No-IMG

د سوډان نه هیریدونکی تاريخ

کله بريتانيا سوډان اشغال کړ، نو هغوی يو قوي ژباړن ته ضرورت لره، تر څو د برتانيا فکري او روحي جګړې ته د قلم او پروپاګند له لارې پراخوالی ورکړي او څه ضمير خرڅ شوي سوډانيان د بريتانيا سره کار ته وهڅوي.

اشغالګرو د يو قوي ژباړن په لټه کې شول اخر یې د خرطوم مشهور د چایو تجار چې تاج السر نوميده پيدا کړ چې هغه له انګليسی پرته په هسپانوي او فرانسوي هم پوهيده .

تاج السر د بريتانيا سره هوکړه وکړه او د بريتانيا د فوځ ليکل شوي شيان یې عربي ته وژباړل، د بريتانيا حکومت دغه عربي ته ژباړل شوې ورقې په مليونو دانې چاپ او د سوډان هر ځای کې یې تقسيم کړي.

څه موده وروسته له بريتانيا يو فوځي لوړ پوړی چارواکی راغی چې هغه عربي لوستې وه او پرې پوهيده.

هغه په بريتانيا کې د بريتانوي فوځ له مشر سره وليد يوه ورځ یې ورته وويل، سوډان کې دا ورقې چا او ولې دومره ډیرې تقسيم کړي ؟

جنرال ورته وويل، دا موږ تقسيم کړي دي .ښا نو څه مو پکې ليکلي ؟ جنرال ، بريتانيا تاسو ته د ښه ژوند، مار او تنخوا ضمانت درکوي.

زموږ سره د تروريستانو په وهلو کې مرسته وکړئ.

بريتانيا غواړي ستاسو هيواد پرمختګ وکړي او ستاسو ژوند له تروريستانو وژغوري.

راغلی جنرال مسکی شو او ورته یې وويل، په دې ورځو کې ليکل شوي،

د خرطوم له مشهور تجار تاج لسسر نه چای واخلئ

د تاج السر چای د نړۍ له بهترينو چايو څخه دی

رښتيا ياده دې وې چې ډيری دولسم پاڅان او له اروپا راغليو سک شويانو اولو څو کلونو کې د ژباړنو کردار ولوباوه خو د دوی او د تاج السر ترمنځ فرق دا ؤ چې دوی خپل دين، ناموس وطن حيا او غيرت هر څه په اشالګرو خرڅ کړل چې ښه وپړسيدل او پوه شول چې امريکا وتونکې ده نو نن سبا یې زيړې خولې نيولي او د اشغال او اشغالګرو په ضد دي،  خو سوډاني تجار بيا تجارت او سیاست وکړ .

حوالې د سوډان د اشغال په اړه ليکل شوي کتابونه .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک