اسیا کپ کي د افغانستان او بنگله ديش لوبې ته يوه کتنه
د اسیا کپ په لومړۍ لوبه کې د افغانستان بری ښه زېری دی. په ډېر لوی توپیر سره یې سري لانكا ته ماتې ورکړه. که د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته د وتلو خبره رن رټ یا د منډو اوسط ته وځي، نو له سري لانکا څخه د هغې لوبې ګټل به له افغانستان سره په دې برخه کې ډېره مرسته کوي.
نن سه شنبه د کابل په وخت د مازدیګر شاوخوا ۶:۳۰ (واشنګټن سهار ۱۰:۰۰) په خیر له بنګله دېش سره لوبه ده. تازه تازه مو له بنګله دېش څخه هم شل اوریزه لوبه ګټلې ده او ان شاء الله چې بیا به یې هم ګټو. که سبا مو وګټله نو د څلورو لوبډلو پړاو ته داخلېږو چې هلته به له هند او پاکستان سره مخامخ یو.
تېرې لوبې کې د افغانستان بالینګ او په خاص ډول اټکېنګ بالینګ ته په کتو، ممکن بنګله دېش وار د مخه تر فشار لاندې وي.
افغانستان تل په بالینګ کې ښه و او دی، خو که یوه سپارښتنه ورته وشي هغه به دا وي چې د یو الراونډر په ځای دې یو بل عمده بیتسمین ته هم ځای ورکړي. تېرې لوبې کې یوازې څلور عمده بیتسمینان وو او نور بالران او الراونډران وو؟ پاکستان تقریبآ شپږ او هند پنځه عمده بیتسمینان لرل. افغانستان هم باید پنځه عمده توپ وهونکي ولري، څلور بیخي عجیب وو. له سري لانکا سره لوبې کې خو بالرانو لوبه راتاوه کړه، خو له نورو لوبډلو سره په څلورو عمده توپ وهونکیو فکر نکړم، د خوښې نتیجه ترلاسه شي.
د افغانستان په فیلډینګ کې هم لږې ستونزې وې، خو خیر حل به شي.
له هند او پاکستان سره چې مخامخ شو، بیا به هلته پرې وغږېږو.
د افغانستان د بري په هیله.
افغانستان
کرکټ
نظر
