No-IMG

حکمتيار: د حقپال او زړه ور شاعر مرحوم مطيع الله تراب كورنۍ او مينه والو ته تسليت

 

د مرحوم تراب په وفات سره افغان ولس له يوه ستر او اغېزمن شخصيت محروم شو، هغه چي حقپال، زړه ور او محبوب ولسي شاعر، د مجاهدينو د احساساتو ممثل، د دوى د جهادونو او قربانيو ستايونكى، د مفسدو او وطنپلورو تش په نامه واكمنو د كړنو او دريځونو په سختو الفاظو غندونكى، د اشغالگرانو او د پرديپالو د سترگو اغزى، د ملي يووالي حامي، په واقعي معنى اسلامي نظام غوښتونكى، د رياء كارو او منافقينو مخالف، د فكري مبارزې په سنگر كي پروت نه ستړى كيدونكى، نه تسليمېونكى او نه وېرېدونكى مجاهد وو؛ الله تعالى دې ټول نېك آرمانونه په دنيا او آخرت كي تر سره كړي؛ باور مي دا دئ چي د ده مقام به د الله تعالى په وړاندي داسي لوړ وي لكه د فرعون په دربار كي د هغه مؤمن شخصيت مقام چي خپل ايمان ئې پټ ساتلو؛ خو كله چي فرعون خپلو درباريانو ته وويل: ما پرېږدئ چي موسى ووژنم؛ او هغه دي خپل رب (مرستي ته) وروبلي، زه ويرېږم چي ستاسو دين به بدل كړي او يا به په زمكي كي فساد خور كړي! نو دى پاڅېد او په بشپړ همت او شهامت او په ډېرو مضبوطو دلائلو ئې له موسى عليه السلام دفاع وكړه؛ د دفاع په پيل كي ئې وويل: آيا يو سړى له دې كبله وژنئ چي وايي: زما رب الله دئ؛ په داسي حال كي چي يقيناً ستاسو د رب له لوري ئې څرگندي نښي درته راوړې؟! د قرآن نژدې دوه صفحې د ده ويناوو ته مختص شوې؛ په پاى كي وايي: نو حتماً به هغه څه درياد كړئ چي زه ئې نن درته وايم؛ او خپل كار الله ته حواله كوم، يقيناً چي الله د خپلو بندگانو ښه ليدونكى دئ. او ورپسې قرآن فرمايي: نو الله له هغو بدو مكرونو وساتو چي دوى وكړل او بد عذاب په خپله د فرعونيانو په برخه شو،
هيله او دعاء مي دا ده چي الله تعالى د مرحوم تراب په شمول ټول هغه حقپال مبارزين او اسلام ته ژمن داعيان همداسي ونازوي او د دښمنانو له مكر او شر ئې وژغوري. د ده ټولي كورنۍ، دوستانو، مينه والو او ټول افغان ولس ته تسليت او تعزيت وړاندي كوم؛ الله تعالى دي د ده تش ځاى په همداسي زړه ورو او حقپالو مبارزينو ډك وساتي. آمين
حکمتیار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک