No-IMG

هېره شوې غزه!

د ایران - اسرائیل دوولس ورځنۍ جگړه ودرول سوه؛ د جگړي کیفیت مجهول وو؛ لاسته راوني او دعوې متفاوتي دي؛ د سولي نوعیت ئې هم له نورو جنگونو نه مختلف وو؛ د کاغذ پر ځای په ټلیفوني وعدو اوربند ترسره سو؛ داسي ښکاري چي اسرائیل په خپل مأموریت (د ایران اټومي سلاوو له منځه وړلو) کي ناکام سو؛ ایران هم ځکه ډېره واویلا نه کوي چي غوره گڼي نړۍ همدا فکر وکړي چي ایران نسي اټومي کېدلی؛ په هر صورت ایران له اټوم څخه په هیڅ صورت نه لاس پر سر کېږي؛ اسرائیل له جگړي او تلفاتو څخه ځان ایستل غوښتل؛ دا چي ټرمپ (پلار) ئې تر شا ولاړ و نو ځکه ئې لکه ماشوم ږغ لوړ وو؛ خو سولي ته ئې تر بل هر طرف ډېره تلوسه وه.

په دې سناریو کي ځورونکې خبره دا ده چي غزه لا هم په سرو لمبـو کي قرار لري؛ هارورډ په خپل یوه څېړنیز راپور کي وویل چي ۳۷۷۰۰۰-درې لکه اوه اویا زره انسانان د غزې په جگړه کي ورک دي. ښکاره خبره ده چي دا انسانان تر کانکرېڼو لاندي له منځه ولاړل؛ خو د سولي داعیان (غرب) او عرب واکمنان سپوڼ نه وهي. هغه ښاغلي چي ایران د غزې په قاطع ملاتړ متهم کوي هغوی دي پوه سي چي ایران ته ځان او خپلي گټي مقدمي دي؛ په دې جگړه کي هم ایراني او هم اسرائیلي رژیم د سقوط له گواښ سره مخ وو؛ ځکه هم دواړه هېوادونه سولي ته پر تتۍ ورغلل؛ اما هیچا د غزې یادونه ونکړه؛ نه د شهباز شریف د سولي پیامبر او نه اسرائیلي قصاب؛ نه ایران او نه بل کوم چا!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک