مطالب مهم

افغانستان ته د اسلام راتګ

افغانان سرشار او مغروره خلک دي، په خپل تاريخ کې يې د هرې جګړې او تجاوز په ميړانه دفاع کړې ده، افغانان د چنګيز او تر هغه د پخوا د وخت د جنګونو قصې د خپل تاريخي تراث په متونو کې لري، خو د اسلام په ننګ دلته د جنګ هيڅ ثبوت نه وينو، يوازې د ځينو واعظانو تشه ادعاء ده چې خلک وايي دلته يې د تورې په زور افغانان رام کړي دي، دا چې د افغانانو په څېر جنګيالي خلک دې د يو چا د تورې په زور د هغوی خبره ومني؛ اصلاً د قبلولو وړ نه ده. له بل پلوه مونږ ته د صحابه کرامو او تابعينو رضوان الله عليهم اجمعين د دعوت اغېز ولې دومره عادي او غير مؤثر ښکاري چې ومنو افغانان دې د اسلام د هغه وخت د ښو مبلغينو د ښه تبليغ پر اساس مسلمانان شوي وي؟!! که د مدينې خلک د مصعب بن عمير رضي الله عنه په دعوت جوپې جوپې اسلام ته داخلې...
نور ولوله

غرب عجيبه کانې کوي، چې ګټه يې درکې وي کنه يو زر کاله ديکتاتور او ظالم وسه هيڅ خبره نشته !

چې ګټه يې درکې نه وي بيا درته د جمهوريت ، عوامي رايې، انساني حقوق، ازادي او ورته فلسفې بهانه کړي، بيا دې هيواد په ټوله نړۍ کې شرموي، په فلمونو کې دې هيواد دوه لکه کاله پخوانی معرفي کوي، پاچا نه قصاب جوړوي، ښځې په پنجرو کې ښايې او ښارونه خامې کنډوالې ښکاره کوي . په هيواد کې يو وړوکی ډم يا لوفر ګوټی (چې لږ باغيانه فکر ولري) ستر هيرو او چيمپين کړي، هغه غريب به په خپله خبره نه پوهېږي دوئ به يې په ايوراډونو ونازوي، په اکسفورډ کې تعليم کونکي دکتوران به يو ساده ګل او ناپوهه ته په توجه کینوي . کوښښ به کوي چې په وړه وړه خبره دې په هيواد کې مظاهرې جوړې کړي، په ديګ او کاسه جوړه شوې مظاهره به په سي اين اين ښکاره کړي. د يوې لرې ولسوالۍ ...
نور ولوله

حکمتيار: در هر 10 دقيقه يك طفل درغزه بدست اسرائيل با اسلحه و حمايت امريكا كشته مى شود

امير حزب اسلامی در پيام اخری تويتر خود نوشته است: امريكا بدترين وبزرگترين كشورتروريستى تاريخ بشريت است جناياتى كه درافغانستان، عراق، ليبيا و اكنون درغزه مظلوم انجام داد نظير آنرا نميتوان درتاريخ يافت به اعتراف ملل متحد در هر 10 دقيقه يك طفل درغزه بدست اسرائيل با اسلحه و حمايت امريكا كشته مى شود هيچ جنايتكار تاريخ چنين نبود ...
نور ولوله

مسلمان امت ته د فلسطين اتلانو پیغام

   راتلونکي 72 ساعتونه د پلستین او خصوصا غزې لپاره زیات مهم دي، دلته د اسراېلو 200 زره پوځیان مخکې موجود وو، اوس یې 100 زره نور احتیاطي پوځیان هم وګومارل د دې لپاره چې غزه او حmاس په مکمله توګه له منځه یوسي، لا قدر الله. بناء له ټول مسلمان امت نه غواړو چې زموږ د مجایدینو لپاره لاندې دعا په اجتماعي شکل سره ووایي او په راتلونکي 72 ساعتونو کې 10 ملیون ځله وویل شي.  حَسْبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَ كِيلُ اللَّهُمَّ إِنَّا نَجْعَلُكَ فِيْ نُحُوْرِهِمْ وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شُرُورِهِمْ لطفا دا لیکنه په لویه پیمانه نورو مسلمانانو ته ورسوئ. ...
نور ولوله

اوريدلي مو وه، خو ايله اوس مو وليدل

-پرون نتن یاهو په انګليسي ژبه وويل چه حم اس زمونږ په بنديانو ښځو جنسي تيرې کوي. نن بايډن  د حماس دغه کار وغندلو! فکر نه کووم چه د امريکا په تاريخ کې به دومره بې شخصيته او درواغجن ولس مشر تير شوې وي. د جګړي په اوله ورځ ورته نتنیاهو په غوږ کي وويل چه حم اس داسې او هسې جرمونه کړي دي ، ده سبا هماغه خبره ميډيايي کړه، خو وروسته معلومه شوه  چه دغه روايت درواغ دې ، نو سپينه ماڼئ هم مجبوره شوه چه د نتنياهو ددرواغو په منلو اعتراف وکړي. خو دغه کواټه شوي بوډا دهغې رسوايئ نه عبرت وانخيست او نن يي بيا له ځانه د نت نياهو ددرواغو لاسپيکر جوړ کړ! - يوه امريکايي سرچينه وايي چه مونږ دا ن...
نور ولوله

فلسطين؛ عثماني افاقيت او عربي ناسيونالېسم!

د فلسطين په قضيه کې د عربي ناسيونالېسم او عثماني دولت توپير ډېر واضح دى، کله چې عثمانيان واکمن وو نو قدس او فلسطين د اسلامي جغرافيې نه جلا کېدونکې برخه وه، په قدس کې د عثماني واکمنۍ عسکر وو او سلطان عبدالحميد د اسرائيلي اشغالګر دولت لرليد لرونکى هرتزل له خپل دربار نه سپک ورک شړلى و. خو کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه او تر هغې مخکې د عربي سيمې څو قبيلوي مشرانو د انګليسي لارنس تر قوماندې لاندې د عثماني دولت پر ضد بغاوتونه پيل کړل، دوى په کې د اسلامي نړۍ سياسي او ديني مرجعيت ړنګ کړ او هغه چې دوى په کې د عربي يووالي او واحد عربي دولت خوبونه لرل هغه د لارنس د پلانونو په حقيقتونو کې کابوسونه شول، وروسته چې بيا عربي ملي ګرايي حاکمه شوه او عربي جغرافيه په تر 22 ډېرو کوچنيو هېوادګوټو تقسيم شوه نو د ...
نور ولوله

شورای نظار له مسکو او اروپا سره سیاسي او استخباراتي ژورې ریښې او دوستي لري

ښایي نړیوالې ټولنې تل د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د ناسمو او غلطو سیاستونو، جګړو او رقابتونو ډګر ګرم ساتلی دی. له بده مرغه په افغانستان کې د ډلو ټپلو لړۍ له ډېرې مودې راهیسې دوام لري. په داسې حال کې چې یوه ډله ختمه شوې نه وي، سمدستي بله ډله راپيدا کړې شوې وي. متأسفانه دا يو واقعيت دی چې افغانان په ډلو ټپلو ویشل شوي دي چې هر یو یې د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي. د مقاومت جبهې (شورا نظار) او د جمهوریت ځینې کرايي جنرالان چې له ملت څخه امریکا او اروپا ته تښتیدلي دي او په دې لټه کې دي چې څنګه د پخوا په څیر بیرته افغانستان ته بهرنۍ جګړې او ناسم سیاستونه انتقال کړي، وينو چې دوی وخت نا وخت په امریکا، اروپا او مسکو کې له خپلو بادارانو سره رسمي او غیر رسمي ناستې لري. حتی د دې هڅه کوي چې پر طالبان...
نور ولوله

در حالیکه باران مرمی و راکت و بمب بر سر مردم نوار غزه می بارد

توخی   در حالیکه باران مرمی و راکت و بمب بر سر مردم نوار غزه می بارد و هر لحظه و ثانیه یکی کشته و یا زخمی میشود ، سران دو صد کشور دنیا در کمال بی تفاوتی در هوتل های پنج ستاره و صالون های مجلل به بحث در باره حفاظت هوا و اقلیم مشغول اند ! ممکن فاصله جغرافیایی میان امارات متحده عربی و فلسطین زیاد نباشد ولی تفاوت اوضاع و شرایط اینجا تا آنجا از زمین تا آسمان است ! اینجا به هوا و انگار « هوایی » فکر میکنند و به مسایلی می پردازند که ممکن هنوز اتفاق نیافتاده و ببیشتر فانتزی باشد ، ولی آنجا مردم فلسطین در برزخ اند و در زیر بمباران « هوایی » و هر ان در انتظار مرگ اند ! ، کسی امید زنده ماندن ‌و‌نجات یافتن را ندارد ، زیرا به هر جای که  برود از زمین و هو...
نور ولوله

غزه امتحان یک امت و ترازوی انسانیت

داستان غزه سرامد داستانها گردید، هرگوشهء ازمفاهیمِ وجدانی  ومفاهیم حقوقی ومفاهیم ادبی جهانِ معاصر، درغزه بارزترین مصادیق خود را مُجلّی دید. آن ادیبانی که از خیال، تراژیدی های ماندگار نوشتند تاخیال ها را به تصور وا دارند وفرضیات را تحقق جلوه دهند،اگر گوشهء از تراژیدیی غزه را می دیدند تاریخ را در قالبِ رُمان می نوشتند، نه رمان را در قالبِ تاریخ. آن حماسه سرایانی که در وصفِ لشکرها حماسه ها سرودند، گرشان سپاهِ جان برکف غزه را می دیدند،شیرین ترین میلودی را برای غزه می سرودند. ترازوی غزه جهان را وزن کرد، صدها اعلامیه ومصوبهء حقوق بشری و ده ها قطعنامهء سازمان ملل و ده ها فیصلهء محاکم عدالت بین المللی، مصادیق خود را در غزه مح...
نور ولوله

پر غزې قیامت دئ؛ د يهودو قوم ولسمشر هرزوگ په اماراتو کي ناست دئ

پر غـ.ـ.ــ.ـزې قیامت دئ؛ د خبیث قوم ولسمشر هرزوگ په اماراتو کي ناست دئ؛ تر دې به یوه مختصره کیسه درته وکړم. وايي: پر عربي ټولنیزو رسنیو د "بائي مایا" ټرېنډ ښه په خوند روان دئ؛ مایا ریجیف یوه ۲۱-کلنه ازرائیـ.ـلۍ رقاصه ده؛ نوموړې د ۷-اکتوبر په بریالیو عملیـ.ـاتو کي زمریانو مېلمنه کړې وه؛ د همدې میلمستیا په کشمکش او شوق کي ئې یوه خطايي مرمۍ پر پښه لگېدلې وه؛ زمریانو ئې ښه خیال وساتی او تېره ورځ ئې د یو پر درې په تبادله کي بیرته ملعـ.ـ.ون قوم ته ور رخصت کړه؛ د بدلولو پر وخت د نوموړي الوداعي خنداگاني او د بای بای طرز پر رسنیو وائرل سو؛ ټـــولنیزي رسنۍ ئې په لټه کي سوې چي نوموړې څوک ده...؟! په هر صورت بائیوگرافي ئې را وایستل سوه... دلته ئې نو شهرت لا عام سو......
نور ولوله

هر مسلمان په خپل ذات کې خپله خيريه بنسټ دی

فکر نه کوم که يو بافهمه مسلمان دې د خيريه بنسټونو له داعيې سره مخالف وي، ځکه چې هر مسلمان په خپل ذات کې خپله خيريه بنسټ دی. نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: ((خيرُ النَّاس من ينفعُ النَّاس)). يعنې په خلکو کې تر ټولو غوره هغه دی چې خیر یې تر نورو ډېر خلکو ته رسېږي. خو زه شخصاً د مروجو خيريه بنسټونو د ډېرېدو، بلکې د مروَّج کېدو او د وخت په تېرېدو په ټولنه کې د دوی د بد تأثير د ډېرېدو مخالف يم. يو او عمده بد تأثير يې دا دی چې د دې خيريه ټولنو په ډېرېدو په ټولنه کې ډېر خلک خپله کاروبار کولو، د کسب زده کولو او په دې برخه کې د ابتکار مخه نيول کېږي. کله چې صحابه کرامو په لومړيو کې له مکې، مدينې ...
نور ولوله

