که آن حمله جنایتکارانه ومُتجاوزانه صریح سرآغاز بدبختی های جانکاه تاکنون برای ملت دردمند ما درتاریخ معاصر کشور محسوب میگردد .
اگرچه مُقدمه وزمینه سازی این تجاوز علنی مُسلحانه ووحشیانه را نوکران حلقه بگوش شان باندهای خلق وپرچم قبلاً بوسیله کودتای سیاه ۷ ثور ۱۳۵۷ ه ش علیه حکومت سردار داود آماده نموده بودند ، یعنی طوری به باداران شان اذعان کرده بودند که گویا باتلاشهای مذبوحانه آنها افغانستان آماده پذیرش اند...
نور ولوله
نن د تاریخ د هغې ورځې یاد دی چې د افغانستان د بهرني سیاست استقلال اړو آزادۍ ته پکې د پای ټکی کېښودل شو
نن د تاریخ د هغې ورځې یاد دی چې د افغانستان د بهرني سیاست استقلال اړو آزادۍ ته پکې د پای ټکی کېښودل شو. د هیواد په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د انترناسیونالېزم علمبردارانو بهرنۍ آیډیالوژي (کمونېزم) هیواد ته را انتقال کړه او کوښښ یې وکړ تر څو د ملي منافعو پرخلاف او د حزبي او آیډیالوژیکو تمایلاتو پر اساس افغانستان د سړې جګړۍ اور ته ور ټېل وهي. دوی په میلیونونه انسانان د شوروي سیمه ایزو ګټو ته له تېغه تېر کړل.
د افغانستان قهرمان ملت د خپلو مټو او قربانیو په زور وتوانېد د شوروي اشغال ته د پای ټکی کېږدي خو رهبرانو یې د یو پاک او سپېڅلي اسلامي نظام ارمان خاورې کړ.
د همدې بنیادي تېروتنې وروسته مونږ جوګه نشو چې آزاد، مستقل او داسې بهرنی سیاست ولرو چې ز...
نور ولوله
د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي
د نن څخه څلویښت ۴۰ کاله مخکې په د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ افغان مظلوم ولس د اتحاد جماهیر شوروي د نظامي هوايي او ځمکني یرغل شاهد ؤ، د جدی شپږمه په افغانستان کې یوه نه هېرېدونکې توره کرغيړنه ورځ یادیږي، افغانان د جدي شپږمه (د شوروي اتحاد د يرغل) په ورځ پيژني او هر کال يې په هېواد کې د تورې ورځې په نوم يادونه کېږي. د شوروي تر سلو زرو ډیرو عسکرو، په زرهاوو ټانګونو او سوونو جنګي طیارو د شپې په تیاره کې د افغانستان په حریم یرغل وکړ او په لومړیو عملیاتو کې یې د وخت واکمن خلقي مشر حفیظ الله امین وواژه او پرځای یې د دوي ګوډاګی ببرک کارمل په ټانګونو سپور راوسته او د نجیب په ملتيا يې د قدرت په ګدۍ کیناوه. د روسانو کمونستیانو د ظلم وحشت او بربریت تجاوز له لاسه په ملیونو افغانان ېې په مرګ محکوم او دغه راز ميليونونه افغان...
نور ولوله
د عربو او اسلامي هیوادونو د مرګوني چوپتیا، بلکه د ځینو له شا خنجر وهلو سره سره !
( وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ)
(اتيا) ورځې وروسته :
- دنړیوال استکبار دبې حساب او بې کتاب ملاتړ، بلکه په جګړه کې د عملي ښکیلتیا سره سره.
- د عربو او اسلامي هیوادونو د مرګوني چوپتیا، بلکه د ځینو له شا خنجر وهلو سره سره .
- د جګړې د ګرم سنګر په وړاندې د ډیرو د احساس او عاطفې د مړاوې کیدلو، بلکه د مسلمان په ژبه او جامه کې مرجفینو او منافقینو د ارجاف او پټې کرغیړنې کرکې د ښکاره کیدلو سره سره .
...
نور ولوله
پېښور او نوره پښتونخوا لوئ بحران سره مخ ده
پېښور او نوره پښتونخوا لوئ بحران سره مخ ده، دريمه حصه ځوانان يې په چرسو، آيس او شرابو تر څنګ په ټيک ټاک، فلمونو او نورو بې لاريو سر دي.
تعليمي ادارې (خصوصاً دنيوي) تقريباً تباهي سره مخ دي، لکه مثال :
- کالجونو او سکولونو کې اعلی درجه تجارت روان دی، ټول کال غټ فيسونه اخلي خو د امتحانونو په وخت کې له شاګردانو اضافي روپئ په دې خاطر اخلي چې د وفاق بهرني مشران راځي او هغوئ ته رشوت ورکوو تر خو تاسې نقل کولو ته پرېږدي ، دې کار ته يوه خاص اصطلاح کارول کيږي چې ( حال فري کول) ورته وايې، په تعليمي ادارو کې د تعليم نه علاوه نور هر څه کيږي، تعليمي ادارې تقريباً منډۍ ګانې دي، خريد او فروخت پکې روان دی.
...
نور ولوله
در حملهء ائتلاف صلیبی برغزهء فلسطین آمار شهدای مسلمین به بیست هزارتن رسیده است
در هفتاد وششمین روز حملهء ائتلاف صلیبی برغزهء فلسطین آمار شهدای مسلمین به بیست هزارتن رسیده است، از این میان هشت هزار تن کودک و هفت هزار تن زنان بوده اند، تعداد مجروحین به مرز شصت هزار رسیده است.
دست اندرکاران ائتلاف صلیبی در تالارهای شورای امنیت و مقر فرماندهی این ائتلاف یعنی کاخ سفید، می دانند که این آمار در تناسب با دو ملیون نفوسی که در غزهء کوچک زندگی می کنند به معنای امرِ کشتار دسته جمعی است و تصریح به نقض صریح همه موازین و مقررات بین المللی در خصوص منازعات است.
چه فرق بزرگیست میان آنانی که فقط اشغالگران را بر فراز خانه های ویران شدهء خود هدف می گیرند وفقط اشغالگر را از پا در می آورند ومیان آنانی که با پیشرفته ترین وسائل هفتاد وشش روز است مردم ملکی را...
نور ولوله
ریشهء خللِ مانعِ اصلاح اجتماعی افغانی در کجاست؟.
" مطالبات اصلاح اجتماعی وشورشها برای آن معمولا در پی جنگها به وجود می آید" .
شکی نیست شواهدِ تاریخی کارل مارکس را وا داشت تا چنین سخنی را بگوید و آن مردِ دانشمند ملت ها را به استفاده از اوضاعِ مابعدجنگها برای تطبیق نسخهء که وی ارایه داشت تشویق کند.
در افغانستان که تاریخ غیر منقطعی از جنگهای منطقوی وداخلی در صحیفهء خود دارد،مطالبات اصلاح اجتماعی در میان مردم ناپدید نبوده است،شورشهای مردمی اکثراً برای اصلاح اجتماعی بوده است، اما این مطالبات در بسیار مورد وبرای بسیاری نا شناخته مانده است.
علت این نا آشنایی چه می تواند باشد؟
در سطح فهم من علت این است که اکثراً مطالبهء اصلاح اجتماعی در ...
نور ولوله
اخوان د غزې د ملاتړ تر ټولو ستر پور پرې کړی
د عیاشو عرب دیکتاتورانو په ریالونو تبدیل Convert سوي وهابیان راغورځي او اخـ.وان المسلمیـ.ن نقدوي؛ دوی باید دا درک کړي چي اخـ.وان د غـ.زې د ملاتړ تر ټولو ستر پور پرې کړی؛ حکومت ئې له لاسه ورکړ، په زرگونو کارکوونکي ئې په شهادت ورسېدل او په زرگونو ئې زندانونو ته ولاړل... نن هم د ۷-اکتوبر حملې د فلسـ.طیـ.ني اخـ.وان (حـ..مـ...اس) په ابتکار ترسره سوې چي د عـ.ربانو له ماتو ډک معاصر تاریخ ته ئې نوي ویاړونو راوړل...
