No-IMG

د عربو او اسلامي هیوادونو د مرګوني چوپتیا، بلکه د ځینو له شا خنجر وهلو سره سره !

( وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ)

(اتيا) ورځې وروسته :

- دنړیوال استکبار دبې حساب او بې کتاب ملاتړ،  بلکه په جګړه کې د عملي ښکیلتیا سره سره.

- د عربو او اسلامي هیوادونو د مرګوني چوپتیا، بلکه د ځینو له شا خنجر وهلو سره سره .

- د جګړې د ګرم سنګر په وړاندې د ډیرو د احساس او عاطفې د مړاوې کیدلو،   بلکه د مسلمان په ژبه او جامه کې مرجفینو او منافقینو د ارجاف او پټې کرغیړنې کرکې د ښکاره کیدلو سره سره .

- د شلو زرو نه زیاتو شه یدانو ورکولو ، بلکه په پوره صبر او استقامت یی د زغمولو سره سره .

- د زرګونه ودانیو د هواریدلو، بلکه دډیرو د نړیدلو او کمو د پاته کیدلو سره سره .

- د لکونو ماشومانو په لوږه او تنده اوده کیدلو، بلکه ش هیدا ن کیدلو سره سره.

- او .... او ... سره سره

بیا هم نن د استکبار نازولي په خپله خوله وایي چه :

د جګړې د پیل راهیسي تیر ( ۲۴) ساعتونه تر ټولو سخت ، او توره ورځ وه ، اوزمونږ (۱۵) نظامیان وژل شوي دي!

چا ددې اټکل، بلکه مجرد تصور کاوه؟؟؟!!!

هیچا هم نه ، مګر یواځې هغه چا چه پدې حقیقت نه لړزیدونکې ایمان لري چه :

( وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک