مطالب مهم
مونږ باید د خپل هېواد راتلونکی لپاره په پیاوړي بهرني سیاست کار وکړو
سیاست د شطرنج د لوبې په شان ستراتیژۍ او پلان ته اړتیا لري. هغوی چې دا لوبه بې پلانه او بې ستراتیژۍ کوي، ممکن څه وخت وچلېږي خو آخر یې بایله ده.
د ویسفالیا له سولې وروسته د نړۍ سیاسي جوړښت په داسې شکل شوی چې لوی ځواکونه د نړۍ د حکومت واګې په لاس کې لري، واړه هیوادونه هسې د اوبو واړه ماهیان دي چې د لویو هیوادونو د خیټې لاندې ځان ساتي، به دوی چې د لویو ستراتیژیو نقشه راشي، هر وخت پکې د هر څه امکان شته. سړه جګړه د دې خبرې یو لوی مثال دی. هلته چې ډېر بچاره هیوادونه د روس او امریکا د جګړې برخه نه ول خو په زور د دې جګړې برخه وګرځول شول او ډېر هیوادونه په کې لوټه لوټه هم شول.
دا ټول کارونه د سیاست د یو اصل په بنیاد کېږي او هغه دا دی چې “لوی هیوادونه تل ...
نور ولوله
د امريکايانو پاتې کيدل او راتلونکی سیاسي، نظامي او اقتصادي پروژې
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، راتلونکې د می په مياشت کې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتل ګران کار دي، خو په دې اعتراف او ټینګار کوي چې ګواکې د امریکا ولسونه يې نه غواړي تر ډېره دغه هېواد کې پاتې شي او دا اوږد مهاله جګړه د هیچا په ګټه نه ده.
ولسمشر بايډن د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه داسې دلایل وړاندی کړي "د تکتيکي دلايلو له مخې د می لومړنۍ نېټې ضرب الاجل عملي کول به ګران وي"
خو نوموړي زياته کړه چې له خپلو ملګرو او متحدينو هیوادونو سره مشورې کوو چې څرنګه دغه جګړه ختمه کړو.
خو له بلې خوا د جرمني پارلمان په افغانستان کې سم دلاسه خپل پوځي ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ.
په ...
نور ولوله
د قام او ملت له درده بېخبر ځوانان
ځیني ځوانان وینم چې د قام په هیڅ درد او ویر کې ځان سهیم نه بولي.
وایي موږ په داسې متازغو مسایلو بحث نه کوو او دا مو ملي توب ګواښي. لکه د خوست صبريو نني قتل عام پڅېر ورځو کې دوی بیغمه د ښکلو منظرو، عشقي لنډیو او بادنجان رومي پر فوایدو غږېږي. ته به وایې دوی افغانان نه چېرته لرې د سویس یا ډنمارک اوسېدونکي دي.
خو سبا ورځ که پدې ملت رڼایي راځي او خبره د امتیاز شي نو بیا به د همدې قام رسېدلي سهم کې تر ټولو لوی سهمدار خپل ځان بولي او وایي به چې زه خو علمی کادر یم او ما په ځان همدې ورځ لپاره ډیره خواري کړې.
یاد ساتئ چې افغانستان کې د صلاحیت او مسؤلیت لپاره د علمي او تخنیکی وړتیاوو سربیره انساني، دیني او ملي حس درلودل باید اساسي شرط...
نور ولوله
د خوست صبريو کې تاريخي وحشت
بأي ذنبٍ قُتِلت؟
دا ستره تاریخي فاجعه او نه بښونکئ بشري جنایت د کاذبو بشرپالو مدعیانو او مزدورې رسنۍ له لوري داسې ورک شو، چې ته به وائي خیر او خیریت دئ، که دا کار د کوم اسلامپال تنظیم له لوري ترسره شوئ وای.
اوس به نه یواځې دا چې د مزدورې رسنۍ د خبرونو سر ټکي ؤ بلکې نړیوالو به هم د ستر بشري جنایت په سترګه ورته کتل، چیرته دي هغه پښتونپال صاحبان چې هره ورځ ئې د نظام په دفاع کې خوله شکولې وي.
او ټول اسلامپال شخصیتونه ښکنځي؟، چیرته دي هغه بشرپالان چې ټوله ورځ له شرابي خولو د بشر دوستۍ شعارونه ورکوي؟
...
نور ولوله
څه سپین سترګی عجیبه شانته مخلوق دی
سرچپه زمانه او سرچپه ماناوې؛ ملت نه منم ، خو ملي قهرمان غواړم، کلی نه شته ، خو ملکي غواړم، افغانستان نه منم ، خو جمهوري ریاست یې غواړم، حکومت نه منم ، خو پنځوس سلنه د واک ونډه وال یې یم، سوله په رښتینې مانا نه منم ، خو د سولې د مارکېټ رییس یم، ملي بیرغ نه منم ، خو امتیاز یې اخلم، جهاد مې نه دی کړی ، خو د مجاهد په نوم یادېږم ، جمهوریت نه منم ، خو د جمهور رییس مرستیال یم، له شوروي سره مې اوربند کړی ، خو د شوروي د مخالف په نوم یادېږم، امریکایانو ته مې وویل غت غت بمونه واچوئ ، خو د امریکا مخالف هم یم، طالبان مې د نجات پرښتې وبللې ، خو چې زما مخالف شول ، نو بیا دای ایس ای زامن شول ، طالبانو تر کولابه ورسولو، خو موږ ځانونه د دوو یرغلونو د مخنیوي مبارزین ګڼو ، د کعبې شریفې له انګړه نیولې بیا ...
نور ولوله
تركیه میزبان گفتمان صلح افغانستان !
كشور تركیه عنقریب از جوانب درگیر جنگ (دولت و طالبان ) وسران احزاب و جریانهای سیاسی موثر و تأثیر گزار افغانستان از جمله اغای محترم حكمتیار رهبر حزب اسلامی، و رهبر یكی از شاخه های جمعیت اسلامی، و جنبش ملی دوستم، وحدت اسلامی خلیلی و محقق، و تیم كرزی و... در انقره میزبانی خواهد كرد.
وزارت خارجه تركیه و امریكا كنفرانس انقره را مكمل و سرعت بخشیدن به روند مذاكرات صلح بین الافغانی دوحه و مسكو عنوان میكنند، در بخش از طرح وزارت خارجه امریكا امده، نشست انقره به ابتكار و ریاست سازمان ملل متحد برگزار خواهد شد، در طرح تازه امریكا كه بر مبنای ان كنفرانس انقره بنا بر درخواست وزارت خارجه امریكا از دولت تركیه با حضور معنی دار سازمان ملل این كنفرانس را میزبانی كند.
قرار بود صلح بین گروهای افغانی تا پیش از ما...
نور ولوله
غېر متمرکز نظام که د تجزیې سیستماتیکه هڅه
د امریکا د وتلو له هنګامو سره شمال ټلوالې د فرانس او ځینو نورو هیوادونو پر مټ دلته د غېر متمرکز نظام ډوهلونه ودرنګول.
دا خلک په ډېر مهارت د خدماتو او نورو مسایلو په پلمه غواړي واک له واحدې مرکزي نقطې نه ولایتونو ته ولېږدوي او هلته بیا د خپل زر او زور پر مټ اقتدار حاصل او بیا د خپلو بهرنیو هیوادونو او چینلونو پر مټ موجوده ملک الطوایفي ته قانوني چوکاټ برابر او د تجزیې پلان ته عملي بڼه ورکړي.
په ډېر تاسف سره نن مې د ټلوالې دغه غږ د افغان ملت ګوند له یوه ځوان مشر نه هم واورېد او په ډېره مړه خوله یې د غېر متمرکز نظام پلوي لپاره د ځوان نسل ذهنیت چمتو کاوه. ما ورته ولیکل چې تاسې په تېرو شلو کالو کې په فکري لحاط شکست خورده او په سیاسی لحاظ بګېل شوي یاست نو په غېر ...
نور ولوله
د افغانستان ټول ملت ته د کمال خان بند مبارکي وایم
د افغانستان ملي شتمنيو، ارزښتونو او عام المنفعه پروژو لکه بندرونو، بندونو او ترانزیتي لارو ساتنه او ښه مدیریت د هیواد د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ تضمین کوي، څو د هیواد وګړي مو په صحیح توګه ترې مستفید شي دا ځکه چې ملي پروژې د ملت نماینده ګي کوي او د خلکو د پرمختګ او بهبودۍ په خاطر رامینځ ته کیږي.
بالاخره د الله تعالی په مرسته د افغانستان ملي پروژې د حامد کرزي په ولسمشرۍ کې د سلما او د کمال خان بندونو باندې عملي کارونه پیل شوو، له نیکه مرغه دواړه ملي پروژې اوس مهال د ولسمشر اشرف غني په دوره کې په بشپړ ډول تکمیل او مکمل شوي دي.
خو له بده مرغه په شلو کالونو کې چې څومره نړیوالو له افغانستان سره مرستې کړې هومره د هیواد په ملي پروژو باندې مصرف شوي نه دي، د ملت سر...
نور ولوله
د کمال خان بند تاریخې سیر!
نصیر احمد
د کمال خان بند د جوړیدلو مبارکی ټول افغان ملت ته وایم
په ځانگړی ډول هغه امنیتی سرتیری او افسران چه خپل ژوند یی د نوموړی بند په ساتلو کی قربان کړی
او هغه انجینرانو کارگرانو او اړوند کارمندانو ته مبارکی وایم چه ددی بند په جوړولو کی یی مرسته کړی ده
دکمال خان بند تاریخې سیر!
د کمال خان په نوم ددې بند نومولو دلیل.
کمال خان یو وطنپال افغان و چې شاوخوا700 کاله پخوا يې په نیمروز ولایت کې ژوند کاوه هغه د هلمند د سیند د اوبو اداره کولو هیله درلوده ترڅو د نیمروز پراخه خاورینه دښته شنه او زرغونه کړي.
ویل کی...
نور ولوله
د کمال خان تاریخي بند دې ټول افغان ملت ته مبارک وي!
داهم باید هیرنکړو چې کمال خان بند له مهموتاریخی مراحلوتیرشوی او ټول هغه کسان چې ددغه بند په تأسیس ،ابتکار،بنسټ ایښودنه او تکمیل کې یې ونډه اخستی باید له یاده ونه باسو.
کمال خان د ټول افغان ملت تاریخي افتخاردی او دا ډول په یوه کمال خان اکتفا کول او هغه د ټولو کارونو پای بلل به سمنه وي.
که چیري کمال په ۷۸ میلیونه ډالرو جوړشوی او تکمیل شوی وي نو دا ډول کولای شو هیواد نور مهم پنځوس عاجل بندونه چې ټول ټا ۸۰۰ میلیونه ډالرشاید پرې راشي بایدجوړکړو.
د کمال بند جوړولو زیات وخت ونیو نوربندونه باید دی یو یا ددو کلونوموده جوړشي.
د کمال خان بنسټګرشهید موسی (شفیق) دی او د کار پیلوونکی یې شهید محمد داوود خا...
نور ولوله
كنگره يا مسخره! از خاك تا افلاك راز هاي سير و سلوك !
دوکتور شيرشاه يوسفزی
استاد عطا محمد نور بخواند!
از خاك تا افلاك راز هاي سير و سلوك !
شاخص هاي رهبري جمعيت اسلامي چيست
جمعيت اسلامي افغانستان به مثابه هسته مركزي نهضت اسلامي ، در دفاع و پخش آرمانهاي عقيدوي در طول ٥٠ سال اخير نقش اساسي داشته و باوجود چالش هاي بسيار توانسته است سهم خود را منحيث يك نهضت فكري ادا كند.
مرامنامه، اساسنامه و حتي كارت هويت و عضويت جمعيت اسلامي افغانستان به اعضايش مي رساند كه اين حزب داري اهداف، ضوابط و طرز ديد خاص بر بنياد يك جهان بيني و ايديالوژي مشخص بوده و جهت تحكيم يك نظام اسلامي - مترقي كه جوابگوي سوالات و حلال مشكلات فرد و...
نور ولوله
د عليپور حمایت عدالت غوښتنه ده، د طالب حمایت ترهګري ده، یک بام دو هوا
پوره شل کاله چاپه، بمبار، توپ باران، د بمونو مور، قتل عام، د شتمنیو لوټ ... دا ټول په پښتنو وشول هېچا دا غږ پورته نکړ چې دا د یوه قام نسل وژنه ده، دا د یوه قام ځپل دی.
دا د یوه قام ذلیل کول دی قرنونه شا ته یې وړل دی.
خالي د اشغال مخالفت په جرم دا سزا ورکول کېده.
خو نن چې یو لوچک له بل قام د نظام ولسوالي ونیوله، الوتکه یې ورته را وغورځوله.
جرم معلوم دی مجرم معلوم دی خو هم یې سیاسون چېغې وهي چې د دې اوباش خلاف عملیات د هزاره توکم خلاف موقف دی، هم یې ټول قام.
تر ننه د ناټو او امریکایی اشغالګرو خلاف جنګېدونکی مجاهد ترهګر دی محکوم دی که کوم پښتون یې ننګه وکړه یا و...
نور ولوله
هغه د صفرونو قطعې صفر یک صفر دو صفر سه چیري دي؟
بل مخکې له دې چې علیپور ونیول شي هغه ته د د فاع وزارت د نوي سرپرست جنرال محمد یاسین(ضیاء) له خوا ګواښ وه شو چې داپخپله د علیپور د تیښتی یا پټیدولپاره زرین چانس برابروي.
بل طرف محقق، دانش،خلیلي په ګډه سره د علیپور پرخلاف چې څوتنه پیلوټان یې وژلي هرډول نظامي عملیات رد اوویې غندل .
بل طرف په افغان پارلمان کې د هزاره وروڼو نماینده ګانو کابل کې ددغه عملیاتو پرخلاف همدا نن خبرې کنفرانس درلوده او د عملیاتو پرځای یې د خبراترو خبر ورکړ، چې دا هم پخپله ددې غمازي کوي چې یو قانوني وکیل څنګه د یوه معلوم الحاله مجرم څخه د فاع کوي چې داپخپله یو جرم دی.
بل طرف ایا افغان رئیس جمهور اشرف غني به داجراءت وکړي چې همدا نن لومړی مرستیال (دانش) او...
نور ولوله
عليپور د معاون دوهم په وساطت خپله سرکشي کوي
علیپور، قیصاري او د همداسې نورو شورشګرانو او باغیانو تُمنه اوسني حکومت اچولې ځکه د باغیانو مخه د اساسي قانون په تطبیق او عملي کولو نیول کېږي کله چې حکومت پخپله د اساسي قانون په نقض رامنځ ته شوی وي هغه به څه قانون پلی کړي او څه به داسې خونخوارې مسئلې حل کړي؟
دوستم کال ۲۰۱۵ کې د ایشچي مامله وکړه، نن د ارګ له ټولو نږدې یار دی، نه قانون پلی شو او نه هم مجازات شو. قیصاري د دولت په مقابل کې ودرېد، څو میاشتې وروسته حکومت وسلې ورکولې او د یو دروند ملمه په شان یې کانټینینټل هوټل کې دېره کړی وو، علیپور د ۹۷ کال د قوس په ۴ ونیول شو، دوره ورځې وروسته د دوهم معاون په وساطت خلاص شو او بیا خپلې سرکشۍ تر ستون شو.
خبره دلته ده چې د حکومت سیاسي ساختار مشکل لري، دلته د انتخاباتو ...
نور ولوله
دیارلسمه هجري پېړۍ بشپړیږي!
په داسې حال کې چې د ټول مسلمه امت په تېره بیا د افغان مظلوم ولس لپاره له اوږد مهاله کړاو ډکه پېړۍ وه. د دې پېړۍ په لومړۍ لسیزه ۱۳۰۳ ه.ش کال کې د مسلمانانو ورستنی خلاف ونړېد. عثماني خلاف سره له هغه مشکلاتو چې په داخل کې درلودل؛ بیا هم د راشده خلاف ورستنی ممثل خلافت بلل کېده، د اسلام او مسلمه امت لپاره ئې د دښمن پر وړاندې د سپر حیثیت درلود. د نړۍ په زیاتو سیمو ئې واک چلاوه، سوېل ختیځه اروپا، لودیځه آسیا او شمالي افریقا ئې تر واک لاندې سیمې وې، د بالکان له جګړې ورسته ئې اروپا ته مخه کړه او ختیځ روم ئې تر خپل واک لاندې راوست همدا شان ئې قسططنیه فتح او د ستر خلافت د مرکز په توګه ئې غوره کړه. بد بختانه چې د مسلمانانو همدا ستر ځواک د دې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې را نسکور او یو مزدور او سیکولر دولت ته ئې خپل ځای پرېښود...
نور ولوله
