ښځه د انسانيت د دوو برخو او يا د دوو اړخونو يو مهم اړخ دی
د ښځې د حيثيت په اړه مې د الجزائري اديب او ليکوال مالك بن نبي رحمه الله وينا لوستې وه، ليکلي يې و چې ښځه نه کمه ده، نه زياته او نه هم د سړي برابره، بلکې خبره تر دې پورته ده، ښځه د انسانيت د دوو برخو او يا د دوو اړخونو يو مهم اړخ دی.
هغه شايد د خپلې ټولنې خبره کړې وي، خو دلته په افغانستان کې د غزني پېښې يو وار بيا دا ثابته کړه چې ښځه دلته د ډېرو نارينهو لپاره له بده مرغه لا هم يا د جنسي غريزې د استحصال آله ده او يا هم په ټولنه کې د عار، شرم او پېغور عنوان.
محمد هاشم شاهین
زموږ په ټولنه کي ښځه مینځه ده؛ مطلق مینځه؛ نه میراث سته، نه علم؛ نه خوښه سته نه حیثیت؛ زه خو بل تعریف نه ورته لرم؛ څوک ئې په زور او پیسو له کوره باسي؛ بل ئې په زور رانیسي؛ څوک ئې په بدو کي ورکوي او څوک خپل ناصالح او معتاد سړی په اصلاح کول غواړي... ځيني ئې له زدکړو منع کوي او وایي دا د غیرت و حیاء خلاف کار دئ؛ هلته بیا نه غیرت لري نه حیاء چي په لویه شنه خېټه د وړو نجونو په رانیولو پسې گرځي... دې ته خو نکاح ځکه نه وایم چي نه د نجلۍ خوښه پکښې شامله وي او نه د هغې د رب؛ ځکه د هغه رضا د دې په خوښۍ کي وي...
د نجونو پر زېږېدلو به ولي نه خفه کېږو؟! چي لور زما وي اختیار د یوه سرټمبه او جاهلِ مطلق سره؛ په داسي حال کي چي ما نه له اسلامه بغاوت کړی وي او نه مي له افغاني شریف کلتور نه... د اووم نمبر فرمان او امرثاني/عُمرِثاني تر منځ چندان فرق نه وینم...
احساسات