دا کار د ”لن نترک غـ..زة وحدها“ شعار ته تر عملي بڼي ورکولو وروسته وسو... هغه وخت چي د مصر منتخب ولسمشر د رفـ.ـح بندر پرانیستی او هر ډول نړئـوال فشار ئې نظرانداز کړ؛ تاسي به نن د اسـ..رائیل زور لیدلی وي چي غربي نړۍ ئې څنگه په پټو سترگو ملاتړ کوي؛ خو اخ...
نور ولوله
فلسطين کې د پېړۍ بدترینه قتال او نسل کشي تر سره کېږي چې د انسان په تاریخ کې به تل یادېږي
عظمت غرنی
د فلسطین د صحت ادارې رپورټ له مخې یوازې له 7 اکتوبر 2023 څخه تر پرون د فلسطین په غزۀ کې 9000 ماشومان، 6000 ښځې، 97 ژورنالېستان/صحافیان/ د رسنیو کارمندان او 300 ډاکټران نرس او د طبي الاتو تخنیکګران شهيدان شوي.
د ټولې نړۍ غربي اېوارډیافته د انساني حقوقو کارکونکي او ادارې او mainstream media غلي دي لکه هیڅ چې نه دي شوي، که څه هم د پېړۍ بدترینه قتال او نسل کشي تر سره کېږي چې د انسان په تاریخ کې به تل یادېږي.
دویم نړیوال جنګ وروسته د امریکې او یورپ جوړ شوي بنسټونه لکه UN, HRW, Nobel Prize وغېره هسې ګپ شپ او نورې نړۍ لپاره د تېر اېستلو دامونه دي...
نور ولوله
په نړۍ کي يو څو مسلماني با حجابه ښځي او کامياب کردارونه!
لمړي: حليمه يعقوب د نړي د اووم پياوړي اقتصاد او پرمختللې هيواد سينګاپور ريس جمهوره
سره لدي چې مسلمانان هلته اقليت کي دي ليکن پرمختللي سينګاپور په 2017 کال کي باحجابه حليمه يعقوب د خپلي مشري لپاره انتخاب کړه او سينګاپور ورځ تر بلې نور هم د ترقۍ په لور روان دي ، حليمه يعقوب اوسمهال سينګاپور خلکو ته د ملي مشري حيث لري
دوهم: نوره المطروشي د متحده اماراتو اوسيدونکي ده.
هغه د متحده اماراتو د خلايي اداري مشره او بڼسټ ايښودونکي ده. هغي لوړي زده کړي هم پدي برخه کي کړي او څه وخت وړاندې يي وويل: څو میاشتې وروسته به موږ د نړۍ څلورم او د عربي نړۍ لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ پر سطحه به قدم ږدو. موږ به څو مياشتې وروسته هغه کارنامه ترسره کړو چې ډېرو ناممکنه بلله. په ټول غر...
نور ولوله
د ستراتېژیک تحلیل بنیادي اصول - لومړۍ برخه
نړیوال نظام ته چې د محقق او ارزوونکي په رول کې ځير شئ، د شطرنج لوبې د میدان مثال لري. په دې میدان کې د نړۍ ۱۹۲ هیوادونه (له صهیونستي اپارتاید رژیم پرته) ژوند کوي او ټول په نړیوال سستم کې د خپل قدرت او ځواک د زیاتولو په هڅه کې دي. واړه هیوادونه په خپل شا او خوا کې په ټیټې سطحه د ځواک په لاسته راوړلو بوخت دي، هغوی چې د سیمې په کچه دي، د سیاست دایره یې د سیمې تر پولو پراخه ده، یو شمېر بیا هغه دي چې ایجنډا یې نړیواله ده، د دوی د ستراتیژۍ اډانه هم پراخه ده. یاد ټول هیوادونه په خپل ګاونډ، سیمه او نړۍ کې د ځواک پراخولو په خاطر چې کوم سیاست کوي، بهرنی سیاست یې بولي. دلته د یوې مسئلې روڼتیا مهمه ده چې نړیوال سیاست له ډپلوماسۍ سره فرق لري. بهرنی سیاست Foreign Policy هغه تګلاره، ستراتیژي او مسیر ته ویل ...
نور ولوله
حماس د هر ډول تبادلې او اوربند د مذاکراتو لپاره لومړنی او اساسي شرط د مطلق او دائمي اوربند شرط وضع کړی دئ
د رزیل قوم میډیا او رسنۍ تر هندوستاني رسنیو هم څو گامه ور آخوا دي؛ له درواغو، بې ځایه چیغو او شر و شور پرته نور څه کمال نه لري؛ غواړي د خپلو ځواکونو مورال لوړ وساتي او په همدې هدف د دوی د کورنیو چارو وزارت امر ورته کړی وو چي د ټپیانو او مړو شمېـرې به نه رسنیزي کوي... اوس ښه زېری دا دئ چي دوی هم په نظامي او هم به تبلیغاتي ډگر کي له ستونزمن امتحان سره مخ دي... قطر ته ئې زارۍ پیل کړيدي؛ ځکه په ۷۵-یمه ورځ هم حتٰی په دې ونه توانېدل چي یوه یرغمال سوې بیزو هم پیدا کړي... اوس غواړي ځانونو ته د اوړو پوزه جوړه کړي...
اسـ.رائیـ.لي وېـبپاڼي "والا" لیکلي: "له باخبرو اسـ.رائیـ.لي او بهرنیو سرچینو دا جوته سوېده چي اسـ.رائیـ.ل قطر ته وړاندیز کړیدی چي د ۴۰-بندیانو د آزادلو بلکي تبادله کولو ...
نور ولوله
تر فلسطيني مقاومت وروسته دوهم مؤثر ترین جرأت مندانه او اسلامي اقدام حوثيانو ترسره کړی دئ
حوثیانو چي کوم جرائم په یمن کي ترسره کړيدي هغه له چا پټ نه دي؛ خو داسي هم نده چي په مقابل کي ئې جنگېدونکي عرب هېوادونه پر حق ول؛ هغوی په خپلو بې رحمانه هوايي بريـ.دونو تر دوی هم بدتر ظلمونه وکړل او یو ځل بیا د امریـ.کا په اشاره او ملاتړ غواړي پر یمنـ.یانو بلاتشبیه د قیامت حالت راولي.
په هر صورت د شیـ.عه او سـني، د حوثـ.ي او سلفي تر منځ جگړه د اسلامي نړۍ داخلي جگړه ده؛ دا جگړه تقریباً له تېري نیمي پېړۍ څخه د سړې جگړي په شکل کي څرگنده سوې وه چي تر ننه جاري ده او په وروستۍ لسیزه کي ئې خونړۍ بڼه خپله کړه؛ دا جگړه به تر هغه وخته جاری وي چي پر عربانو دغه یو څو عیاشي، غلامي او بې غیرته کورنۍ حاکمي وي او د شیعه وو مشري د سفاکو او متعصبو ایراني اخندانو په لاسونو کي وي... ...
نور ولوله
مصري دیکتاتور د خپل کار ښه سم مُزد(مزدوري) تر لاسه کړ
مصري دیکتاتور د خپل کار ښه سم مُزد(مزدوري) تر لاسه کړ؛ د خلیج په اوسني بحران کي ئې د خپلو بادارانو په اشاره د بیزوگانو سره پوره مرسته وکړه؛ د مظلومانو ستر نړئوال زندان دروازه ئې همداسي تړلې وساتله؛ نو ځکه به هم تر دې وروسته په اصطلاح جنرال عبدالفتاح السیسي تر ۲۰۳۰-م کال پوري د مصر ولسمشر وي...
نوموړی په مسخره ټاکنو کي د ۸۹.۶% سلنه رایو په گټلو سره د مصر نوی ولسمشر اعلان سو...
پوځي دولتونه د ملتونو د ویده ساتلو او د هغوی د غولولو په هدف په ملیاردونو ډالر یوازي پر تبلیغاتو Advertisements او رسنیو مصرفوي تر څو د دوی ښکلی انځور ملت ته وښيي؛ دوی همدا په ملیاردونو ډالر په درنو سودونو تر لاسه کوي او بیا ئې دومره په بې رحمۍ سره ضایع کوي؛ د ...
نور ولوله
