مطالب مهم
د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی
مستیار
دوهم قسط
د قرآن پلوشې په پښتو ژبه لمړۍ ترجمه او تفسیر دئ،تر دې وړاندي نوري ترجمې او تفاسیر له نورو ژبو ژباړلي علمي کارونه دي چي هر څوک ئې په ماهیت پوهیږي او دا ورته معلومه ده چي په علمي میدان کي ددې دواړو تر منځ څومره توپیر سته،د اُمت ځوان قشر چي تاسي پرې د کفر او او ارتداد مُهرونه لګوئ حکمتیار همدا د قرآن پلوشې په لاس کي ور کړې،ستاسو لپاره باید دا هم ووایم:د قرآن پلوشې یو علمي او تحقیقاتي کار دئ چي تاسو ئې پخپل ټول تحریک کي هیڅ بېلګه او مثال نشئ وړاندي کولای،داخو پرېږده چي په پښتو به د قرآن ترجمه او تفسیر وړاندي کوئ بلکي ډیری ستاسو داسي دي چي په پښتو یوه ساده مقاله هم نشي لیکلای، زه د امارت ټول شیخان را ننګوم چي د قرآن پلوشو په څېر ترجمه او تف...
نور ولوله
د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی
مستیار
لمړی قسط
عجیبه ده چي طالبان تر حزب اسلامي ځان پدې منطق او دلیل غوره بولي او حکومت د ځان حقیقي او موروثي حق ګڼي چي دوی د جهاد او قتال په نتیجه کي پر کابل مسلط شوي او د چارو واګي ئې په زور او تغلب لاسته راوړي،په ډېر وقاحت او سپین سترګي سره په واز کومي وايي: حزب اسلامي تسلیم شوی حزب دئ،حکمتیار د هیواد په داخل کي په داسي حال کي را څرګند شو چي ټول افغانستان د امریکایانو تر سلطې او ولکې لاندي وو؛ دا پداسي حال کي چي حقیقت سل په سلو کي د دې خلاف واقع دئ،د طالبانو صلحه له ناټو او امریکا سره په څه ډول وه،ددې صلحي حقیقت او شرعي حیثیت څنګه دئ،کوم بندونه ئې ښکاره او د اولس په وړاندي اوکوم ئې مرموز دي،ولي دا توافقنامه له هیواد بهر لاسلیک شوه پداسي حال ...
نور ولوله
فلسطين او د تاريخ د مسخې روايتونه!
تاريخونه همداسې مسخه ليکل کېږي، يو وخت به دا هم ليکل کېږي چې فلسطينيانو د اکتوبر په اومه ترهګريز بريد وکړ ټول په کې 1200 اشغالګران ووژل شول، خو کله چې اشغالګرانو د فلسطين پر مالک ملت بريدونه وکړل نو د 35 زره ښځو، کوچنيانو او زړو انسانانو شهادت په کې د جواز او نه جواز په روايت کې نوسانونه کول.
د تاريخ همدا مقدمه زمونږ د سترګو په وړاندې همدا اوس دغسې سرچپه تشرېح کېږي، رسنۍ، امنيت شورا او لوى ځواکونه همدا جعلي روايت تشهيروي چې ګنې د غ-زې روانه غميزه د اک-توبر له اومې پيل شوې، دا عنادي مغزونه د فلسطين د شخړې دا د پېړۍ قضيه غوټه تېروي او په ډکه ګېډه ارګمي باسي، دوى د تاريخ هغه تاړاکي چپټرونه، د وژنو او ټولوژنو هغه خوني مرحلې او د زمکو د غصب او ملي جبري کډواليو ټول ثبوتونه ژوي او حقيقتونه په ژو...
نور ولوله
نو اوس چه هم څوک د عصري علومو په ارزښت نه پوهيږي بايد ډاکټر ته بوتلل شي
عصري علوم.
په دې وخت کې د ايران داسی بچه ترسانک بريد د اسر اييلو، په تيره بيا د نت ن ياهو، په ګټه دې.
په هر حال ، زما سره انديښنه دا پيدا شوه چه که خدای مه کړه پر مونږ څوک همداسې برید وکړي نو څه به کوو؟
آيا مونږ د بالمثل عمل او يا ددفاع جوګه يو؟
قطعا نه.
نو اوس چه هم څوک د عصري علومو په ارزښت نه پوهيږي بايد ډاکټر ته بوتلل شي.
دا د حکومت مسئولیت دې
درنو لوستونکو لاندې ټکو ته مو پام را اړول غواړم:
لمړي :
مونږ وار وار د فقهاوو دا خبره یاده کړې ده چه وایی دنیوي( عصري) علوم فرض کفایي دي، حتی دسترې محکم...
نور ولوله
ای د کائناتو خالقه!؛ دغه توره شپه ډیر ژر په روڼ سهار بدله کړې
همدا اوس می خبر واوریده چه :
د نړیوال استکبار سر لاري ( ا م ریکا) اعلان وکړ، چه دا ځل به خپل نازولي ته د یوملیاردو نه زیاتو ډالرو په ارزښت وسله ورکړي، او مرستې به هم چه پخوا ( ۱۴) ملیارده وې اوس ( ۲۶) ملیاردو ته پورته کړي، چه دا به د اس رائیلو په تاریخ کې تر ټوله ډیره وسله او مرسته وی چه په یو ځل به پرې نازول کیږي.
دې خبر په سوچونو او اندیښنو کې ډوب کړم، او د ځان سره مې وویل چه: په دتاریخ په اوږدو کې په امت له دې سختې ورځې، او ډیرې تورې شپې راغلي دي، د تاتاریانو او مغولو بریدونو او بیا د صلیبیانو بریدونو د امت د مړ کیدلو ویره راپیدا کړې وه، لکن په ډیر کم وخت کې به امت بیرته په هوش راتلو ، ساه به یی اخیستله ، په پښو به دریده، او ددښمن ځواکونه به یی تا...
نور ولوله
د كمكي اختر په مناسبت د حزب اسلامي افغانستان امیر ورور حکمتیار پيغام
بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم
د كمكي اختر په مناسبت پيغام
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلا نَعْبُدَ إِلا اللَّهَ وَلا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ64 آل عمران صدق الله العظيم
وروڼو خوېندو!
گرانو وطنوالو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
د كمكي اختر په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت روژې...
نور ولوله
غزه ترازوی وجدان
ارتشی که شالودهء فکر مدرن غرب محسوب میشود و از پشتیبانی عام وتام اطاق های سیاست واقتصاد وفلسفهء غرب برخوردار است در آخرین حملهء خود بر شفاخانهء بزرگ الشفاء که یکی از قدیمی ترین و تاریخی ترین بیمارستان های غزه محسوب میشود اعمال خود را برای انظار جهانیان رسما به نمایش گذاشت.
لوازم طبی را آتش زدند،اجهزهء تنفس را از کودکان برداشتند،حدود پنجصد پیواز را اسیر گرفتند،عملیات اعدام عمومی را راه انداختند،تا هنوز سیصد جسد تیرباران شده در شفاخانه وحول حوش آن کشف شده است،عدهء زیادی این اجساد تیرباران شده زنان وکودکان وکهن سالان اند.
تعدادی هم برای تفقد کودکان خود که دو هفته بر تخت های بیمارستان غنوده بودند رفتند کودکان خود را خراب شده وپوسیده یافتند....
نور ولوله
د ادب او بي ادبي په اړه قضاوت لپاره يوازې همدا څو دقيقې خبرې کفايت کوي
عبد الله شفق
له همدي لهجي ئې معلوميږي چي څومره درناوي او احترام نورو ته لري
د ادب او بي ادبي په اړه قضاوت لپاره يوازې همدا څو دقيقې خبرې کفايت کوي.
دا زموږ بدبختي ده چي يو شمېر واړه خلک په غټو څوکيو ناست دي او افغانانو ته د خپل ولس پر ځای د کوم فتح شوي ملت په حيث ګوري.
د اصل موضوع وضاحت نشته ځکه چي وجود نه لري؛ ښکاره او عمدا د عقدې پر اساس د تېر دولت لخوا د يو هوکړه ليک وروسته ورکړل شوي قانوني ځمکه متنازع ځمکه وګرځول شوه او يو سپين ږيری مشر ترې بيدخله شو.
د هفتي يا دوو مهلت او د ژمي څخه پسرلي ته صبر کول هيڅ معنا ...
نور ولوله
د غير شرعي او غلطو ادعاء گانو تصحيح
عبد الله مجاهد
پرون د ااا عدليې وزير د يوه جومات له منبر داسي څه وويل چي هم د حقيقت خلاف دي هم د قانون او شريعت خلاف؛ د ده له وينا معلومېږي چي اصلي درد او ستونزه ئې له (حزب) سره ده نه هغه 6 جريبه تشه زمكه چي په دفاع وزارت پوري مربوطه وه او د مخكيني حكومت د جمهور رئيس او دفاع وزير په لاسليك حزب اسلامي ته سپارل شوې؛ دې ته د غصب نوم وركول د داسي چا كار كېدى شي چي نه له شريعت خبر وي، نه له قانون او نه له عرف؛ كه دا غصب گڼل كېږي نو د ټولو مخكينيو حكومتونو له لوري دې ته ورته تصرفات بايد غصب وگڼل شي؛ ټول افغانستان خو پرېږدئ په كابل او حتى د ارگ شاوخوا كي په زرگونو جربه زمكه په فرمانونو سره وېشل شوې؛ وزير اكبر خان مېنه، شيرپور او په كابل كي لسگونه ستر ستر ښارگوټي ئې بېلگي دي؛ د حزب اس...
نور ولوله
روس، آمريکا خلاف جګړه او د حزب اسلامي محروميتونه !!
قاضی محمد نذير حکيم
په نړۍ کي دوه قسمه خلک ژوند کوي، هغه خلک دي چي خپل وجدان، ضمير يې د وخت، حالاتو پوري تړلي او په آساني سره د خپل وجدان خرڅولو ته هر وخت تيار آماده ناست وى، دا قسم خلک د قدرت، شهرت او نورو دنياوي خواهشاتو په خاطر له دوشمن سره هر قسمه سازش، د مسلمان ورور په سر معاملي روا بولي او پدى لار کى ناروا کارونه، ظلم او وژني تر سره کوي.
بل قسم يې هغه خلک دى چي د ژوندانه آهداف يې معلوم دي، په الله تعالى توکل بروسه لري، دوشمن سره هر قسمه سازش او معاملي ناروا بولي، د کفر، ظلم، جبر او بي عدالتي په خلاف تل مبارزه کوي، د مبارزى هدف يې د الله تعالى په زمکه د الله تعالى قانون او آحکام قايمول مقصد وي، دغه قسم خلکو ته که د صف په اول يا آخر سر کى د ودريدلو وويل شي، باک يې...
نور ولوله
دعاء - اې ربه! تا ویلي او ستا خبره رښتیا ده
الشيخ يوسف القرضاوي رحمه الله
ژباړه: محمد هاشم شاهين
- اې ربه! تا ویلي او ستا خبره رښتیا ده: {ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ. غافر: ۶۰} اې ربه! لکه څنگه چي دي أمر کړي یو موږ هم تا ته دعا کوو. نو زموږ دعاء همغسي قبوله کړه لکه تا چې له زموږ سره ژمنه کړې ده.
- زه تا ته دعاء کوم؛ لکه څنگه چي زموږ پلار آدم او د هغه مېرمني تا ته دعاء کړېوه: {رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ. أعراف: ۲۳}
- زه تا ته په هغه تورو دعاء کوم چي ستا بنده او نبي نوح دعاء درته کړېوه: {...
نور ولوله
دا د پب جي ګيم کومه مصنوعي صحنه نده - بلکي د فلسطين مظلومو خلکو ته د خوراک غورزوني صحنه ده!
په 57 اسلامي هيوادونو ، نيمه اسلامي ، شاهي او د نړي اکثرو سيکولر هيوادونو کي دومره همت نشته چې غزي ته د زمکې او سمندر د لاري خوراک او څښاک وليږي..
دا ناچیزه خوراک هم د اسراييلي استخباراتو او روزل شوي سپو معاينې وروسته د اجازي په صورت کي غوځول کيږي..
که دغه ډول بي همتي روانه وي نو هغه مظلوم فلسطنيان چې د مرميو او بمونو له امله تر اوسه مړه نشول د لوږې له امله به ژوند د لاسه ورکړي..
څه فکر کوي چې پرته له همته زمونږ وچي دعاګانې او ژړا ګاني به د معصومو فلسطنيانو لوږه ختمه کړي ؟ هغوي ماشومان به ماړه کړي ؟ آيا هغه بمونه او ميزايل چې په هغوي غورځول کيږي هغه به په هوا کي معلق او معطل کړي؟
دا ژړاګاني او دعاګانې خو د حرمينو په شمول په ټوله اسلامي نړي کي له تير اتيا کلونو راهسې له هر لمانځه ...
نور ولوله
آیا امریکا د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات موږ ته را پرېږدي؟!
هر څه ساده کیسه بلل او یا د امریکایانو موقت سکوت ته د گرین سگنال په سترگه کتل ناپوهي او له معاصرو تاریخي واقعیتونو بېـخبري بللی سو؛ موږ ولیدل چي څنگه اسرائيل په یوه ورځ د مقتدر مصر ټولي جنگي الوتکي وویشتې په داسي حال کي چي د مصر پوځي صيب منصبانو څښاک کاوه او شپه ئې د ام کلثوم سندرو او د رقاصو د گېډو نڅا ته تېره کړېوه او کله چي اسرائيلي جيټانو د مصر هوايي اډې ويجاړولې نو د دفاع وزير عبدالحکيم عامر خمار په همدغه کړنگهار کي ماتېده؛ هغه بيا څانوژنه وکړه.
امریکایان تل د نورو هیوادونو هوایي حریم نقض کړی دئ؛ همدا اوس ئې زموږ فضاء اشغال ساتلې او پر دې خبره مســؤلینو بار بار اعتراف کړیدئ؛ دوی د ډرون او نورو انسي جاسوسانو په واسطه تل دقیق کوردینات ترلاسه کړي او بیا ئې د نړۍ په لسگونو هیوادونو کي بر...
نور ولوله
ته له لوږې مړه شوې او مونږ ټولو بیګاه په ارامه ډوډۍ خوړلې، ته مو هېره وې
اکرام الله واحدي
ته له لوږې مړه شوې او مونږ ټولو بیګاه په ارامه ډوډۍ خوړلې، ته مو هېره وې اخخخخخخ
لویه خدایه، زه مې پر خپلې بې وسۍ اعتراف کوم، ستا له قهر او غضب نه ډېر وېرېږم، ماته بخښنه وکړه. زه دعاء کوم بل هېڅ نشم کولی
د دوه ملیارده بې غیرت امت په صف کې چې ته کله مونږ را پورته کړې او د دې مظلومانو پوښتنه وکړې، ربه مونږ ټول به ستا په عظیم دربار کې خجالت او مخ تورن یو او خپلو وږو، تږو، در په دره ورونو او خویندو ته به هیڅ ځواب نلرو.
یا رب، ته قادر مطلق یې، دا امت دې امتحان کې ناکام شو، ته د خپل قدرت نخښې دې ظالمې نړۍ ته را ښکاره کړه، ځکه چې ستا یو نوم المنتقم، بل الجَباَّر او بل القَهَّار دی
نوټ: دې مورکۍ په شمالي غز...
نور ولوله
نړيوال به یو ځل بیا د جبل السراج، پېښور او د بُن کنفرانس په څېر یو داسې بدمرغه تړون او جهت رامینځ ته کړي
دا يو ثابت واقعيت دی چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان په اړه په بهر کې ترتیب شوې نړیوالې غونډې، ایتلافونه او تړونونه د هېواد په ګټه نه وو، بلکې دا ډول کړنې تل د بدبختیو او داخلي جګړو لامل شوي دي. دا به ښه وي چې افغانان له خپلو تېروتنو څخه زده کړه وکړي او خپلې کورنۍ ستونزې د کور دننه د مشورې په اصل حل او فصل کړي.
تاریخ په خپله نه تکراريږي، خو له بده مرغه دا ځينې کسان او مغروره اشخاص د هېواد او ملت حریف او رقیب ته په لوی لاس د تاریخ تکرارولو وسایل او فرصتونه برابروي.
تاسو په یاد ولرئ نړيوال به د تیر په څېر یو ځل بیا د جبل السراج، پېښور، د بُن کنفرانس او د دوحې تړونونو په څېر یو داسې بدمرغه تړون او جهت رامینځ ته کړي چې ګواکې احمد مسعود خېلو، کرزي خېلو...
نور ولوله
