فلسطين کې د پېړۍ بدترینه قتال او نسل کشي تر سره کېږي چې د انسان په تاریخ کې به تل یادېږي
عظمت غرنی
د فلسطین د صحت ادارې رپورټ له مخې یوازې له 7 اکتوبر 2023 څخه تر پرون د فلسطین په غزۀ کې 9000 ماشومان، 6000 ښځې، 97 ژورنالېستان/صحافیان/ د رسنیو کارمندان او 300 ډاکټران نرس او د طبي الاتو تخنیکګران شهيدان شوي.
د ټولې نړۍ غربي اېوارډیافته د انساني حقوقو کارکونکي او ادارې او mainstream media غلي دي لکه هیڅ چې نه دي شوي، که څه هم د پېړۍ بدترینه قتال او نسل کشي تر سره کېږي چې د انسان په تاریخ کې به تل یادېږي.
دویم نړیوال جنګ وروسته د امریکې او یورپ جوړ شوي بنسټونه لکه UN, HRW, Nobel Prize وغېره هسې ګپ شپ او نورې نړۍ لپاره د تېر اېستلو دامونه دي.
هسې د لر او بر هغه خودساخته روشنفکران، د ښځو د حقوقو رمباړیان، د ماشومانو د حقوقو او د تعلیم بغارو والا پښتانه څه شو؟
څه شو چې د یو امریکایي او یورپي ژورنالېست په مرګ به له بړستنو راوتل او د کوټې په کونج کې به یې د قتل شوي ژورنالېست تصویر مخې ته شمعې بلې کړې؟
د لر او بر پښتون وطن اصل ستونزه همدا خودساخته پردیپاله روشنفکران دي او دا بربنډول غواړي.
د فلسطین The Resistance News Network د یو منظم او تفصیلي رپورټ له مخې چې په ټیلیګرام یې خپور کړی داسې ثبوتونه وړاندې کړي چې د 7 اکتوبر څخه تر 15 دېسمبر 2023 پورې لاندېني اسلامي هېوادونو اسراءیلو ته د خوراکي توکو، طبي یا مېډیکل توکي او آلأت او سپکو درنو وسلو مرستې ورلېږلي او یا یې سوداګري ورسره کړې خو غزۀ ته یې هیڅ نه دي لېږلي.
تر ټولو لومړی هېواد ترکي دی، بیا ورپسې پاکستان، مصر، اردن، ازربایجان، السعودیه العربیه وغېره دي.
د اردن د 500 ټنه ټماټرو/رومیانو یادونه هم د تمسخر په انداز پکې شوې.
