مطالب مهم
د غني ثبت شوې وينا؛ لنډ تأثر!
مخکيني ولسمشر غني له کابل او واک نه د وتلو وروسته، ملت ته لومړۍ وينا وکړه، د غني په خبرو کې مهم ټکي دا وو:
لومړى:
نوموړي د ده د حکومت له خوا د پيل شويو سولې خبرو اترو له تداوم نه حمايت اعلان کړ، چې دا مهال يې پخوانى ولسمشر کرزى او د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله پر مخ وړي. دا يو مثبت پيغام دى او د صالح له هغه موازي سرپرستۍ نه هم مشروعيت اخلي چې هغه پرون د مخکيني ولسمشر په نه شتون کې ځان سرپرست ولسمشر اعلان کړى و، هغه چې نوموړي په کې د مقاومت د بلې هستې اعلان ته لفاظي کوله.
دويم:
د سولې په خبرو کې يې درې ملامت لوري وښودل؛ حکومت، طالبان او نړيوال شريکان.
دريم...
نور ولوله
د وطن خپلواکي او بلواکي؛ ملا چرته دى؟
دا مې خپل يو قدرمن ملګري ته زما (غازي او ملا؛ د خپلواکۍ دوه مخونه!) پر ليکنې يوه کمنټ ته په ځواب کې ليکلى.
ملا هم انسان دى او زه د محض ملا ننګه نه کوم، ملا لکه بل هر انسان غوندې د خير او شر دواړو برخمن دى، لکه د بل هر انسان د تنقيد وړ دى، همغه اوه جهادي مشران چې تا ياد کړي د هغوى داخلي جګړو ته ما تل په ليکنو کې د جنايت او خيانت نه اخوا ډېر لغتونه لټولي او استعمال کړي...
خو ځېنو حقيقتونو نه به نه تېرېږو، د دې ملک شاه شجاع او ببرک کارمل ملا نه و، د دې ملک د ګندمک او ډېورنډ تړونونه ملا نه دي کړي، د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د ډېورنډ تائيدوونکى د پنډۍ تړون هم ملا نه دى کړى، دې ملک ته انګليسان ملا نه دي راوړي، دلته شورويان ملا نه دي راوړي او دلته ناټوګان ...
نور ولوله
مونږ ته مخونه نه بلکه موخې او هدفونه مهم دي
عبد الوحيد وحيد
مونږ ټول یو بد عادت لرو. هغه دا چې د خپلو ناوړه کړنو د ارزولو او سمولو پرځاى د بدو کړنو پړه په نورو باندی اچوو او موخو ته د رسیدو په هکله د فکر کولو پرځاى په ډلو او اشخاصو باندی راڅرخیږو. . د ځینو په ستایلو او د ځینو په رټلو نه مړیږو. د خپل مشر یا ډلې هره روا او ناروا کړنه تأئیدوو او د مخالف اړخ ټولې کړنې ناروا ګڼو.څوک غنی څوک کرزى، څوک طالب او دوستم پورې اخته یو، العیاذ بالله د هندوانو معبودان مو ورڅخه جوړ کړی دی.هرڅه یې سپیڅلی ګڼو، خو څوک هم ورته په سپکو سپورو ویلو کې افراط کوو او دغې شومې پدیدې مونږ په نفاق اختلافاتو او جنجالونو اخته کړی یو.
تاریخ هرڅه په خپله سینه کې خوندی کوی. افغان مشران له یوه تازه ازمون سره مخ شول. ...
نور ولوله
بایډن د افغانستان په اړه رسنیو سره په لاندې ټکو خبرې وکړې
د امریکا جمهور رئیس بایډن دا اوس افغانستان په اړه رسنیو سره په لاندې ټکو خبرې وکړې
» د افغانستان حالات له نږدې څارو، سفارت مو تړل شوی، ډپلوماتان مو امریکا ته رارسېدلي.
» مونږ افغانستان ته د ملت جوړونې، حکومت جوړونې او مرکزي ډیموکراتیک دولت جوړولو لپاره نه ؤ تللي. زمونږ هدف د اسامه بن لادن او القاعدې ختمول ؤ. دا مهال د امریکا داخلي امنیت تأمین دی، نور ولې باید مونږ افغانستان کې پاتې شو؟ زه هېڅکله دا تېروتنه نه تکراروم. دا جګړه مو باید ختمه کړای وای.
» دا مهال زمونږ مخ ته د نړۍ سترې مسئلې پرتې دي، چین او روس مونږ لپاره لوی چېلینج دی.&zwnj...
نور ولوله
پاکستان ته د شورای نظار ډلې ورتگ
له بده مرغه، ډاکتر صیب غني او ملګرو يې وروستی مسؤلیت هم ادا نه کړ،
ډاکتر صیب غني ژمنه کړي وه چې واک به په سوليز ډول انتقال او تر هغو به په کابل کې پاتې وي تر څو د انتقال پروسه په منظم ډول ترسره شي
مفکر غني د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب په څير د خپلو ناځوانه ملګرو او سلاکارانو له لوري تيرايستل شو،
له هيواد او خپلو پيروانو سره يې په ډير حساس وخت چل او دوکه وکړله
د ماشومانو د ګيم جوړونکي متخصص حمدالله او د شهواني غرايزو د ليوني فضلي سره مازپګر مهال بي له دې چې خپل ملګري،دوستان،جهادي مشران ،
سلاکاران او د ملي مصالحي مشر ډاکتر عبدالله خبر کړي له هيواد څخه تيښته وکړله،
هغه شعار چي تل به يي ويل
دا هيواد زما کور او ...
نور ولوله
طالبانو ته بايد وخت ورکړل شي
د ليکلو ډېر څه لرم، خو وخت يې نه دی، لا وختي دی او ډېر وختي.
هغه چې پر طالبانو نيوکې کوي، حق يې دی، مګر وخت يې نه دی. بايد وخت ورکړل شي، اقلا دومره وخت چې نقد د معقوليت رنګ پيدا کړي.
تېر دولت ته به مو مبررات لټول چې په جنګ کې دخيل دی، جنګ د هر ډول فساد زېږنده ده او دولت نه شي کولای ټولې ستونزې په يو وار هوارې کړي.
زما په نظر د طالبانو مسئولين بايد نيم يا يو کال وخت ولري چې ولس يې د فساد پر وړاندې د مبارزې او د امنيتي ارګانونو په مسلکي او ملي کولو جدي کار وکړي، او همدا ډول نور ارګانونه هم.
له دغې نېټې وروسته بيا نقد ځای نيسي، له فرصت ورکولو دمخه نقد په حقيقت کې د دې څرګندونه کوي چې نقد اصلاحي...
نور ولوله
طالبان و پرسش تغییر
هم زمان با پیشرفت قوتهای طالبان وسقوط مراکز ولایت ها یکی پی دیگر .. یکی از پرسش های که بیشتر در تحلیل های روزنامه های غربی و منطقوی به شمول ایرانی مطرح میشود این است که آیا طالبان تغییر کرده اند؟
بیشترین توقعاتی که در لابلای تحلیل های روزنامه های بیرونی به چشم میخورد این است که تغییری بسیاری در طالبان دیده نمیشود، ویا اینکه تغییراتی اگر دیده میشود شاید موقت باشد.. وبیشتر به این نظر اند که تعامل شان با مردم در شهر های بزرگ چون هرات وقندهار فرصت خوبی است که ثابت کنند که آنها دیگر طالبان دهه ی نود نیستند..
برخی از دیدگاه ها بر این اند که طالبان در شرایط فعلی به دو مشروعیت داخلی وبیرونی نیاز دارند که نمیشود تنها با میله ی سلاح آنرا تحقق بخشید.. در مشروعیت داخلی شان باید آمادگی...
نور ولوله
د هېواد وروستي وضعيت په اړه د ورور حکمتيار نوی پيِغام
پیام امیر مجاهد حزب اسلامی افغانستان محترم حکمتیار در رابطه به چگونگی تأمین امنیت شهر کابل
...
نور ولوله
مونږ سوکاله، ارام او هوسا افغانستان غواړو
زمونږ دريځ معلوم دی، دريځ مو د سولې دی، د سولې پر لوري هر پورته شوی رښتينی قدم د ښکلولو دی، ولو که د هر چا وي.
په مقابل کې يې هر هغه عمل چې نفرتونو او بدبينيو ته په کې ګټه رسېږي، مردود دی، ولو که د هر چا له لورې وي.
مونږ سوکاله، ارام او هوسا افغانستان غواړو.
نظام ته که هر نوم ورکوئ، خو چې عدالت په کې نه وي، انساني کرامت او حقوق په کې پايمال وي او په وړو وړو خبرو پرې خلک تر مرګه او زندانه رسول کېږي؛ دا نظام د وحشت نظام دی. ملت نور له جنګونو ستړی دی، د سولې هسې د درواغو شائعه يې هم پر مخ مُسکا راولي، دا مظلوم او مجبور ولس حق لري چې تلپاتې مُسکا ولري او دا مُسکا يوازې په تلپاتې سولې راتلی شي.
...
نور ولوله
دا د هر فرد وظیفه ده چې ترحم او بښنه اختیار کړي
دا د هر فرد وظیفه ده چې ترحم او بښنه اختیار کړي.
له انتقام، وژنو، رټلو څه نه جوړیږي.
ډېر نه دا شل کلن دور مطالعه کړی.
بعضې اشغال او اشغالګرو داسې مست کړی وو چې دوه دری خو یې په هوایي ډزو کې هم وژل.
هېڅ پښتون په امن نوو خصوصاً چې د مجاهد یا طالب نوم پرې پورې وو.
کروندو کې یې شهیدان کړل، خپلو کورونو کې یې شهیدان کړل.
ډېر ظلمونه وشول، نه چا محصل پرېښود نه دوکاندار نه خرکار بس چې د چا په چا لاس بر شو ویې وژلو ظلم یې پرې وکړ.
د کندز پښتنو به د قومندان سګ رحم ته ناست وو، د وردګو ګوچیان به د قومندان ش...
نور ولوله
د دې وطن د سلامت په پار…
تاریخ به هغوی ونه بښي او د دې ملت وجدان د محاکمې په پنجره کې به هغه کسان تل ولاړ وي چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې نظام د ړنګېدو او نظامي ځواک د انحلال له خطر سره مواجه کړ. یوازې دې «پردیو» راسره داسې ونه کړل، هغه بې شعوره کسان هم په دې ګناه کې شریک دي چې په هره ناروا کې یې د هغوی ننګه او ملاتړ وکړ. نو هغه جفا چې غني افغانستان سره وکړه، نه یوازې باید عزل شي، محاکمه دې هم شي.
طالبان هم باید دا په یاد ولري چې دا غریب او بېوزله ملت خپلو بچو ته یوه مړۍ ډوډۍ په سختۍ پیدا کوي، د دوی په جېبونو کې دومره څه نه شته چې په مالیاتو یې یو دولت او دا مهم بنسټونه ورغول شي. نو ستاسې هم تاریخي مسؤلیت دی چې د وطن مهم تاسیسات، امنیتي ځواک داسې زیانمن نه شي چې د بېرته په پښو درولو نه وي. دا هره...
نور ولوله
د وروستيو بمباريو په اړه د حزب اسلامي اعلاميه
بسم الله الرحمن الرحيم
د وروستيو بمباريو په اړه د حزب اسلامي اعلاميه
د بهرنيو ځواكونو د بشپړ وتلو تصميم او د وروستيو قطعاتو د ايستلو له پيل سره؛ په افغان ولس كي سولي ته رسېدو هېلې راوټوكېدې او داسې فرصت په لاس ورغى چي كه په سمه توگه ترې استفاده وشي نو كولى شو روان خونړي بحران ته د پاى ټكى كښېږدو. خو متاسفانه دا فرصت د هغو مفسدو او پردي پالو کړيو او د دوى د بهرنيو حاميانو له لوري د ضائع كېدو له گواښ سره مخامخ شوى چي د جنگ له دوام سره ئې خپلي سپېرې گټي غوټه كړې او غواړي د افغان وژنو له لاري خپلو موخو ته ورسېږي. د دې پر ځاى چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تناسب؛ جگړي تخفيف او تشدد راكم شي؛ جگړي دومره تشديد شوې چي په تېر دري څلوېښت كلن جنگ كي تر ټولو خونړۍ مياشتي همدا وروستۍ مياشي وې؛ دا دئ نن جگړه ښارونو ا...
نور ولوله
نیت مو د مکې دی روان یو برمودا ته
عبد الوحيد وحيد
زه په پردیو باندی زمونږ د حکومت په ډول تکیه کول د خپل ملی غرور توهین او د پردیو د تیری په وړاندې مبارزه د افغانانو حق ګڼم. د تیری کونکی په واړندې د مقاومت او مبارزې له اصل سره د مخالفت تصور هم نه کوم، خو کله چې خبره د افغان سینې ته د بل افغان لخوا نیول شوی توپک ته رارسیږی نو بیا وایم چې دلته د پردیو لخوا د پردیو ګټو لپاره په پردیو باروتو او پردیو توپکو جګړه روانه ده. د سون توکی یې مونږ یو. هیواد زمونږ ورانیږی او زیانونه یې زمونږ ټولنه په اوږه وړی.د افغانانو ترمنځ په جګړه کې مو که کله هم فکر وکړ چې څوک ووژل شو، جګړه د څه لپاره وه، غرناطه او که ټول اوندلوس فتحه/بیرته ونیوله، غازی او شهید په څه باندې ایمان درلوده. هاغه بوره مورکئ څوک ده، یتیمان څوک دی، نو بیا...
نور ولوله
یکباردیگر B52 درافغانستان ؟!
دوکتور شير شاه يوسفزی
هیچکسی نه فهمیدند که چرا خُلق مبارک حضرت اشرف غنی نگهبان خانقاه ارگ شریف کابل امروز تا حدودی تنگ است ؟ وقتی علت خُلق تنگی را پرسیدند هرچند حضرت آقا نه میخواست طعم شیرینی ای چند لحظه صحبت با پهلوان دوستم را که ساعاتی قبل در صحن خانقاه ارگ انجام داده بود مکدر سازد با آنهم سخنان دو روزقبل اش را که در محضر ده ها تن از وکلای شورا های ولایتی افغانستان به یاد می آورد که گفته بود .
حال برایشان معلوم شده باشد که قلب ما را نه میتوانند به لرزه درآورند گریز خو شما میکنید مثلی که قبلأ کرده بودید !!! با با پای مه هم اینقدر سُست نیست بیگ صاحب ! خنده قهقهه ! بسیارمردم کوشش کردند که مرا بلخشانند ، ازلخشیدن نیستیم انشأالله بازهم خنده قهقههه !!
وقتی برای ...
نور ولوله
دا جګړه بې ګټې ده او بايد ژر تر ژره بنده شي!
چې ښه پوهېږې، دښمن دې محض وحشت او بېرحميو ته پلمه لټوي او د يوې سپږې له پاره هم ټول پوستين پر اور اچول غواړي، نو چېرته دی، ستا سياسي درايت او له دين نه زده کړی سياسي مصلحت؟!
رسول الله صلی الله عليه وسلم خو د حديبيې په سوله کې ماتې او تسليمۍ ته ورته شرائط په دې خاطر پر ځان ومنل، څو يې ملګرو او عام مسلمانانو ته د لوړې کچې تهديد او د زيان مخه نېولې اوسي. که څه هم ملګري يې راضي نه وو او دا ورته د خپل إيمان، عقيدې او باور سپکاوی ښکاريده، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو ماهر پوځي قومندان په توګه دا هر څه پر ځان ومنل، د ملګرو ناراضۍ او خفګان ته يې و نه وکتل، يوازې همغه څه يې وکړل، چې هغه صلی الله عليه وسلم ته يې له يوې بې ګټې او زيان اړوونکې جګړې څخه د خپل ولس او ملګرو د ژغورنې چانس په لاس ...
نور ولوله
