د وروستيو بمباريو په اړه د حزب اسلامي اعلاميه
بسم الله الرحمن الرحيم
د وروستيو بمباريو په اړه د حزب اسلامي اعلاميه
د بهرنيو ځواكونو د بشپړ وتلو تصميم او د وروستيو قطعاتو د ايستلو له پيل سره؛ په افغان ولس كي سولي ته رسېدو هېلې راوټوكېدې او داسې فرصت په لاس ورغى چي كه په سمه توگه ترې استفاده وشي نو كولى شو روان خونړي بحران ته د پاى ټكى كښېږدو. خو متاسفانه دا فرصت د هغو مفسدو او پردي پالو کړيو او د دوى د بهرنيو حاميانو له لوري د ضائع كېدو له گواښ سره مخامخ شوى چي د جنگ له دوام سره ئې خپلي سپېرې گټي غوټه كړې او غواړي د افغان وژنو له لاري خپلو موخو ته ورسېږي. د دې پر ځاى چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تناسب؛ جگړي تخفيف او تشدد راكم شي؛ جگړي دومره تشديد شوې چي په تېر دري څلوېښت كلن جنگ كي تر ټولو خونړۍ مياشتي همدا وروستۍ مياشي وې؛ دا دئ نن جگړه ښارونو او د ولاياتو مرکزونو ته رارسېدلې؛ اصلي قربانيان ئې عام وگړي دي؛ نن د ښارونو په سړکونو او کوڅو کې هم د عام ولس مړي او زخميان پراته گورو، په زرگونو کورنۍ بې ځایه شوې، عام المنفعه تاسيسات، تعليمي او صحي مراكز، جوماتونه او د خلكو كورونه ويجاړېږي او په اور كي سوزي، هر لوري ته د اور لمبې او توري لوخړي ترسترگو كېږي!! د دې بشري جناياتو مسئوليت مستقيماً د هغو پر اوږو دئ چي بمونه او راكټونه وروي او په توپونو او ټانكونو سره دا تاسيسات په نښه كوي؛ د جنگ پر دوام ټينگار كوي او د سوله ايز عادلانه حل په وړاندي خنډونه راولاړوي؛ بهرني ځواكونه؛ د دې پر ځاى چي له وتلو سره سم خپل نظامي حضور هم پاى ته ورسوي؛ په خلاف ئې گورو چي د افغانستان په فضاء كي يو ځل بيا (بی ۵۲) جهازونه راڅرگند شول، پر ښارونو ئې بمونه وورول او بې گناه افغانان ئې په وينو كي ورغړول. دا بمونه د هغو جنگي جنايتكارانو په حمايت كي پر افغانانو ورېږي چي لاسونه ئې د زرگونو افغانانو په وينو سره دي، د هر اشغالگر ملگرتيا ئې كړې او په تېرو څلورو لسيزو كي د پرديو تر قومندې لاندي د افغان ولس په خلاف جنگېدلي!!
په تېر شل كلن جنگ كي تر يو ميليون زيات افغانان شهيدان شول، دا اوس موږ درې مليون بې ځاى شوي د هېواد دننه او شپږ مليون له هېواد بهر مهاجر لرو، دا هغه مظلوم افغانان دي چي يا ئې كلي او کورونه وېجاړ شوي او يا د اشغالگرانو د ملگرو له لوري غصب شوي؛ غارت، غصب، د ملي شتمنيو تالان له يوې خوا او د فساد او فحشاء خورول له بلي خوا؛ زموږ ټولنه له اوسني دردناك حالت سره مخامخ كړه، له مفسدينو او وطن پلورو جوړ ضعيف او په فساد كي غرق حکومت؛ د یرغلگرو په مټ پر افغان ولس مسلط كړى شوى، همدا نظام او واكمن ئې د جنگ د پيل او دوام اصلي عوامل دي؛ د بهرنيو ځواكونو له وتلو سره سم؛ د ولسواليو او ښارونو سريع او له مقاومت پرته سقوط؛ د همدغو پرديپالو د فساد او ظلم په وړاندي ولسي غبرگون او د اشغال د پاى ته رسېدو طبيعي نتيجه ده نه بل څه!!
حزب اسلامي په داسې حال کې چې دا خونړي جنگونه، ړانده راكټي بريدونه او وحشيانه بم وروني په کلکه غندي؛ په جگړي كي ښكېل لوريو باندي غږ کوي چي پر خپل ځورېدلي ولس رحم وکړئ، د مخكينيو خونړيو تجربو له تكرار لاس واخلئ، د سولي لار غوره كړئ، صادقانه بين الافغاني مذاکراتو ته كښېنئ، پر افغان وژنو د افتخار پر ځاى؛ پر هغه څه د افتخار إحساس وكړئ چي د افغانانو د مرگ ژوبلي مخه نيسي او د آزاد، مستقل، له جنگ فارغ اسلامي افغانستان په جوړېدو منتج كېږي. د همداسي افغانستان د جوړيدو لپاره؛ حزب اسلامي د هر هغه لوري ملگرتيا او حمايت ته چمتو دئ چي سولي ته ژمن وي او د بحران د حل لپاره مشروع، معقول او عملي طرح ولري.
حزب اسلامي افغانستان
19 سرطان 1400
