معلوماتي ليکنې
د تېر وخت درناوی وکړئ
په تېر وخت کې هره تېرېدونکي شېبه له راتلونکي وخته غلا شوې ده. پر ستونزې هره دقیقه تمرکز مو له حل لارې همدومره لرې کوي. که په هغو شیانو فکر کوئ چې تاسې سره باید نه وی شوي، نو اصلاً د هغو شیانو مخه نیسئ چې غواړئ په ژوند کې درسره وشي.
وایي ته چې ځان څه ګڼې، هماغه درنه جوړېږي، دې حقیقت ته په کتو که چېرې ته پخوانۍ تجربې او تېروتنې د یوې شېبې لپاره هم تجربه کول نه غواړې، نو په اړه یې فکر هم مناسب نه دی. ددې اندېښنو او فکرونو پر ځای، د تېرو پېښو او تجربو له درسونو د نوې پوهې او روڼ اندۍ لپاره کار واخله.
د ژوند لویې ماتې لوی فرصوته در ښکاره کوي. لرغوني مفکر ایروپیديس ویلي: (په بد وخت کې د خوشاله بدلون ښه فرصتونه دي.) که تاسې په ژوند کې ډېرې سختۍ لیدلې وي، نو دا پ...
نور ولوله
یوه ځغلنده کتنه موږ او نړۍ ته !
د چين سایتیک شرکت دې چاپېریال د خوندېتوب په موخه داسې پلاستکونه جوړ کړل چې له استفادې ورسته په اوبو کې منحل او څښل کیږې چې د ورېجو دې سرسر ذایقه لرې او همهغه پروټین او غذایت لرې ، غوره یي لا داده چې کوم نارغ لپاره پرهیز هم نلرې هر څوک خپل پلاستک خؤړلي شي یايي د غذایي توکو په توګه زیرمه کؤلي شي.
د چین دې زراعتي څانګې تړلي یو شرکت په دوبی کې په بریا سره داسي ورېجې کښت کړې چې ډېرو لږو اوبو ته اړتیا لرې او په شګو کې کښت کیږې .
لدې سره به دې اماراتو شګلنې دښتې په راتلونکې نږدې وخت کې په ورېجو زرغونې وینئ.
دې استرالیا دې میلبوني پوهنتون په بریا سره مصنوعې ځیرک قیافه شناس ( مخ پیژندونکی) او روان پوهه ماشین یا روبوټ جوړ کړ چې په لس...
نور ولوله
د بري چانس مو څو چنده کړئ
په ۲۰۰۶ کال کې رسنیو یوه څېړنه خپره کړه، دا څېړنه په هغو ډېر شمېر خلکو شوې وه چې د نوي کال لپاره یې کوټلې پرېکړې درلودې. بیا یې دا کسان په دوو ډلو وېشلي وو؛ یو هغه وو چې د نوي کال پریکړې یې لیکلې وې او بل هغه وو چې پرېکړې یې کوټلې وې، خو لیکلې یې نه وې.
یو کال وروسته څېړونکو ددې خلکو برخلیک وارزوه او جالبې پایلې یې ترلاسه کړې. کومو خلکو چې خپلې پرېکړې کړې وې، خو لیکلې یې نه وې، یوازې څلور سلنه یې خپلې کړې پرېکړې عملي کړې وې. خو کومو خلکو چې پرېکړې کړې وې او بیا یې لیکلې وې، په هغوی کې ۴۴ سلنه خلکو خپلې کړې او لیکلې پرېکړې عملي کړې وې. یعنې دا موضوع پر بریالیتوب له ۱۱۰۰ سلنې ډېر اغېز کوي. دا اغېز پر هغو موخو او پرېکړو کېږي چې تاسې يې پر یوه پاڼه لیکئ.
ما په...
