No-IMG

غزه له لوږې مري

نور ټول سیاسي مسائل، د اټوم په تړاؤ چنې او نوي نوي بریدونه چي ملعون قام ئې جوړوي او بیا ئې په پراخه توگه رسنیز کوي؛ د همدې موضوع د نظراندازه کولو او کم رنگه کولو په موخه وي.

دې قتـ.لِ عام پر نړئوال نظم جدي پوښتني را ولاړي کړې! د ملگرو ملتونو بې واکه اداره مجبوره سوه چي ووایي د دې ناورین لپاره نور د قتـ.لِ عام او ورته تورو کارول مناسب نه دي؛ ځکه دا توري په ځان کي هغه مفاهیم نسي احاطه کولی چي ملعون قام دې مظلوم ملت ته جوړ کړي.

نن هر درېیم شخص د دې نظم د ړنگولو گنگوسې اوري او یا د پراخو اصلاحاتو غوښتونکي دي؛ هر سړی پوهېږي چي د ملعون قام د مشرانو په تړاؤ د ICC د فرمان حیثیت څومره و؟ او یا د همدې مسخره ادارې نور فرمانونه وگورئ! وپلټئ چي هاگ محکمې څومره د درېیمي درجې هېوادونو هغه مشران چي غربي گټو ته مضر ول؛ محکوم کړي دي.

د مظلوم قام په تړاؤ هیڅ سکوت مه کوئ!
په انگرېزي او نورو نړئوالو ژبو لیکل سویو او نشر سویو تبصرو او راپورونو ته زورور انعکاس ورکوئ! هغه نشروئ او هڅه کوئ چي دا ږغ هیڅ ډول خپ نسي. نن د امت زمري له مسلمانو سیاسیونو، واکمنانو او په ځانگړې توگه علماءو نه گیله وکړه او هغوی ئې د الله تعالی له نیولو څخه ووېرول؛ د دوی سکوت به یقیناً دا مجرمین د الله په حضور کي شرمنده کړي خو هڅه وکړئ چي د دغو گونگو شیطانانو په حساب کي را نسئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک