د کمال خان تاریخي بند دې ټول افغان ملت ته مبارک وي!
داهم باید هیرنکړو چې کمال خان بند له مهموتاریخی مراحلوتیرشوی او ټول هغه کسان چې ددغه بند په تأسیس ،ابتکار،بنسټ ایښودنه او تکمیل کې یې ونډه اخستی باید له یاده ونه باسو.
کمال خان د ټول افغان ملت تاریخي افتخاردی او دا ډول په یوه کمال خان اکتفا کول او هغه د ټولو کارونو پای بلل به سمنه وي.
که چیري کمال په ۷۸ میلیونه ډالرو جوړشوی او تکمیل شوی وي نو دا ډول کولای شو هیواد نور مهم پنځوس عاجل بندونه چې ټول ټا ۸۰۰ میلیونه ډالرشاید پرې راشي بایدجوړکړو.
د کمال بند جوړولو زیات وخت ونیو نوربندونه باید دی یو یا ددو کلونوموده جوړشي.
د کمال خان بنسټګرشهید موسی (شفیق) دی او د کار پیلوونکی یې شهید محمد داوود خان دی اود کار دوهمه برخه یې حامد (کرزي) پیل کړې او دادی تکمیل یې دډاکټراشرف غني په لاسونو وه شوچې یوښه اومهم مثبت کاریې بولو..
راځي صلحه وکړو د یوه پرمختللي افغانستان شاهدان به اوسو،د صلحې مخالفت مه کوئ، له شخصي،قومي،سمتي،ګوندي ګټو تیرشئ هیواد وژغورئ، ټوله جګړه دهمدي په خاطر پرمو نږ تپل شوي وه چې مونږله خپلو مواردو هیڅکله هم الله مکړه ګټه پورته نکړو مونږ یو بډای ملت یو د حزاني له پاسه پراته یوخو بیا هم د جنګ اوبهرنیوو مداخلو او کمزوري قیادت په سبب داحتیاج لاس نوروته ورتیروو.
