No-IMG

د کابل د کرکټ د نړیوال میدان په اړه

د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې د مانچستر په میدان کې له افغان روزنکي نوروز منګل سره ولاړ وو. په ځینو مسائیلو یې خبرې کولې او دې میدان ته یې اشاره وکړه او وویل افغانستان چې ډېر کلونه بعد هم داسې میدان ولري، موږ به خوشحال یو.... دې میدان کې د زرګونو نندارچیانو ځای و، څو لویې غټې دروازې یې لرلې، د میدان او پچ لپاره مجهز وسائیل، میدان تک زرغون او دومره پوست او نرم چې زړه دې کېده بالښت په کې کېږده او ډډه ووهه، د تمرین لپاره جلا پراخ ځای، د مطبوعاتو لپاره ډېر لوی ځای او سهولتونه، انټرنټ، واړه واړه تلویزونونه او ډېر نور څه... هغه نو د انګلنډ میدان و، انګلنډ خو د کرکټ کور دی....

دا مې د افغان کرکټ د ځینو مینه والو په انتقاد پورې وکړه. دوی د کابل د کرکټ د نړیوال میدان ځینو تصویرونو ته په کتو انتقاد کړی چې ولې دا لوبغالی د نړۍ په ښو معیارونو برابر نه دی. انتقاد یې په ځای هم دې او لږ بې ځای هم. په ځای په دې مانا چې کرکټ بورډ دا میدان تر دې لا ښه کولای شوای او شي، ښه بودیجه لري او کرکټ ښه شهرت او مارکیټ لري. د نندارچیانو ځای دې پراخ کړی، میدان لږ غټ شي، پچ یې لږ تېزو توپ اچوونکو ته برابر شي، سکرینونه دې ولګول شي، سکور بورډ یې لا ښه معیاري شي، نور سهولتونه دې هم په کې برابر شي او.....

بل اړخ یې دا دی چې د افغانستان روان وضعیت ته په کتو دا ښه میدان دی. زرغون دی او نسبي معیارونه پوره کولای شي. د افغانستان، پاکستان، زمبابوې او عمان لوبغاړو په کې لوبې کړي او د افغانستان د کرکټ لوی تاریخ ورسره تړلی دی. تر دې دمه نسبتآ ښه ساتل شوی او د افغانستان ګوزاره ورسره کېږي خو دایمي حل او د نړیوالو معیارونو په تول پوره نه ګڼل کېږي...

د جمهوریت په وروستیو کې د کرکټ لپاره ځمکه جلا او اعلان شوه، هغه کیسه چېرته ورسېده؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

ذین الله

زه غواړم چی پاسټ بالر شم

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک