دا د هر فرد وظیفه ده چې ترحم او بښنه اختیار کړي
دا د هر فرد وظیفه ده چې ترحم او بښنه اختیار کړي.
له انتقام، وژنو، رټلو څه نه جوړیږي.
ډېر نه دا شل کلن دور مطالعه کړی.
بعضې اشغال او اشغالګرو داسې مست کړی وو چې دوه دری خو یې په هوایي ډزو کې هم وژل.
هېڅ پښتون په امن نوو خصوصاً چې د مجاهد یا طالب نوم پرې پورې وو.
کروندو کې یې شهیدان کړل، خپلو کورونو کې یې شهیدان کړل.
ډېر ظلمونه وشول، نه چا محصل پرېښود نه دوکاندار نه خرکار بس چې د چا په چا لاس بر شو ویې وژلو ظلم یې پرې وکړ.
د کندز پښتنو به د قومندان سګ رحم ته ناست وو، د وردګو ګوچیان به د قومندان شمشیر، د اروزګان پښتانه به د شجاعی رحم ته.
هو دا باید اضافه کړل شی چې شجاعی په شان جلادان د بښلو ندی کوم چې د پښتنو ښځو په تیو یې خولې ولګولې.
د وژنو تر څنګ یې بې ناموسی وکړه.
یو لوی درس باید سړی دا واخلی چې د کفارو یاري داسې بې خونده او د نیمې لارې یاري ده لکه د امریکایانو چې تاسې یې وینی.
خپل ټول پخواني یاران یې په میدان پرېښودل خپله ترې ولاړل، یا شتون کې سلامالیک نه ور سره کوي.
