سليمان صافی د افغانستان کرکټ ټيم راتلونکی ځلانده ستوری
د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې افغان لوبغاړي سلیماني ساپي سلیزه وکړه.
د افغانستان د کرکټ د اینده بل ستوری، سلیمان ساپی؛ دی په چپ لاس توپ وهنه کوي او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې کپتان دی. ده نن د زمبابوې خلاف سلیزه وکړه، مبارک دې وي ورته. ده د پي ان جي خلاف پنځوسیزه کړې وه خو د پاکستان خلاف لوبه کې رن اوټ شو . دی لومړی افغان دی چې په روان نړیوال جام کې ۱۰۰ کوي. خدای دې له بد نظر وساتي. د دغه نړیوال جام او زموږ د دغې لوبډلې یو بل ښه محصول او ثمره همدا ځوان دی.
سلیمان فوق العاده لوبغاړی دی، د زمبابوې خلاف مې د ده لوبه ولیدله، د فشار لاندې حالت کې یې لوبه پیل کړه، اهسته اهسته روان و، ۵۰ یې وکړه او د ۵۰ منډو وروسته یې د منډو کولو بهیر دومره چټک کړ چې د زمبابوې په هر بالر باندې یې څلوریزې او شپږیزې ووهلې او لوبه یې تر وروستیو اورونو ورسوله. همدې ته پلان وايي، همدا فېنشر لوبغاړی دی او همدا د پلان او حالت مطابق د ځان عیارول دي. د ده په بېټېنګ باندې د نجیب ځدراڼ، حشمت شهیدي او د انګلند د مورګن د لوبو مینه ماتېدلای شي.