د ایران سیاسي او پوځي چارواکو خپله حافظه له لاسه ورکړی ده

د ایران سیاسي او پوځي چارواکو خپله حافظه له لاسه ورکړی ده. هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۲۰ مه د جورج بوش اخطارنامه ئې هېر شوي، ("you are either with us, or against us" ) البته، د خبرداري او اخطارونو له امله د افغانستان او عراق په اشغال کې د امریکا او ناټو همکار او د دوی سره متحدین پاتې شول. له بده مرغه ایران د وېرې او هراس له کبله هر څه د امریکا او ناټو په واک کې ورکړل. څو افغانستان په اسانۍ سره اشغال کړي د ایران لوړ پوړي چارواکي په خپله اعتراف کوي چې امریکا او ناټو د ایران په مرسته پر افغانستان او عراق باندی یرغل وکړو. که زموږ مرسته نه واې دوی داسئ په اسانۍ سره نه شوو کولاې چې افغانستان او عراق اشغال کړي. ...
نور ولوله

حماس اسلامي غورځنګ د عروج په لور

قاضی محمد نذير حکيم   له آوږدې مودي راهيسي د فلـ سطين په مسلمانانو د اسرايـ لو لخوا د ظلم، وحشت او بربريت درنې درنې، ميچني ګرځول کيږي، د فلـ سطين آزادۍ  غوښتونکي تحرکتونه  زيات شمير له مقاومته  ستړي، ستومانه او يا هم د اسرايـ لى استخباراتي ادارى (موسـ ـاد ) د شومو، شريرو لمو ښکار شويدى،  اسلامي آمت او په ځانګړي توګه عربي نړۍ د فلـ سطين  قضيې  ته يې شا آړولي ده، د فلـ سطين قضيه يوازي اوس حـماس اسلامي غورځنګ ته پاتي ده، حـ ماس اسلامي غورځنګ  د ځينو عواملو او علتونو په وجه د ( طـ وفان الاقصى ) تر نامه لاندى بريالي عمليات ترتيب او تنظيم کړل !! هغوي ته چي د حـ ماس  په برياليو عملياتو شکوک او شبهات لري، لاندي علتو...
نور ولوله

د غزې ولس په ډیر مظلومیت کې نړۍ ته د ایمان او شجاعت یو عجیب درس وړاندې کړ

دوه کلنه لور یې په بمباریو کې ټوټې ټوټې شي…الحمدلله وایې. ورور یې شهید شي…الحمدلله وایې. کور یې ړنګ شي…الحمدلله وایې. لوږه، تنده پرې راشي…الحمدلله وایې. ټوله شپه د بمبارۍ د لاسه خوب ونشي کولای…الحمدلله وایې. زندان ته لاړ شي…الحمدلله وایې. شفاخانه، مکتب، بازار یې لوټې لوټې شي…الحمدلله وایې. د غزې ولس په ډیر مظلومیت کې نړۍ ته د ایمان او شجاعت یو عجیب درس وړاندې کړ. د غزې ولس د ۱۶ کاله کلابندۍ سره چې خوراک، څښاک، تیل، درمل یې د اسرائیلي اشغال لخوا کنټرولیدل، د فقر او بیوزلۍ سره یې نړۍ ته د صبر او استقامت نه منونکی درس وړاندې کړ....
نور ولوله

برای اولین بار نرخ خود را ارزان می کنند

ائتلاف بین المللی صلیبی آتش بسی را به مدت چهار روز درغزهء فلسطین پذیرفت تا فرصتی برای تبادل تعدادی از اسیران فلسطینی واسرائیلی میسر گردد.گرچند قرار بود این آتش بس امروز عملی می شد اما گذارش شده است که به فردا موکول شده است. صلب محتوای این متارکهء مؤقت اگر عملی شود این است که ارتش اسرائیل تمامی عملیات نظامی خودرا به مدت چهار روز توقف می دهد و مدافعین فلسطین نیز از تبادل آتش توقف می کنند و در این میان دو صدموتر حامل مواد غذائی ومواد طبی وارد غزه میشود و فلسطینیان پنجاه گروگان اسرائیلی را که عبارت از زنان وکودکان هستند رها می کنند واسرائیل نیز در مقابل این پنجاه نفر، سیصد تن فلسطینی را که نیز زنان وکودکان هستند و در زندان های اسرائیل بسر می برند رها میکند. د...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک