په نړۍ کي يو څو مسلماني با حجابه ښځي او کامياب کردارونه!
لمړي: حليمه يعقوب د نړي د اووم پياوړي اقتصاد او پرمختللې هيواد سينګاپور ريس جمهوره
سره لدي چې مسلمانان هلته اقليت کي دي ليکن پرمختللي سينګاپور په 2017 کال کي باحجابه حليمه يعقوب د خپلي مشري لپاره انتخاب کړه او سينګاپور ورځ تر بلې نور هم د ترقۍ په لور روان دي ، حليمه يعقوب اوسمهال سينګاپور خلکو ته د ملي مشري حيث لري
دوهم: نوره المطروشي د متحده اماراتو اوسيدونکي ده.
هغه د متحده اماراتو د خلايي اداري مشره او بڼسټ ايښودونکي ده. هغي لوړي زده کړي هم پدي برخه کي کړي او څه وخت وړاندې يي وويل: څو میاشتې وروسته به موږ د نړۍ څلورم او د عربي نړۍ لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ پر سطحه به قدم ږدو. موږ به څو مياشتې وروسته هغه کارنامه ترسره کړو چې ډېرو ناممکنه بلله. په ټول غرور دا زېری او مبارکي درکوم..
دريمه: نجاح بازي ده ، هغه يوه نړيواله بشر دوسته فعاله ده او پدي برخه کي په ټوله نري کي د فقر پر ضد ، ماشومانو او ښځو حقوقو په اړه مبارزه کوي ، هغه د زمان انټرنشنل په نامه نړيواله موسسه لري چي د نړي لسګونو هيوادونو کي خدمات وړاندی کوي..
څلورمه: دکتوره فتيحه الحنفيه ، په اسلامي علومو کي دکتورا لري د الازهر پوهنتون پروفيسره او اسلامي فقه لويه فقيه ده..
او ما او تا پري د زدکړو دروازي تړلي
