د کمال خان بند تاریخې سیر!
نصیر احمد
د کمال خان بند د جوړیدلو مبارکی ټول افغان ملت ته وایم
په ځانگړی ډول هغه امنیتی سرتیری او افسران چه خپل ژوند یی د نوموړی بند په ساتلو کی قربان کړی
او هغه انجینرانو کارگرانو او اړوند کارمندانو ته مبارکی وایم چه ددی بند په جوړولو کی یی مرسته کړی ده
دکمال خان بند تاریخې سیر!
د کمال خان په نوم ددې بند نومولو دلیل.
کمال خان یو وطنپال افغان و چې شاوخوا700 کاله پخوا يې په نیمروز ولایت کې ژوند کاوه هغه د هلمند د سیند د اوبو اداره کولو هیله درلوده ترڅو د نیمروز پراخه خاورینه دښته شنه او زرغونه کړي.
ویل کیږي چې نوموړي ، یوازې ځان په داسي حال کې چې حتی ځايي خلکو ورسره همکاري نه کوله ، د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د بند جوړولو لپاره له خاورو او لرګیو څخه کار اخیستل پیل کړل.
د دې نوښت سره ، نوموړي وکولاي شول د هلمند سیند اوبه تر یوې کمې کچې اداره کړي او د بند شاوخوا شاوخوا ځمکې شنې او ښکلي کړی.
په دې توګه دغه بند وروسته د هغه په نوم ونومول شوه "د کمال خان بند ".
مګر دا بند هغه وخت ویجاړ شو کله چې کمال خان د امیر تیمور د واکمنۍ پر مهال ووژل شو.
د معلوماتو له مخې د کمال خان بند ډیزاین او جوړونه په 1345 کال کې د شاه ظاهر د واکمنۍ پرمهال پیل شوه، خو ځینو دلایلو له امله، هیڅ پرمختګ په کې ونشو.
وروسته سردار داوود خان هم د کمال خان نوښت د راژوندي کولو په هیله په دې کار پیل کړ چې د ثور ۷ کودتا سره نوموړي شهید او د بند چاري ودریدې.
د وخت په تیریدو سره ، د کمال خان بند اهمیت لاهم پیاوړی پاتې شو. تر دې چې جمهور رئیس حامد کرزي د ریاست جمهورۍ په محال 2011 کې د نوموړي بند د کار پیل په هکه لومړي ګامونه و اخیستل شو،چې د کمال خان بند د رغولو پروژه په دریو مرحلو کې پلې شوه ، لومړۍ مرحله چې د ۲۰۱۱ کال د اګست په میاشت کې پیل او د 2012 په اګست کې بشپړه شوه، د دې فاز تړون د 9،834،961 امریکایی ډالرو مجموعي ارزښت سره د د تدس امریکايې کمپنې سره لاسلیک شو.
د کمال خان بند د جوړولو دوهم پړاو د March 2013 په اتمه پیل او .۲۰۱۵ کال کال د د می په 8 مه نیټه پای ته ورسید. دا فاز هم د 14،989،111 امریکايې ډالروپه ارزښت د برایت پیرول او اسیابنا ګډ امریکایې شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
په دې توګه ، د پروژې دریم پړاو د ۲۱۷کال د اپریل په ۳۰ پیل او د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۴ مه رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا فازتړون 85،838،550 ډالرو په ارزښت د اسیابنا او ورسره همکارو سارول او پیمټیک آسټرلیایې شرکتونو سره لاسلیک شوه.
په ټولیز ډول ، دا بند د 52 میلیونه مکعب اوبو ذخیره کولواو د 9 میګاواټه بریښنا تولید ظرفیت لري.
د کرنیزو ځمکو ټوله ساحه چې د دې بند څخه خړوبیږي 174 زره هکتاره ځمکې ته رسیږي.
د کمال خان بند زیات شمیر د اوبو لګولو کانالونه لري چې د هغې له جملي څخه د د توکو ، تورکو ، قلعه افضل د49،500 هکټاره ځمکې د خړوبولو په ظرفیت، قلعه فتحه کانال او د لیلیې کانال د 38 38،000 هکټاره ځمکې د خړوبولو په ظرفیت، شیراباد او امیران د 60،000 هکټاره ځمکې د خړوبوولو په ظرفیت او سیخسر کانال د 26،500 هیکټاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت په درلودولو سره د دې بند څخه مختلفو برخو ته اوبه انتقالوي.
همدا راز ددې پروژې بل فاز چې د بند پوري اړه نلري بلکه د ترکو دښته او قلعه افضل د کانال جوړول په کې شامل دې چې د 49،500 هکټاره ځمکه خړوبوي چې قرارداد يې د ۲۰۲۰ کال اپریل میاشت کې لاسلیک شوي چې له مخې به یې دا فازد ۲۰۲۳ کال داکتوبرپه میاشت کې بشپړ شي .
دا فاز د ملي پراختیا شرکت لخوا د 9,653,730,950 افغانیو مجموعي ارزښت سره پلي کیږي.
د دې لوې ملي پروژې په بشپړیدو سره به زموږ د زیات شمیر هیواد والو ستونزي حل او 700،000 تنو څخه زیاتو هیوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي
