معلوماتي ليکنې

د نړۍ مهم هوايي شرکتونه چې الوتکې یې له هر اړخه بهترينې دي؟!

د سکای ټريکس نړيواله موسسه هر کال په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو هوايي شرکتونو د الوتکو خدمات اسانتياوې، کيفيت او بالاخره هر اړخ تر څېړنې لاندې نيسي او مخامخ له مساپرو څخه معلومات راټولوي چې ددې شرکتونو په الوتکو کې سفر کوي، د ۲۸۰ ايرلاينونو ۴۱ بېلابېل اړخونه له مساپرو پوښتلي دي؛ د الوتنې له څرنګوالي، د خدمتونو له کيفيت څخه نيولې حتی تر هغې څوکۍ پورې چې مساپر پرې کېني چې ايا (پسته (نرمه) ، نوې ، پاکه مجهزه ، ازاده او مسترح ده او که نه؟) نو په دې لړ کې دا ايرلاينونه د خدمتونو او کيفيت په لحاظ په نړۍ کې تر نورو مخکې شوي دي. لومړی نمبر: قطر ايرويز Qatar Airways دويم نمبر: سينګاپور ايرلاينز Singapore Airlines درېيم نمبر: جاپانی شرکت...
نور ولوله

د امازونAmazon ويب پاڼې نوم د انلاين پلوراوخرڅلاو لومړۍ نمبر ويب پاڼه ده

د امازونAmazon ويب پاڼې نوم خو مو ارومرو (زموږ له فيسبوک پاڼې څخه) اورېدلی. امازون په نړۍ کې د انلاين پلوراوخرڅلاو لومړۍ نمبر ويب پاڼه ده او په دې برخه کې تر بل هرچا مخکې ده، دا ويب پاڼه چې راخلاصه کړئ، هرڅه پکې له ګېمونو، کمپيوټرونو، کامرو نيولې تر کتابونو، لوښو د ښوونځي له سامان الاتو خلاصه دا چې هرڅه پکې موندلی شئ او له ټولو ځانګړنو سره پکې د يوه توکي بيه معلومولی او بيا همدلته د ويب پاڼې له لارې یې اخيستلی شئ. امازون ستر ستر ګودامونه لري، خپل ادرس او نوم به ورکړئ ، دوی به یې ستاسې تر کوره پورې ډېر ژر در ورسوي. دوی د نړۍ په هره برخه کې زېرمتونونه لري ، ځانګړې الوتکې او ډرون هم لري که د دوی له ګودام سره نږدې وئ تاسې ته یې د ډرون له لارې در رسوي، که د ماسترکارټ او ويزا کارټ له لارې مو يو شی واخيست...
نور ولوله

يوه ډېره حيرانونکې!

ايا پوهېږئ؟! که چېرته تاسې د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۷ بجې د جاپان له پلازمېنې ټوکيو څخه د امريکا هوايي ايالت (هونولولو) ته په الوتکه کې پرواز پيل کړئ، تاسې به (هونولولو) ته له ۷ ساعته او ۴۵ دقيقې پرواز وروسته له پنجشنبې يوه ورځ مخکې يانې د چارشنبې په ماښام پر ۷ بجې او ۴۵ دقيقې ورسېږئ. په نړۍ کې دبېلابېلو سيمو د وختونو د تفاوت له امله هونولولو له جاپان څخه په وخت کې ۱۹ ساعته فرق لري، او د ددې دواړو سيمو تر منځ الوتنه يوازې ۷ ساعته او ۴۵ دقيقې وخت نيسي چي ۱۱ ساعته او ۱۵ دقيقې تر منځ پاتې کېږي، له همدې امله ده چې تاسې به هونولولو ته دقيقا يوولس ساعته مخکې له دې چې الوتنه مو له جاپان څخه پيل کړې ورسېږئ. يانې سبا ته خو هرڅوک رسېږي تاسې به پرون ته ورسېږئ. ...
نور ولوله

ولې زياتره الوتکې سپین رنګ لري؟

کېدای شي په دې اړه مو تر اوسه سوچ نه وي کړی چې ولې الوتکې په سپین رنګ کې دي، ، خو دا چې جوړونکې کمپنۍ ولې الوتکې په سپین رنګ کې رنګوي څو علتونه لري: لومړی دا چې سپین رنګ نور نه جذبوي او بيرته یې انعکاس کوي له همدې امله یې الوتکې ته هم سپين رنګ ورکړی دی،چې نور بيرته انعکاس کړي ، که تياره رنګ ورکړي نو بيا د الوتکې باډۍ ډېره تودوخه جذبوي، ګرمېږي او له امله یې د کېبين داخل هم ګرمېږي او د بيرته سړولو لپاره ډېرې انرژي او مصرف ته اړتيا ده چې کېبين سوړ وساتل شي. دويم داچې په سپين رنګ باندې ليکې او خراش ډېر ژر معلومېږي او ددې لپاره چې د الوتکې باډۍ کومه صدمه نه وي ليدلې او مشکل يې وار له مخه په باډۍ کې څرګند شي، نو سپین رنګ یې ورته انتخاب کړی دی، چې درز،چاک او په پ...
نور ولوله

تر امريکا وروسته چين هم د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بيرغ نصب کړ

له امريکا څخه نيمه پېړۍ وروسته چين لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بيرغ نصب کړي، د چين بيرغ دويم بيرغ شو چې د ځمکې په سپوږمۍ باندې ورپېده. د چين د تشيالپوهنې ملي ادارې د خپل هېواد د بيرغ هغه عکسونه خپاره کړل چې پکې ښودل کېږې چې د يوې څېړنيزې چينايي سپوږمکۍ له لارې دا بيرغ د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی دی او د باد د نه شتون له امله بې حرکته ولاړ دی. لومړنی بیرغ  په اپولو مېشن کې په ۱۹۶۹ زېږدي کال امريکا د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی و له هغه وروسته يې بيا هم ۵ ځلې  نور هم خپل بيرغونه هلته نصب کړل. په دې سربېره به چين له سپوږمۍ څخه دوه کيلو ګرامه خاوره هم د څېړلو په موخه ځمکې ته راوړي ، لومړی ځل چې د سپوږمۍ خاور...
نور ولوله

د 5 جي انټرنېټ سرعت ته به تر ۲۰۲۴ زېږدي کال پورې ۴۰ سلنه دنياوال لاس رسی ولري

د 5 جي انټرنېټ سرعت ته به  تر ۲۰۲۴ زېږدي کال پورې ۴۰ سلنه  دنياوال لاس رسی ولري. چې په راتلو سره به يې وکړای شو چې يو ډاکټر که په فرانسه او امريکا کې هم وي په يو بل هېواد کې به په انلاين ډول د جراحي  (Remote Surgery)عمليات ترسره کړي او يا به له بل هېواد څخه د‌موسيقي الې درباندې زډه کړي. ...
نور ولوله

د بېلابېلو خوړو هضم څومره وخت نيسي؟

• د غوا غوښه: ۳ ساعته • د وري غوښه: ۴ ساعته • اوبه: بې ځنډه کولمو ته داخلېږي. • بېلابېل جوسونه او مېوه جات : ۱۵ تر ۲۰ دقيقې • خامه سبزي: ۳۰ تر ۴۰ دقيقې • پخې سبزيانې: ۴۰ دقيقې • غله جات: ۲ ساعته • پنېر، کوچ او نور: ۲ ساعته • کبان: ۴۵ تر ۶۰ دقيقو • وچه مېوه: ۳ ساعته • چرګ غوښه: يونيم تر ۲ ساعته ...
نور ولوله

اروپا کې د مطالعې دود د ژوندي ساتلو لپاره د bookcrossing لړۍ پيل شوې

يوه ټولنه هغه وخت د نېکمرغي په لوري ګامونه ګړندي کولای شي چې د‌خلکو يې د ښو کتابونو مطالعه د ورځني کار مهمه برخه وي. په نړۍ او په ځانګړي ډول اروپا کې د مطالعې دود د ژوندي ساتلو لپاره د bookcrossing  لړۍ پيل شوې. يانې په دې‌مانا چې  کتاب لوله لوله چې هر چېرته دې پر لاره کتاب ختم کړ هلته يې په مخصوص پلاستيک کې چې له باران څخه پکې ساتلی وي کېږده يا راوځړوه  او بل کتاب له هغه ځايه وړيا درواخله ، دا لړۍ د بوک کراسينګ بنسټ لخوا په ۲۰۰۱ کې پيل شوې او غواړي له ټولې نړۍ څخه کتابتون جوړ کړي ، او هرڅوک ،هرځای، په هرحال کې په اساني، په وړيا ډول  کتاب ته لاس رسی ولري. ...
نور ولوله

سږکال د نړۍ تر ټولو معياري او ښه پوهنتونونه کوم پوهنتونونه دي؟

د The Times Higher Education  نړيوالې موسسې د سږ کال لپاره د نړۍ په ۹۳ هېوادونو کې ۱۵۰۰ پوهنتونونه له هره اړخه څېړلي او بيا بې د معمول په ډول درجه بندي کړي دي، په دې درجه بندي کې د نړۍ تر ټولو ښه او ټاپ پوهنتونه په لاندې ډول دي. ✓ لومړی نمبر: اکسفورډ پوهنتون (برتانيا) ✓ دويم نمبر: سټنفورډ پوهنتون (امريکا) ✓ درېیم نمبر: هارورډ پوهنتون (امريکا) ✓ څلورم نمبر: کليفورنيا اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي (امريکا) ✓ پنځم نمبر: ماساچوسټس اينسټييټوټ اف ټيکنالوجي (امريکا) ✓شپږم نمبر: کمبرېج پوهن...
نور ولوله

يو ميګاپیکسل څه مانا؟

د‌ عکاسي او کامرو مينه والو ته! يو ميګاپيکسل  د يو ميليون پيکسلو لنډ نوم دی،  او له يوه ميګا پيکسل څخه مانا دا چې يو ميليونه پيکسلونه. پيکسل د عکس اخيستلو کوچنی يونټ او واحد يا پيکچر ايليمينټ دی ، د هرې کامرې په شاتنۍ برخه کې له لينز او نورو ورهاخوا په اخر کې يو تقريباً مربع شکله او مستطيله شکله سېنسر وي او په هغه باندې دا پیکسلونه نصب وي چې هريو يې له يو بل سره تړلي او هر پيکسل د عکس اخيستلو په وخت کې يوځای راخلي او د هغه ځای رڼا، رنګ او نورې ځانګړې را نيسي،او د ټولو پيکسلونو له معلوماتو يو عکس جوړېږي ، چې کامره یې له پروسسينګ (طی مراحل) وروسته تاسې ته درښيي، هرڅومره چې زيات پيکسلونه وي هغومره به عکس ډېر په جزياتو ليدلی شئ، ځکه هر پيکسل به...
نور ولوله

اېپل کمپنۍ: ۴ نوي ايفون ۱۲ موبايلونه په ۵جي ټيکنالوجي سمبال نندارې ته وړاندې کړل

اېپل کمپنۍ ۴ نوي ايفون موبايلونه د : ايفون ۱۲ ميني ،ايفون ۱۲,   ايفون ۱۲ پرو او ايفون ۱۲ پرو مکس  په نومونو چې په ۵جي ټيکنالوجي سنبال دي او د اړتيا په وخت کې اتومات فعالېږي، نندارې ته وړاندې کړل.     لومړی پوست: د ايفون ميني iPhone 12 mini ځانګړنې په دې ډول دي. * سکرين:  ۵ اشاريه ۱۸ اينچه * د سکرين ريزلوشن: 2079 پر 960 پیکسله (۴۲۴ پیکسله پر يو اینچ د یيکسلونو تراکم)...
نور ولوله

هيڅکله به هدف او مورال نه بايلې

تاسې لاندې په عکس کې د Nick Vujicic په نامه يو استراليايي ځوان وینئ چې له موره بې لاسونو او بې پښو زېږېدلی دی، خو د مورال د نه بايللو او هدف ته د رسېدو په خاطر د سختو هڅو له امله اوس په نړۍ کې  يو تکړه انځورګر، لامبووهونکی، پراشټویسټ او يو تکړه او ژبور ويناوال دی. نوموړی د استراليا په ميلبرن کې په ۱۹۸۲ زېږدي کال کې د tetra-amelia سنډروم له امله له موره بې لاسونو او بې پښو وزېږېد. په مالي او حسابداري چارو کې لوړې زده کړې کړې دي،  د بې لاس و پښو خلکو لپاره يوه خيريه موسسه هم لري. اثار او کتابونه یې هم ليکلي دي او له يوې ښکلې جينۍ سره يې واده هم کړی دی. ...
نور ولوله

په نړۍ کې تر ټولو غريب ولسمشر

په تېرو لسو کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو غريب ولسمشر د يوروګوای هېواد ولسمشر jose mujica و ، نوموړی چې په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې یې انتخابات ګټلي او تر ۲۰۱۵ پورې د يوروګوای ولسمشر او بيا تر ۲۰۱۸ پورې د مشرانو جرګې رييس و، يوازې يو ۱۹۸۷ ماډل زوړ موټر لري او بس. په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې یې خپله سرمايه ملت ته اعلان کړه  پوره ۱۸۰۰ امريکايي ډالر هست ونيست یې لرل ، ددې پرځای چې په مجلل او عصری کور کې واوسي، دا يې ښه وبلله ،چې له مېرمنې یې ورپاتې په هغه زوړ او ويران کور کې واوسي چې له پلازمېنې لرې په يوه کرونده کې واقع دی،  هغه مياشتنی معاش چې نوموړی یې له دولت څخه اخيست ۹۰ فيصده یې په غريبانو او نادارو خلکو نقسيماوه، نوموړي دوه ساتونکي ، او يو سپی درلود. تراکتور یې درلود ، هغه یې هم د دولت ملي شتمني ته وس...
نور ولوله

څنګه يو عادي ماسټر کارټ جوړ کړو؟

پرون ډېرو ځوانانو پوښتنه کړې وه چې څنګه داسې يو کارت جوړ کړو چې انلاين کورسونو ته فيس پرې تحويل کړو، انلاین (په پيسو) اپليکېشنونه پرې واخلو، يا يو سافټویر وپېرو ،يو کتاب په سافټ بڼه واخلو او يا ګېم پرې مخته بوځو؟. • خپله اصلي تذکره او دوه قطعې عکسونه مو را واخلئ • نسبتا له نورو بانکونو اسانه او ښه بانک  AIB (Afghanistan International Bank  ) دی ،يوې څانګې يا مرکزي دفتر ته يې ورشئ ورته ووايئ چې ماسټر Prepaid کارت جوړوم. • هغوی د ماسټر Prepaid کارت قيمت ۳۰ ډالر ټاکلی دی نور نو س...
نور ولوله

اېپل کمپنۍ: هر څوک چې د ايفون موبايل کولپ (لاک) مات کړي يو ميليون ډالر جايزه ورکوي

اېپل کمپنۍ وايي هرڅوک او هره ډله چې د‌ هېک کېدو له لارې د ايفون موبايل کولپ مات کړي او د موبايل د څښتن له همکاري ماسوا د هغه معلوماتو ته ور ننوځي او ټولې ډېټا ته يې لاس رسی پيدا کړي يو ميليون ډالر جايزه ورکوي, دوی وايي پر ايفون سربېره د اېپل هر پلېټ فارمiOS, iCloud, tvOS, iPadOS, watchOS او macOS. ته چې ننوځي دا جايزه ورکول کېږي دوی مخکې هم په دې اړه هغو هېکرانو ته چې د‌ دوی د‌موبایلونو ستونزې او خامي يې ور په ګوته کړې وې او یا يې کومه پټه لاره پکې پيدا کړې وه څه کم څلور نيم ميليونه ډالر ورکړي دي. ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک