مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان بودجه له بهرني تمویل پرته له کورنیو عوایدو جوړه شوې ده.
چارواکو کابل کې د مالیاتي اونۍ د پرانستغونډې پر مهال په هیوادوالو غږ وکړ، چې په ټاکلي وخت مالیه اړوندو ادارو ته ورکړي.
✒: کاناډايي چاپ ګلوبل نيوز رسنۍ تایید کړې، چې د (فرانسوا خاوير پاراديس) په نوم کاناډايی تبعه د طالبانو له لوري په اروزګان ولايت کې نيول شوی دی.
تر دا مهاله نه ده معلومه چې نوموړي ولې او د څه لپاره اروزګان ولایت ته سفر کړی دی.
✒: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي افغانان وړ او متخصص کدرونه لري او له بهره د کاري ځواک د راتګ اړتیا نه احساسیږي.
پخواني جمهور رییس حامد کرزي د پاکستان صدراعظم عمران خان له وروستي وړاندیز، چې افغانستان ته متخصصین لیږي مننه کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې افغانستان وړ کدرونه، متخصصین او پر لوړو زده کړو سمبال ځوان ښځینه او نارینه کادرونه لري او له بهره د کاري ځواک راتلو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.
پخوانی ولسمشر له سرپرست حکومت څخه غواړي، څو خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او ځوانانو استخدام ترڅنګ هغو افغان ځوانانو او کدرونو ته د بېرته راتګ زمینه برابره کړي چې دا مهال بهرنیو هیوادونو کې دي.
کرزی وايي په دې سره به افغانستان د خپلو بچیانو په غښتلو مټو ودان شي.
✒: د مالیې وزارت سرپرست هدایت الله بدري د مالیاتي اوونۍ په نمانځغونډه کې وویل چې مالیه د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه ده. په وینا یې مالیې وزارت به ډېره هڅه کوي چې د مالیې راټولولو پروسه شفافه وي.
✒: نورالدین عزیزی سرپرست وزارت صنعت و تجارت در مراسم هفتهٔ تجلیل از جمعآوری مالیات: ما به تاجران، صنعتکاران، تولید کنندگان، فروشندگان و در مجموع به مالیه دهندگان اطمینان میدهیم که از یک افغانی مالیات شما با کمال امانتداری و صداقت پاسداری میکنیم.
✒: مولوی عبدالسلام حنفی معاون رییسالوزرا ا.ا.ا. در مراسم هفتهٔ تجلیل از جمعآوری مالیات: مالیات شما دوباره بهمنظور بهبود ملت به مصرف میرسد.
✒: فیصله کابینه ا.ا.ا.:
انتقال ریاست NRAP (برنامه ملی راهسازی روستایی) به وزارت بازسازی و انکشاف دهات تصویب است.
✒: مسوولان در مستوفیت پکتیکا میگویند که در ۴ ماه گذشته ۵۴۲ میلیون افغانی عواید را از ادارههای مختلف در آن ولایت جمعآوری کردند، در حالی که در ۸ ماه، حکومت پیشین، ۲۲۵ میلیون افغانی جمعآوری شده بود.
✒: قاری دین محمد حنیف، سرپرست وزارت اقتصاد در مراسم هفته مالیات: ملت و کشور نیاز به رفاه، سازندگانی و خودکفایی دارد، بیائید کشور خود را به خودکفایی برسانیم و سهم خود را در این راستا بپردازیم و با پرداخت مالیات در بازسازی و رفاه کشور عزیز سهم مشترک داشته باشیم.
✒: د ا.ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې رسنیو د عمران خان څرګندونې ناسمې ترجمه کړې دي.نوموړي پر خپل ټویټر د عمران خان د ټویټ انځور سره لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ملګرو هېوادونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي.
✒: سپوږمۍ رادیو: د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانان د سیمې په کچه بشري قوه لري او د بل هېواد ځانګړې توګه د ترهګر پاکستان نه یوازې بشری قوې بلکې هیڅ راز مرستې ته اړتیا نه لري.
✒: د ا.ا مرکزي ویاند وايي، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له کابله عشق اباد ته تللي پلاوي له ترکمنستاني چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو اقداماتو لپاره لاره هواره کړي.
✒: د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولین: مسافر له ۵ زرو ډالرو ډېر له ځانه سره نه شي وړلی.
✒: اردوغان: چشمانداز گردشگری امسال را 35 میلیارد دلار پیشبینی کردهایم.
✒: د امریکا د کانګریس ۲۸ غړو په یوه لیک کې ددغه هېواد د دفاع له وزارت غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایي وګړو په مالیاتو د اخیستل شوو وسلو د برخلیک او کره شمېرو په اړه دې دوی ته راپور ولېږي.
✒: اد راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه مرکه کې ویلي ایران یوازې څو ورځې وخت لري چې د اټومي تړون پر سر هوکړې ته ورسېږي، چې که دا موده پوره شي بیا هېڅ ډول مذاکرات او خبرې ګټه نه لري.
✒: په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د موټرونو توليدي شمېر ۲۶ ميليونو او ۸۲ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۳.۴ سلنه زياتوالی ښيي او په همدې کال کې د موټرونو د پلور شمېر پکې ۲۶ ميليونو او ۲۷۵ زرو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال په پرتله ۳.۸ سلنه زياتوالی ښيي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د امنیتي ضمانتونو په برخه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې د مسکو حوصله نوره نو په ختمېدو ده. سرګي لاوروف ویلي چې مسکو د امنیتي ضمانتونو لپاره د غوښتلو په برخه کې له لویدیځ څخه د یوې اوونۍ په ترڅ کې لیکلی ځواب غواړي.
✒: د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د پوځ پر پوسته برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد برید پخلی کړی دی.
✒: د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې شمالي کوریا د امریکا د بندیزونو د غندني ترڅنګ د یادو بندیزونو په غبرګون کې پرون یو بل توغندی ازمویلی دی.
✒: د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: نن مو د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د عمومي منشي مرستیال مارټین او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې رییس پیټر سره په مجازی ناسته کې د متحده ایالاتو ترمینځ د همغږي په پار. او د افغانانو سره په مرسته کولو خبرې وکړې.
✒: روزنامه اکپرس تریبون پاکستان به نقل از مقامهای این کشور گزارش کرده است که بانک مرکزی پاکستان درخواست اسلامآباد از بهر گشایش صندوق ویژه گردآوری کمک برای افغانستان را به علت ترس از وضع تحریم از سوی گروه ویژه اقدام مالی رد کرده و خواهان بازبینی این درخواست شده است.
✒: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د پرله پسې هڅو په نشتون کې «هر افغان سړی، ښځه او ماشوم» له جدي بې وزلۍ سره به مخ شي.
نوموړی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز سقوط مخنیوی وکړي.
✒: د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره باید له پاکستان څخه د معلوماتي تکنالوژۍ، مالیې او محاسبې په برخو کې مسلکي کسان افغانستان ته واستول شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د عمران خان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو افغانان د عمران خان دغو څرګندونو سخت قهرولي دي.