نور ولوله
کله چې يو هېوادوال په غربت او ستونزه کې وي ټول دولت بايد ټکان وخوري
په متحده عربي اماراتو کې يوه تقاعد شوي دولتي کارمند دعجمان راډيو ته زنګ وواهه ورته ويې ويل: تقاعدشوی يم ،دمياشتی لس زره درهمه تقاعد اخلم، خو د کور مې نه بس کېږي،مصروفونه ډېر دي، سړی په کوم يوه پسې ورسېږي بيخي مې زړه خوړين دی، ځه وکړو؟ د راډيو له وياند سره يې دخپل زړه درد شريکاوه، خو د راډيو د وياند لخوا په ريشخند او تمسخر ځواب ورکول کېده. تقربيا نيم ساعت وروسته د شيخ محمد بن راشد ال مکتوم د دفتر لخوا د راډيو مرکزي دفتر ته زنګ وهل کېږي او وياند له متقاعد سړي سره د تمسخر امېزه چلن له امله له راډيو شړل کېږي، د محمد بن راشد دفتر دټولنيزې رفاه وزير ته امر کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ددې متقاعد سړي او نورو ټولو متقاعدينو اړتياوې وڅېړئ او وارزوئ!
 ...
نور ولوله
کراچیوانان د دې ټولنې ستر خادمان دي چې باید قدردانې یې وشي!
ډاکټر که روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، انجنیر که ساختماني مشورې ورکوي او د پوهنتون استاد که محصلان روزي، نو کراچیوان د ښار غریبو خلکو ته ارزانه خوراکي او غیر خوراکي توکې وړاندې کوي او د همدې کراچیوان له برکته د بزګر محصولات پلورل کیږي. کراچیوان د ښاروالۍ تر رشوت خور ماموره دې ټولنې ته ډیر مفید دی او تر هغه زیات د قدر وړ دی. دا یې پر موږ حق دی چې ټول ورته په درنه سترګه وګورو!
په شلمې پیړۍ کې ( چې د موډرنیزم دوره یې بولي) ښار جوړونه موټر - محوره وه چې په هر ځاي کې لوي لوي دوه منزله او درې منزله سړکونه او اسمان څکې ودانۍ جوړیدلې. د شلمې پیړۍ په اواخرو او د یوویشتمې پیړۍ په سر کې نور نو د موډرنیزم دوره او ورسره په ښارونو د موټر راج ختم شوی. اوس...
نور ولوله
افغانستان کې جوړېدونکې ودانۍ په نړیوال معیار برابرې دي؟
صفت الله بهیج او محمد رفیع رفیع
د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادان او فرانسه کې د دوکتورا زده کوونکي
یو له هغه مهمو سکتورونو چې د لسیزو جګړو په ترڅ کې ډیر زیانمن شوی هغه ساختمانې چارې دي یعنې د هیواد ډیرې بنسټیزې ودانۍ ، سړکونه ، فابریکې ، ټولګټې ودانۍ ، هستوګنیزې ودانۍ او داسې نورې یا په بشپړه توګه ویجاړې او یا سختې زیانمنې شوې دي.
په کال ۲۰۰۱ میلادي کال کې ودانیزې چارې په ډیره چټکیتا پیل شوې، خو له بده مرغه د ډیرو مشکلاتو په درلودلو سره په هغه ډول ترسره نه شوې چې ورته اړتیا محسوسیدله نو له همدی وجې ډیرې ساختماني ودانۍ یا پروژې په ډیره کمه موده کې د زیاتو ستونزو سره مخامخ شوې دي. نو پدې لیکنه کې مو هغه څه ته ځای ورکړی چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د ساختماني چارو اړوند ستو...
نور ولوله
د کابل د هوا ککړتيا؛ لاملونه، اغېزې او حل لارې!
مخکې له دې چې مونږ د هوا د ککړتيا او بيا په کابل کې د هوا د ککړتيا په لاملونو، اغېزو او يا حللالرو وغږېږو، بايد لومړى پوه شو چې د هوا ککړتيا څه ته وايي؟
د هوا ککړتيا:
هوا د غازونو يو ترکيب دى، که له هغې ترکيب څخه يو غاز يې يا کم يا ډېر شي، هوا ککړېږي. همدارنګه که کوم بل نوى غاز او يا هم ذرې هوا ته داخلې شي، دلته هم د هوا ککړتيا رامنځ ته کېږي.
د هوا د ککړتيا لاملونه هم انساني دي او هم طبيعي.
د هوا ککړتيا دوه ډولونه لري:
- دننۍ د هوا ککړتيا:
دا د کور دننه د هوا ککړتيا ته وايي.
- ...
نور ولوله
