په يوه مدرسه کې زما د تدريس يوه لنډه تجربه
دا د هغه وخت کیسه ده، کله چې زه له نن تقريباً ۱۵ کاله وړاندې په یوه مدرسه کې د ناظرې د صنف د ښوونکي په توګه وټاکل شوم، لامې لوړې زدهکړې نه وې کړې، کشر او بې تجربې وم، خو الحمدلله فکرا متشدد او توند خويه نه وم. هلته له ما وړاندې زما یو شمېر نېږدې دوستانو هم د ښوونې دنده تر سره کوله، زه هلته د هغوی په تشويق ورغلی وم. هغوی زما لپاره یو ځانګړی ټولګی جوړ کړ، خو دا ټولګی زما لپاڅ له لومړۍ ورځې د یو ازمېښتځای و، نه د ارام ځای.
دا ټولګی له هغو ماشومانو څخه جوړ و چې نورو استادانو له خپلو ټولګیو بېل کړي وو، په اصطلاح ځان يې ترې خلاص کړی و. ???? دا هغه ماشومان وو چې نه یوازې د زدهکړې له پلوه کمزوري وو، بلکې په شرارتونو او ورانيو کې هم ماهر او د نظم فوق العاده اخلالوونکي وو. په حقیقت کې دا یو داسې ټولګی و چې د کوچنيو بدماشانو د یوې ټولۍ اطلاق پرې کېدی شو.
کله مې چې د دې ټولګي اداره په لاس کې واخیسته، نو لومړی ماشوم چې پام مې ورته شو، یو هلک و چې نوم یې په ادلب ګومان نوید و، تر اوسه یې څېره راته روښانه ده. یوه ورځ د نوید پلار راغی، درس يې نه و ويلی او په خواشینۍ سره یې راته وویل:
دا زوی مې ډېر شریر دی، درس نه وایي. زه غريب سړی يم، کور کې نه اوسم، غريبي مزدوري کوم، ته چې يې څومره وهلای شې، ويې وهه! خو یواځې دا غواړم چې دا زدهکړه وکړي او په سبق راشي، زه نه غواړم چې زما زوی دې زما په څېر بې سواده لوی شي.
زه چې له پيله د تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او د ډار له لارې د روزنې سخت مخالف وم، د دې ماشومانو لپاره مې یو نوی، مؤثر او عملي پلان جوړ کړ.
ما ټول ماشومان په څلور څلور کسيزه ډلو وویشل. په هره ډله کې مې یو هوښیار او تکړه زدهکوونکی، یو ډېر کمزوری او تنبل زدهکوونکی او دوه نور منځني استعداد لرونکي ماشومان شامل کړل. بیا مې دا ډلې د انعامونو او سیالیو له لارې یو له بله سره په سالم رقابت کې واچولې.
له لږې مودې وروسته مې ولیدل چې په ماشومانو کې ورځ تر بلې مثبت بدلون راتللو، هر سهار د صنف په پيل کې هرې ډلې به غوښتل چې لومړی درس ووايي او تر نورو زيات د تشویق او آفرينۍ کلمات ترلاسه کړي. ماشومان دومره زیات لیواله شوي وو چې حتی د څو دقیقو په موده کې به یې سبق یاداوه، بیا به یې تکراروه، او لا نور ښه کېدل.
په ډېر لږ وخت کې د ټولګي فضا بدله شوه. د نظم نشتوالی له منځه ولاړ، درس ته مینه پیدا شوه او زدهکوونکو کې یو ډول مثبت بدلون رامنځته شو.
البته، ځینې ماشومان لا هم شاته پاتې وو. ما پرېکړه وکړه چې دا ماشومان د دوی د کورنیو په همکارۍ سم او په درس کې روان شي. ما هغوی ته وویل چې د خپل پلار، ورور یا تره شمېره راوړئ. بیا مې د هغو ماشومانو د کورنۍ له غړو سره تماس ونیوه، او ورته مې وویل:
دا ماشومان یواځې درې یا څلور ساعته له مونږ سره وي، نور ټول وخت يې له تاسې سره تېرېږي. که تاسې په کور کې دوی سره ښه چلند ونه کړئ، هڅونه او مثبت چاپېریال ورته برابر نهکړئ، نو زموږ هڅې به بېګټې وي. ستاسې مرسته او همکاري اړینه ده!
دوی زما دا خبرې په خوښۍ سره ومنلې، مننه یې وکړه او يوه ورځ د نويد پلار مې ټولګي ته راغی باور وکړئ چې د ډېرې خوښۍ نه يې په سترګو کې اوبه ډنډ شوې او ډېره زياته مننه يې راڅخه وکړه.
له دې وروسته، هماغه ټولګي چې پخوا به یې بدنامي کوله، یو نمونه ټولګی شو. هغه ماشومان چې نالایقه او بېنظمه بلل کېدل، اوس د نورو ماشومانو په څېر په ښو ماشومانو کې يې شمېر کېده.
د دې ټولې تجربې لنډيز دا دی چې که یو ښوونکی د زدهکوونکو نفسي او رواني حالت ته پام وکړي، له هغوی سره د محبت، تدبیر او مهربانۍ چلند وکړي او یوه واضحه او معقوله تګلاره خپله کړي، نو ناممکن، ممکن ګرځي.
خو د خواشینۍ خبره دا ده چې زموږ په ټولنه، په ځانګړي ډول د حفظ او ناظرې په ټولګیو کې دا فکر خپور دی چې ګواکې ماشومان پرته له وهلو، ډارولو او فشار څخه نه اصلاح کېږي. دا نظر نه یوازې د اسلام له ښوونو سره ټکر لري، بلکې د عصري تعلیم او تربیې له علمي موندنو سره هم سر نه خوري.
تشدد د زدهکوونکو استعداد وژني او ذهناً یې معيوبوي خو مينه او شفقت په دوی کې د زدهکړې مينه پياوړې کوي.
په دې اړه خصوصاً د ښوونکو لپاره د استاذ په حيث د رسول الله عليه الصلاة والسلام شخصيت يوه نمونه ده چې انس رضي الله عنه يې په اړه فرمايي ما د رسول الله عليه الصلاة والسلام په کور کې له هغه سره د يو زدهکوونکي، خادم او يتيم په توګه لس کاله وخت تېر کړ، خو يوه ورځ مې ترې حتی تونده خبره هم وانهورېده.
#تدريس
#له_بلې_زاويې
