د سپورټ خبرونه

افغانستان د ۲۰۲۲ د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل

افغانستان د ۲۰۲۲ د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل. د اسیا کپ د سکواډ درې لوبغاړي حشمت شهیدي, کریم جنت او سمیع شینواری په کې نشته او په ځای یې یې دروېش رسولي, سلیم ساپی او قیس احمد راوستل شوي.  بس ټول د افغانستان لوبغاړي دي او  موږ به یې د بري دوعاوې کوو. سکواډ کې دروېش شته او په دې هیله چې د لوبو چانس ورکړل شي. مډل اردر لوبغاړی دی او سخت ضرورت دی ورته. سلیم ساپی هم ځوان تېز توپ اچوونکی دی او قیس احمد خو استرالیا کې د بګ بش سیالیو د لوبو ډېرې تجربې لري. دا نور لوبغاړي خو اسیا کپ کې ولوبېدل او ټولو ولیدل, رب دې یې بریالي لري. ...
نور ولوله

د نړيوال جام 2022 افغانستان باید څه ډول سکواډ ولري؟

بله میاشت د ۲۰۲۲ د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لوبې پیلېږي، افغانستان هم په کې دی. دا لوبې په استرالیا کې دي چې پچونه یې باونسي او ګراسي دي.‌ مطلب د سترګې پټې کړه او بېټ لېګ ته تاوه کړه پچونه نه دي.....افغانستان باید څه ډول سکواډ ولري؟ په اسیا کپ کې یې چې بېټېنګ لره، هېڅ د منلو نه دي، هېڅ.... د اسیا کپ تر سیالیو مخکې مې د کرکټ د چارو له مبصر نجیب الله شینواري صیب سره خبرې کولې. په لوبډلو غږېدو او ورته مې وویل چې خلک خو د هند او پاکستان یادونه کوي، خو د سري لانکا لوبډله له ټولو هېره ده. د دوی لوبډله ځوانه، متوازنه،‌ با انرژي او مستعده لوبډله او دوی چې د لوبډلې د تغیر او  ښې کولو کوم بهیر پیل کړی و، اوس یې ثمره ویني. دوی به اسیا کپ هم ګټي..... سري...
نور ولوله

د اسیا کپ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان سفر پای ته ورسېده

د اسیا کپ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان سفر پای ته ورسېده. تر دې دمه په دغو سیالیو کې تر ټولو جالبه او په زړه پورې لوبه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه وه. په ګروپي لوبو کې د سري لانکا او بنګله دېش څخه د لوبو ګټل عالي وو. ښې لوبې یې وکړې.  د اسیا کپ له سیالیو څخه که دوه ښه خبرونه ولرو، هغه د فضل حق فاروقي او ابراهیم ځدراڼ لوبې، وړتیا او استعدادونه وو. دوی د افغانستان ښکلي استعدادونه او اینده ستوري دي. بېشکه چې دا ډول نور هم شته، خو چې چانس ورکړل شي او باور پرې وشي. افغانستان پرون هم لوبه وکړه او نن یې هم، د ماتې فشار، ذهني او فزیکي ستړیا د لوبغاړو په مخونو کې څرګند وو. هند ته مو په لوی توپیر وبایلله. له پاکستان سره تر لوبه وروسته د پاکستان د مش...
نور ولوله

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه

د افغانستان تېرو دریو لوبو ته په کتو افغان لوبغاړو په اسیا کپ کې تر دې دمه ښه ځلېدلي او ښې لوبې کړي دي، خو سبانۍ لوبه یې مهمه ده: -دا لوبه که وګټي، پایلوبې ته یې د وتلو هیلې نورې هم زیاتېږي. -افغانستان تر دې دمه د اسیا او نړیوالې شورا په سترو ټورنمنټونو او رسمي لوبو کې پاکستان نه دی مات کړی، خو له پاکستان سره یې فوق العاده لوبې کړي دي. په دې هیله چې دا ځل دا طلسم مات شي. -د افغانستان او پاکستان تېرو او اوسنيو سیاسي اړیکو ته په کتو د افغان کرکټ اکثریت مینه وال غواړي چې افغانستان پاکستان مات کړي.‌ البته «سیاست او لوبه» یو جلا بحث دی، پرې ن...
نور ولوله

د افغان لوبغاړو د مخونو دا تاثرات د دوی د خپګان پیغام هم انتقالولای شي

د افغان لوبغاړو د مخونو دا تاثرات د دوی د خپګان پیغام هم انتقالولای شي. اصلي خبره دا ده چې د یو هېواد هېڅ ملي لوبغاړی نغواړي چې قصدآ یې د یوې وړې او یا لویې تېروتنې له کبله هېواد لوبه وبایلي. دوی هم انسانان دي, تېروتنې به کوي او له هرې تېروتنې به زده کړې کوي. دوی په سختو او تر ټولو بدو شرایطو کې د افغانستان ملي بیرغ رپولی, لوبې یې ګټلې او په داسې یو وخت کې چې ټولې نړۍ افغانستان ته شا اړولې ده, دوی  نړۍ ته  د افغانستان او افغانانو پیغام رسولی دی. لوبې به ګټو او لوبې به بایلو, په هر حال کې به موږ د دغو ځوانانو ننګه کوو او تشویق کوو به يې چې تر پرون نن ښه لوبه وکړي او تر نن سبا لا ښه شي. هو, رغوونکی انتقاد به هم کوو او نظر به هم پرې ورکوو, خو ځان ته دا حق نه ورکوو چې د دوی په شخصیت باندې لفظي برید وکړو, تحقیر او و...
نور ولوله

د افغانستان د کرکټ د یو مینه وال په توګه یې پوښتم

۱. ولې د اسیا کپ غوندې مهم تورنمنټ کې د افغانستان کرکټ ټیم کې یوازې څلور عمده بیتسمینان لوبېږي: حضرت, ګربز, ابراهیم او نجیب؟ حال دا چې پاکستان, هند او نور تر پنځو او شپږو کم بیتسمینان نه لوبوي. ۱. ولې کریم جنت په ټیم کې شته خو نه بالینګ پرې کوي او نه هم بېټېنګ؟ ولې سمیع شینواری دوه کاله وروسته مخامخ نړیوالې لوبې ته راوستل شو خو نه یې بیټینګ پرې وکړ او نه بالینګ؟ ولې حشمت او عثمان, چې عمده بیتسمینان دي, قرار کینول شوي؟ له سري لانکا سره لوبې کې چې کله نجیب اوټ شو, نور هېڅ عمده بیتسمین نه و چې کیسه تر اخره ښه ورسوي؟ سمه ده جې ګټه او بایلات د یوې سکې دوه مخونه دي, خو ولې داسې؟ زما خو هېڅ سر نه پرې خلاصیږي...
نور ولوله

اسیا کپ کي د افغانستان او بنگله ديش لوبې ته يوه کتنه

د اسیا کپ په لومړۍ لوبه کې د افغانستان بری ښه زېری دی. په ډېر لوی توپیر سره یې سري لانكا ته ماتې ورکړه. که د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته د وتلو خبره رن رټ یا د منډو اوسط ته وځي، نو له سري لانکا څخه د هغې لوبې ګټل به له افغانستان سره په دې برخه کې ډېره مرسته کوي. نن سه شنبه د کابل په وخت د مازدیګر شاوخوا ۶:۳۰  (واشنګټن سهار ۱۰:۰۰) په خیر له بنګله دېش سره لوبه ده. تازه تازه مو له بنګله دېش څخه هم شل اوریزه لوبه ګټلې ده او ان شاء الله چې بیا به یې هم ګټو. که سبا مو وګټله نو د څلورو لوبډلو پړاو ته داخلېږو چې هلته به له هند او پاکستان سره مخامخ یو. تېرې لوبې کې د افغانستان بالینګ او په خاص ډول اټکېنګ بالینګ ته په کتو، ممکن بنګله دېش وار د مخه تر فشار لاندې ...
نور ولوله

د شنبې په ورځ په اماراتو کې د اسیا کپ کرکټ سیالۍ پیلېږي

افغانستان د بنګله دېش او سري لانکا سره مخامخ دی. دا ځل دا سیالۍ د ۲۰ اورونو دي، ځکه چې را روان نړیوال جام د شلو اورونو دی او دا به ورته ښه تیاری وي. افغانستان تازه له ایرلنډ سره شل اوریزې لوبې وکړې، د پنځو لوبو لړۍ یې ۳-۲ وبایللې. په دې حساب د لوبغاړو مورال به څه ناڅه کمزوری وي، خو هوډ یې غښتلی ښکاري. له ایرلنډ سره سیالیو کې د افغانستان توپوهنه ښه نه وه، نه یې ټاپ ارډر او نه یې هم مډل ارډر. خو د اماراتو پچونو او میدانونو کې افغان لوبغاړو ډېرې لوبې کړي، ممکن ښه ولوبېږي. د افغانستان ټوله تکیه به بیا هم په توپ اچوونکو وي. شايد له بنګله دېش څخه یې وګټي. افغانستان او بنګله دېش برابر ټیمونه بلل کېدای شي. هند او پاکستان د دغو سیالیو قوي لوبډلې بلل کېږي او وړاندوی...
نور ولوله

کرکټ سوله ده او پیغام یې هیله او خوشحالي؛ لطفآ هیلې مه وژني

په کابل کې د شپږیزې کرکټ په روانو سیالیو کې یوه ورځ د یوې معصومې ماشومې تصویر خپور شو چې د شپږیزې لیګ غوره مینه واله ګڼل شوې وه. نړۍ ته یې دا پیغام ورکوه چې افغانې نجونې هم د دې وطن اولاد دي او باید انساني حقوق یې ورکړل شي. بله ورځ یو ښکلی تصویر راغی چې ټول افغانان په میدان کې د جمعې لمونځ کوي. د یووالي ننداره یې وړاندې کوله. دا تېره ورځ په سترګو دوه معیوب ګلاليو ماشومانو له لوبغاړي محمد نبي سره ولیدل. داسې انګېرل کېده چې ګنې دوی د خپل ژوند  مهمه ورکه پیدا کړې ده. دې تصویر کې ما بیا هم د یو مظلوم افغانستان د عزمت نښې او د اینده هیلې لیدلې. بله ورځ د کرکټ نړیوال مبصرین له کابل د باندې د افغانستان د نورو سیمو لیدو ته تلل...
نور ولوله

بن سټوکس؛ د معاصر کرکټ یو ښه لوبغاړي استعفا وکړه

د معاصر کرکټ یو ښه لوبغاړي بن سټوکس له یوې ورځنیو لوبو څخه استعفا وکړه. د استعفا دلیل یې شل اوریزو او ټست سیالیو ته ډېر تمرکز بللی دی، خو یوه خبره دا هم کېږي چې ځان یې شل اوریزو تجارتي لوبو ته فارغ کړ. دی د هند د لوی تجارتي لیګ آی پي ال په تېر سیزن کې هم ونه لوبېده او ممکن سلګونه زره ډالر زیان یې کړی وي. بن سټوکس په خپلې وروستۍ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کې د جنوبي افریقا خلاف پنځه منډې وکړې او په پنځو اورونو کې پرې ۴۴ منډې وشوې. په نیوزلنډ کې زېږېدلی د انګلنډ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د معاصر کرکټ ښه الراونډر بلل کېږي- هم توپ وهونکی او هم توپ اچوونکی. دی د نیوزلنډ په کرسچرچ کې زېږېدلی دی، دا هغه ځای دی چې څو کاله مخکې یو وسله وال په کې په یو جومات کې سلګونه مسلمانان شهیدان کړل...
نور ولوله

د کابل د کرکټ د نړیوال میدان په اړه

د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې د مانچستر په میدان کې له افغان روزنکي نوروز منګل سره ولاړ وو. په ځینو مسائیلو یې خبرې کولې او دې میدان ته یې اشاره وکړه او وویل افغانستان چې ډېر کلونه بعد هم داسې میدان ولري، موږ به خوشحال یو.... دې میدان کې د زرګونو نندارچیانو ځای و، څو لویې غټې دروازې یې لرلې، د میدان او پچ لپاره مجهز وسائیل، میدان تک زرغون او دومره پوست او نرم چې زړه دې کېده بالښت په کې کېږده او ډډه ووهه، د تمرین لپاره جلا پراخ ځای، د مطبوعاتو لپاره ډېر لوی ځای او سهولتونه، انټرنټ، واړه واړه تلویزونونه او ډېر نور څه... هغه نو د انګلنډ میدان و، انګلنډ خو د کرکټ کور دی.... دا مې د افغان کرکټ د ځینو مینه والو په انتقاد پورې وکړه. دوی د کابل د کرکټ د نړیوال میدان ځینو تصویرونو ته په کتو انتقاد کړی چ...
نور ولوله

د نړۍ د نورو هېوادونو او لوبغاړو په منځ کې د افغان کرکټ او لوبغاړو موجودیت

لکه زړه کلا کې باغ د ګلو وینه څه موده مخکې له ننګرهار څخه استاد شیر حسن کمالزي په یو پیغام کې ویلي وو: «په آی پي ال کې د راشد خان تر هرې لوبې مخکې دوه رکعته نفل کوم او دعا کوم چې هغه یې وګټي، ځکه چې د هغه په بري سره ټول افغانستان ښه یادېږي....» ډېرو نورو وطنوالو هم همداسې پیغامونه استولي او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي‌ دي. حقیقت دا دی چې له کرکټ سره زما او د ډېرو نورو افغانانو مینه د دې لپاره نه ده چې موږ د دغې لوبې افراطي مینه وال یو او یا دا لوبه مو کاروبار، ژوند او تجارت دی. نه هېڅکله داسې نه ده. بس چې د وطن رشته ورسره نه وي، تش توپ‌ او ډنډه څه ارزښت لري؟ د کرکټ له برکته په نړۍ کې د افغانستان نوم تل ښه یاد شو...
نور ولوله

سليمان صافی د افغانستان کرکټ ټيم راتلونکی ځلانده ستوری

د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې افغان لوبغاړي سلیماني ساپي سلیزه وکړه. د افغانستان د کرکټ د اینده بل ستوری، سلیمان ساپی؛  دی په چپ لاس توپ وهنه کوي او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې کپتان دی. ده نن د زمبابوې خلاف سلیزه وکړه، مبارک دې وي ورته. ده د پي ان جي خلاف پنځوسیزه کړې وه خو د پاکستان خلاف لوبه کې رن اوټ شو . دی لومړی افغان دی چې په روان نړیوال جام کې ۱۰۰ کوي. خدای دې له بد نظر وساتي. د دغه نړیوال جام او زموږ د دغې لوبډلې یو بل ښه محصول او ثمره همدا ځوان دی. سلیمان فوق العاده لوبغاړی دی، د زمبابوې خلاف  مې د ده لوبه ولیدله، د فشار لاندې حالت کې یې لوبه پیل کړه، اهسته اهسته روان و، ۵۰ یې وکړه او د ۵۰ منډو وروسته یې د منډو کولو بهیر دومر...
نور ولوله

د افغانستان او هالنډ دریو لوبو ته کتنه

افغانستان د یو ځوان کپتان او ځوانو لوبغاړو په مټ هالنډ ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته یې د مستقیم ورتګ روان مزل، هماغسې روان وساته. ما په خپل عمر کې په لومړي ځل د افغانستان کرکټ لوبډله کې دومره ځوانان او مستعد ځوانان ولیدل چې ولوبېدل او وځلېدل، لا دې وځلېږي. کرکټ بورډ باید د ځوانو لوبغاړو دا ترکیب وساتي‌او لا یې غښتلې کړی. دلته د دغو لوبو په اړه خپل نظر لیکم او لومړی هم د حشمت الله شهیدي له کپتانۍ یې پیلوم. د حشمت کپتاني د حشمت شهیدي د کپتانۍ ماموریت په بري او د یو مهم سیریز په بري پیل شو، دا هم حشمت شهیدي ته،‌ هم ځوانو لوبغاړو او هم افغانستان درې واړو ته مهم دي. ...
نور ولوله

افغانستان ولې وبايلله؛ مشکل له کوم ځای څخه پیل شو؟

پاکستان وګټله او افغانستان وبایلله. کریم جنت ښه بالینګ ونکړای شو خو د پاکستان محمد اصف ښه بېټېنګ وکړ، او افغانستان لوبه وبایلله. دا درېیم ځل دی چې افغانستان په دوو نړیوالو جامونو او یو د اسیا په جام کې له پاکستان سره مهمې لوبې د خراب باولینګ له کبله بایلي. مسلکي او خپل هېواد او ملي ګټو ته ژمن اشخاص او ژمنې ادارې له هرې وړې او لویې تېروتنې غټ درس اخلي، د مشکل حل پیدا کوي او آینده کې یې بیا نه تکراروي، مګر ولې افغانستان له یوې سوړې په وار وار چېچل کیږي؟؟ مشکل له کوم ځای څخه پیل شو؟ کله چې د نړیوال جام لپاره  دلوبډلې لپاره د لوبغاړو نوملړ (سکواډ) جوړېده، مشکل له هماغه ځای څخه جوړ شو. د راشد ټېنګار دا و چې د دوو دریو مجربو او مسنو لوبغاړو پرته نور ځوانان وټاکل شي چې لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېږي، خو ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک