معلوماتي ليکنې

که مو په فيسبوک کمپنۍ کې کار کاوه، څه امتيازات او اسانتياوې به مو لرلې؟

کېدای شي دا پوښتنه درسره وي چې د فيسبوک د مرکزي دفتر (د مينالوپارک دفتر) کارمندان سره له دې چې ښه معاشونه لري فيسبوک نورې څه اسانتياوې په نظر کې ورته نيولې دي. فيسبوک او ګوګل دواړه هڅه کوي له خپلو کارمندانو څخه (چې ټول یې تکړه،کارپوه اومجرب کسان دی) د ښه کار اخيستلو په وړاندې هغو ته ښه معاش او په معاش سربېره اسانتياوې هم برابرې کړې. لاندې يوولس اسانتياوې فيسبوک خپلو کارمندانو ته نن سبا ورکوي. • هر پلار او هرې مور ته چې نوی ماشوم یې زېږېدلی وي او يا یې يو ماشوم په (زوی توب) نيولی وي څلور مياشتې سره له معاشه رخصتي ورکوي. (خو پام مو وي چې هغه خلک داسې نه دي چې هرکال یې زېږوي او بيا په شمېر او نومونو...
نور ولوله

انځور چې هر انسان پرې بايد فکر وکړي !

دا د مني په يو قطره کې په سترکو نه ليدونکی ژوندی حيوان چې د يوې ښځې په رحم کې هګۍ ته ځان رسوي او کوښښ کوي چې د هګۍ ديوال سوری او ور ننوځي.  دا هغه څه دي چې د بشريت عقل ورته حيرانيږي، هغه انسان چې، په سترګو ليدل کوي، په غوږونو یې اوري، په ژبه خبري کوي په پښو کرځي، ساه اخلي، فکر کوي او حرکت لري هغه يو وخت داسې يو کمزوری او په سترکو نه ليدل کيدونکې شی ؤ. هغه ستر کائن چې زمکه یې لټ په لټه کړې او نن په هوا کې د ژوند په څرک پسې وتلې هغه يو وخت د يو وړوکي چينجي نه په سلګونه کرته وړوکی او دومره کمزوری ؤ چې حتی په سترګو نشو لیدل کيدای خو د څو ورځو او ورپسې د څو مياشتو او اخر کې د څو کلونو وروسته ترې ، هټلر، سټالين، انسټاين، نيوټن جوړ شول حتی دا اوس په نړۍ کې د...
نور ولوله

هنرمند رنگمالان

دا ښکلي عکسونه چې تاسې یې وينئ د بېلابېلو ودانيو دي او  د جرمني هنرمند  Manuel Di Rita  لخوا چې هنري نوم یېPeeta دی په ډېر جالب ډول رنګمالي شوي دي.  د روغ او ساده دېوالونو والا کورونه یې داسې په جالب ډول (څو بعدي) رنګ کړی دي چې سړی فکر کوي چې دا دېوالونه به څومره لوړې، ژورې او مارپېچي جوړښت لري  او دننې خلک به څومره په مشکله وخت پکې تېروي. دا رنګمالي د Optical Illusion يوه جالبه نمونه ده. د تاسې د کنټري رنګمالان څه هنرونه او وړتياوې لري؟! ...
نور ولوله

مطالعه د بې خوبې ستونزه ختموي!

مطالعه د ارامتيا او د‌خوب راتلو لپاره د امادګي يوه بهترينه لاره ده. د موبايل د سکرين او تلويزيون په رڼا ماغزه داسې انګېري چې ګويا اوس د خوب وخت ندی او بايد بيدار واوسي ، خو په کمه رڼا کې د‌کتاب لوستل بيخي بل ډول اغېز لري ځکه ماغزه دا تشخيصوي چې اوس د استراحت وخت دی او بايد چې ميلاټونين هارمون(د خوب د‌منظم والي هارمون ترشح پيل شي.) نو که خوب نه درځي يا ګډوډ وي مخکې له ويده کېدا کتاب ارمرو مطالعه کوئ! ...
نور ولوله

په نړۍ کې لومړنی پينسل څنګه جوړ شو؟!

په ۱۵۶۰ زېږدي کال کې يانې له نن څخه ۴۶۰ کاله مخکې يوې ايټالوي مېړه او مېرمنې يوه ټوټه ګرافيت د دوو ټوټو لرګيو په منځ کېښود او په نړۍ کې یې لومړی ځل د اوسني پینسل اختراع وکړه. له دې ابتکار وروسته تر اوسه پورې همدا ډيزاين رواج دی، خو په لږ تغيير سره هغه دا چې د لرګي، سايز، او رنګ تغيير شوی دی . او په عکس کې چې کوم پينسل وينئ، دا په اوولسمه پېړۍ پورې اړوند يو پینسل دی چې په جرمني کې په يوه کور کې پيدا شوی ،او په Faber-Castell کې ساتل کېږي. ...
نور ولوله

د سکايپ Skypeدا نوې اسانتيا بيخي جالبه ده

د سکايپ Skypeدا نوې اسانتيا بيخي جالبه ده، تاسې کولای شئ  سکايپ ته په ورننوتلو سره د سکايپ ميټينګ له لارې له نورو ملګرو سره چې هرچېرته وي اړيکه ونيسئ او ټول داسې ښکاره شئ چې په يوه ټولګي کې يوځای د مېزونو ترشاه ناست یئ او يا مو په يوه لوی هال کې د استاد درس او يا سيمينار ته غوږ نيولی دی! د سکايپ دا اسانتيا وړيا ده او تاسې کولای شئ د درس، يوځای ناستې، او ورکشاپونو لپاره یې ډېر په اساني سره په کمېنټ کې د ويډيو له کتلو سره ورسره بلد شئ ٔ! هسې خو د سکايپ له هغې اسانتيا سره تاسې بلد یئ چې د سکايپ له لارې د ويډيويي اړيکو بکګراونډ بدلولی او خپ (بلر) کولای شئ! کرونا داسې کانې هم وکړې؟!!!...
نور ولوله

نن به مو له الوتکو خبر کړم، له کومه شوې، څنګه پکې تغييرات راغلل، او کوم ډولونه لري؟

• د الوتکو تاريخچه او بېلابېل ډولونه! د ١٩٠٣ زېږدي کال په دسمبر کې د امريکا په اوهايو ايالت کې دوو وروڼو د دټولو مخکنيواړينو تياريو وروسته د خپل پنځولي ماشين د په هوا کولو لپاره د ١٩٠٣ زېږدي کال د دسمبرمياشتې ١٤ مه نېټه وټاکله، خو له بده مرغه د دوى د الوتنې لومړنۍ هڅه بريالۍ نه شوه ، بالاخره يې له دې هڅې درې ورځې وروسته يعنې د دسمبرپه ١٧ مه نېټه خپله يو ماشينه جوړه کړې الوتکې ته په هوا کې څلور ځلې چکر ورکړ او د تل لپاره يې د انسان ډوله الوتونکو د لړ په سرکې ځاى ونيو ، دوى له دې وروسته خپلې الوتکې ته افقي سکان ياهغه اله د الوتکې په مخه کې وراضافه کړه چې له شاه څخه مخې ته يا يې برعکس توله ساتي ، يوکال وروسته يې يو بل عمودي سکان د الوتکې په شاه کې ځاى پرځاى کړ چې ...
نور ولوله

د نويو شمېرو له مخې تقريباً 3.04 ټرېليونه شنې ونې د ځمکې پر سر موجودې دي

• د نويو شمېرو له مخې تقريباً 3.04 ټرېليونه شنې ونې د ځمکې پر سر موجودې دي، دا شمېرې د سټلايټ سپوږمکيو لخوا د عکسونو او په پرمختللو هېوادونو کې د ځمکې پرسر د ونو له شمېرو څخه تر لاسه شوې دي. • د څېړنو پر بنسټ هر يو هيکټار (تقريباً پينځه جريبه) ونې کولای شي چې ۷،۵ ټنه وړې زرې ، ګرد او غبار جذب کړي، نو د پاک چاپېريال او روغ ژوند لپاره د نيالګيو کېنول ډېر ضروري او مهم دي. •هره ونه هر کال په متوسط ډول 260 پونډه اکسيجن توليدوي ، يانې په دې مانا چې دوه پوره ونې کولای شي د يوې څلور نفره کورنۍ د يوه کال اکسيجن برابر کړي. • ...
نور ولوله

په خوب کې له لوړه ځايه لويدل

ايا کله داسې پېښ شوي چې د خوب په لومړيو شېبو کې فکر کوئ چې له لوړه ځايه ولوېدئ (وغورځېدئ) او يا کوهي ته ورغوځار شئ او له خوبه يو ناڅاپه راپورته شئ؟! دې کار او حالت ته په علمي اصطلاح کې Hypnagogic jerk وايي او په نړۍ کې ۷۰ فيصده خلک په دې مشکل د خوب په لومړيو شېبو کې هغه وخت چې په اصطلاح پرېښاني وړی وي اخته شوي دي، په دې ډول چې د پښو او لاسو عضلې یې په ناشعوري ډول نيولې غوندې شي، او يا کېدای شي په خودبخوده ډول د بدن عضلې لکه چا چې نيولې وي او بيا د غږ، رڼا، او يوه بل خارجي محرک په وسيله تحريک شي، ځينې خلک وايي کله چې کله خوب ويني او يا د خوب پيل شي او يا يې د خوب راتللو په وخت کې حواس يو پر بله شي نو چې کله يې فکر ته ورشي چې وغورځېدم نوپه يو دم او شېبه کې يې عضلې کار...
نور ولوله

د انسان د ملا په تیر کې هغه اخېرني هډوکي د ميموري کارت فعاليت لري

په تصویر کې د انسان د ملا په تیر کې هغه اخېرني هډوکي ته اشاره شوې، چې په حدیث کې ورته (عجبِ ذنب) او د طبي ساینس په اصطلاح کې ورته ټیل بون (Tail bone) ویل کیږي. د ساینس په وینا: که د انسان مرگ په هر حالت کې وشي، که په اور کې وسوځول شي، که په اوبو کې غرق شي او ولو که په ځمکه کې له خاورو سره خاورې شي، لاکن د هر انسان په ملا کې د دغه (عجب ذنب) هډوکی جینیاتي وجود، تر لکونو او ملیونو کاله پورې هم نه خاورې کېږي او نه ضایع کېږي. نوي ساینس پخپل تحقیق کې زیاتوي، چې د انسان د ملا په دغه هډوکي کې عجیب حکمت دا دی، چې: دغه هډوکی د انسان په وجود کې د میموري کارډ یا (توربکس) غوندې فعالیت لري، یانې په دغه هډوکي کې د انساني تخلیق رازونه (DNA) قد و قامت، وزن، د ...
نور ولوله

يوه جالبه!؛ که په نړۍ کې يوازې سل کسان اوسېدل؟!!

نن سبا د نړۍ د وګړو شمېر څه باندې اووه زره ميليونه کسان تشکيلوي، د نړۍ د نفوسو داسې په تېزي سره ډېرېدل د ځمکې د کرې او د نړۍ د هېوادونو لپاره په يوه ستره معضله بدلېدونکې چاره ده. په دې سره ځينې هېوادونه هڅه کوي چې د خپلو وګړو نفوس کنترول کړي. د بيزنيس اينسايډر په نامه مشهورې مجلې داڅېړنه کړې چې که د ټولې نړۍ د اوسني نفوس پرځای يوازې سل کسان په ګرده نړۍ کې اوسېدل او ځانګړنې، اسانتياوې او پرمختګونه یې د نننۍ نړۍ د انسان وې ، ځمکې به څه حال کې وه؟ شمېرې ښيي چې که په نړۍ کې سل نفره اوسېدل ،۵۹ به یې په اسيا کې اوسېدل، يو په استرالیا، لس په اروپا،شپاړس په افريقا ، شپږ کسان په لاتينه امریکا کې او يوازې ۸ کسان به په شمالي امریکا کې اوسېدل،موټرې به هم ډېرې کمې پيدا کېدې ،چې يوازې ۱۵ کسان به د موټرو څښتنان وو، او ۸۵ نورو...
نور ولوله

د مالټې او کينو ګټې!

مالټه او کينو چې په مني کې پخېږي  او اوس یې موسم دی. د وينې لپاره ډېره ګټوره ميوه ده، د شريانونو د تورېدو، د فلج د مخنيوي او نورو ډېرو ناروغيو لپاره مهمه ميوه ده او دا لاندې مواد لري؟ ۱ـ د سي ويټامين ستره زېرمه ده، ۲ـ کاروټين بيټا پکې ډېر دي ۳ـ د تبې د کمېدو، او په پښتورګو کې د وينې له ټينګېدا (کلک کېدا) څخه مخينوي کوي ۴ـ د ضد عفوني خاصيت په درلودلو سره د سيفليس په درملنه کې مهمه ميوه ده ۵ـ د A ويټامين په ډېره پيمانه لري، او د سرطان په مخنيوي کې هم اغېزمنه ده او د لاندې ناروغيو په درملنه کې مهمه ده: • چاغښت • برونشیټ ...
نور ولوله

دايم خپګان او ذهني فشار د شکر ناروغي لامل کېږي!

څېړنې ښيي، دايم سټريس يانې عصبي فشار په سړيو کې کېدای شي د دويم ډول شکر لامل شي. د سويډن د ګوټينرګ پوهنتون څېړونکو په ۶۸۲۸ کسانو یې څېړنې کړې دي، دې پايلې ته رسېدلي دي ، دا ازمويل شوي کسان هغه کسان و، چې له دې پخوا یې نه شکر، نه هم د زړه د سکتې نښې لرلې. څېړونکو زياته کړه: ۸۹۹ کسان له دې ټولو کسانو څخه له څېړنې وروسته په دويم ډول شکر اخته شوي و، او همدې کسانو ته سټريس يا ذهني فشار له ،خپګان، ورځينو مشکلاتو، د هر ناسم کار په باره کې فکر کول(چې دا ولې داسې وشو او داسې کېږي؟) څخه پیدا شوی و د څېړنو پايلو وښودله هغو کسانو چې دايم خپګان او ذهني فشار یې درلود تر ۴۵ په سلو کې د شکر په ناروغي خطر ته ورنږدې وو. د څېړونکو په وينا نن سبا سټريس د شکر ناروغي په زېږولو کې تر ډېره په رسميت پېژندل شوې نا...
نور ولوله

بيټس کمپنۍ د نړۍ د هېډفونونو او لاسپيکرونو مشهوره او بهترينه کمپنۍ ده

بيټس کمپنۍBeats Electronics چې په نړۍ کې د غوږيو،غټو هېډفونونو او لاسپيکرونو د جوړولو يوه تر ټولو مشهوره او بهترينه کمپنۍ ده ، او په لوګو کې یې د انګرېزي b نښه هم وينئ چې هم د هېډفون شکل پکې پټ دی او هم د کمپنۍ نوم ارايه کوي. په ۲۰۰۶ زېږدي کال کې د مشهور رپ سندرغاړي اوپروډيوسرDr.Dre او Jimmy Iovine. لخوا يې بنسټ کېښودل شو، په نړۍ کې ډېر خلک ددې غوږيو د درلودلو هيله لري ، او د ډېرو سندرغاړو او( ډي جي) والو په غوږو کې به مو ليدلي وي، د بهترين ، صاف سوتره غږ، او ښه Bass درلودلو له امله او هم د ښې کوالټي له امله چې ژر نه خرابېږي ډېرې مشهورې دي، بيټس کمپنۍ په ۲۰۱۰ کې په (HTC) کمپنۍ او بيا پ...
نور ولوله

په نړۍ کې د ښيښې تر ټولو ستر پُل!

ددې پًل په اړه موږ په ۲۰۱۵ کال کې هغه وخت چې دا پُل پرانيستل کېده، تاسې موږ له خپلې فيسبوک پاڼې خبر کړي وئ، خو اوس چې د پُلونو خبره په هېواد کې ګرمه ده، دا هم ولولئ! دا پُل چې تاسې یې په عکسونو کې وینئ د چين په هونان ايالت کې د Zhangjiajie دره له يو بل سره نښلولې ده او په نړۍ کې له ښيښې جوړ شوی تر ټولو اوږد پًل دی، اوږدوالی يې ۱۴۰۰ فوټه او پلن والی يې ۶ فوټه دی له ځمکې څخه ۱۸۰ متره لوړ دی، او په يوځل ۸۰۰ کسان پرې تللی، راتللی شي، د اسرايلي اينجينر Haim Dotam لخوا ډيزاين شوی دی، ۳ اشاريه ۴ ميليونه ډالر لګښت پرې راغلی،دومره محکم پُل دی چې موټر هم پرې تېرېدلی شي. دی لا دوو مېږو ته ناست دی او شپني کا ...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک