يو وخت مو جالب سياسيون لرل
يو ځای مي ولوستل چي سل کاله وړاندي چي د افغانستان نامتو سیاسي، تاریخي، ملي او فرهنګي شخصیت عبدالهادي_داوی په لندن کي د افغانستان سفیر وو، د سفارت دفتر ته یو انګلیسی ژورنالیست د مرکې له پاره ورغلی، د خبرو اترو په ترڅ کي ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چي تاسو افغانان د انګریزانو د ماتي په اړه څه ډول انګېری او په کوم نظر ورته ګوري؟
داوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل:
تاسي لطفًا له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سه؟ ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سو!
داوي صاحب ژورنالیست ته وویل: " لکه زه چي ستا شاته ګورم او د وتلو په حال کي یاست؛ افغانانو هم همدا راز د انګریزانو شا ته کتل او له افغانستانه د وتلو ننداره ئې کوله!".
ژورنالیست د داوي د تاریخي ځواب په اوریدلو سیده له دروازې ووت او بیا راستون نه سو.
ارواښاد داوي د كندهار اوسېدونكى، د عبدالاحد اخونزاده كاكړ زوى چي په ۱۸۹۳ع کي پيدا او په ۱۹۸۲ع کي ومړ.
پلار ئې يو لوستى يوناني طبيب وو چي د امير_عبدالرحمن_خان په بلنه له كندهاره كابل ته ولاړ.
داوی په پښتو او دري شعرونه ويل، په عربي، انگليسي، اردو او تركي ژبو پوهېده او له يادو ژبو ئې پښتو او دري ته ژباړي كولې.
سرچينه: Fire in Afghanistan
