No-IMG

هغه د صفرونو قطعې صفر یک صفر دو صفر سه چیري دي؟

بل مخکې له دې چې علیپور ونیول شي هغه ته د د فاع وزارت د نوي سرپرست جنرال محمد یاسین(ضیاء) له خوا ګواښ وه شو چې داپخپله د علیپور د تیښتی یا پټیدولپاره زرین چانس برابروي.

بل طرف محقق، دانش،خلیلي په ګډه سره د علیپور پرخلاف چې څوتنه پیلوټان یې وژلي هرډول نظامي عملیات رد اوویې غندل .

بل طرف په افغان پارلمان کې د هزاره وروڼو نماینده ګانو کابل کې ددغه عملیاتو پرخلاف همدا نن خبرې کنفرانس درلوده او د عملیاتو پرځای یې د خبراترو خبر ورکړ، چې دا هم پخپله ددې غمازي کوي چې یو قانوني وکیل څنګه د یوه معلوم الحاله مجرم څخه د فاع کوي چې داپخپله یو جرم دی.

بل طرف ایا افغان رئیس جمهور اشرف غني به داجراءت وکړي چې همدا نن لومړی مرستیال (دانش) او لومړی مشاورمحقق اوهم خلیلي یا قضاء ته ورمعرفي کړي او یایې هم کورونو ته ولیږي؟

بل طرف که داخبره سمه وي چې بامیانواو بهسودو ته لیږل شویوعسکرو او قطعاتوکې پښتانه یوطرف او نور وروڼه بل طرف شوي او د علیپور د نیولوڅخه نورو وروڼو ډه ډه کړي نودایوه بله خطرناکه معمی جوړیدای شي چې مثبت او منفي دواړه له ځانه سره لري.

بل طرف د ریاست جمهوري د دوهم مرستیال امرالله(صالح) چو پتیا اود مسعود (اندرابي) عمدي غفلت اود بهسودو پرځای مکراراً قند هارا ژیړي  اوارغنداب ولسوالۍ ته څوځله تګ هم ددې غمازي کوي چې د حکومت د ننه ځیني مهمې کړۍ چې افغان چارواکي ورڅخه عمداً یا شهواً یا مصلحتاً تغاضي کوي پخپله د علیپورکلک پلویان او د نشنلزم پربنیاد جګړه پرمخ بیا یې چې دایوبل خطرناک صورت حال ته اشاره کوي اوداخبره د صلحې پروړاندي هم یوسترخنډ جوړولی شي .

بل که علیپور ونیول شي هم بیرته به د قیصاری اونورو په شان په ضمانت خلاص شي اوبیا وویل شي چې دا کارمو د ملي مصلحت په خاطروکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک