No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏په کابل ښار کې یو شمیر میرمنو نن په یوه اعتراضي ناسته کې امریکا نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان مرکزي بانک کنگل شوې شتمني باید آزاده کړي.

: ‏د بلخ سیمه‌ییز چارواکي وايي، د مزار-شبرغان لویې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال ۹ کسان ټپیان شوي دي.

: ‏د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله نن دوشنبه په افغانستان کې د ناروې له سفیر او مل پلاوي سره کتلي. ښاغلي عبدالله ویلي، د دې لېدنې پر مهال یې د افغانستان روان اقتصادي وضعیت تر څنګ د ناروې او نورو هېوادونو له لوري د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وايي، په روان هجري لمریز کال کې له مرکزي اسیا هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره، خو له پاکستان سره دا راکړه ورکړه کمه شوې ده.

: ‏یو امنیتي چارواکی وايي، پرون (یک‌شنبه) پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولایت ۲۱ توغندي توغولي. دغه چارواکی زیاتوي، د دې بریدونو پر مهال چا ته زیان نه‌دی رسېدلی، خو په وینا یې د پاکستاني ځواکونو د دې کار په غبرګون کې یې پر پاکستاني ځواکونو ګڼ شمېر توغندي توغولي دي.

: ‏لطیفه امید چې د تېرې لړم میاشتې په ۲۶مه د کابل په دشت‌برچي کې د چاودنې پر مهال ټپي شوې وه، تېره شپه په ایمېرجنسي روغتون کې ومړه.

د نوموړې خپلوان وايي، اغلې امید په دې چاودنه کې سخته ټپي شوې او سوځېدلې وه او زیاتوي پښې یې هم پرې شوې وې.

: ‏د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په اړوندو کې د یو موټر چپه کېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

: ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، پلان لري په هغو ټولو ساحو کې مخابراتي سایټونه فعال کړي چې په تېرو شلو کلونو کې پکې هیڅ راز مخابراتي خدماتو وجود نه لاره.

: ‏د یونسیف افغانستان برخې پر خپله فیسبوک پاڼه په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې په وروستیو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د دوی مرستندویه ډلې نورستان ولایت ته تللي دي او دلته یې د لرې پرتو سیمو له بېوزله کورنیو سره نقدي مرستې کړې دي.

: ‏مفتی کفایت الله حقانی، مستوفی پروان می‌گوید که در پنج ماه گذشته بیش از ۲۹۸ میلیون افغانی از عواید مالیاتی و غیر مالیاتی در آن‌ ولایت جمع‌آوری شده‌ است.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي.

د حامدکرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې پخواني ولسمشر له افغانستان سره د نېکو اړیکو په پالنه کې د ایران د رغنده رول ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د لا ښو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

: ‏یک فلسطینی در کرانه باختری شهید شد.

وزارت بهداشت فلسطین طی بیانیه‌ای اعلام کرد که سلیمان الهذالین، یک شهروند فلسطینی 69 ساله که توسط یک اسرائیلی با خودرو زیر گرفته شده بود، امروز در بیمارستان الخلیل کرانه باختری رود اردن به شهادت رسید.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه با استقبال رسمی ادی راما، نخست وزیر آلبانی وارد این کشور شد.

اردوغان در فرودگاه بین المللی مادر ترزای تیرانا مورد استقبال رسمی نخست وزیر آلبانی قرار گرفت.

اردوغان و راما پس از پایان مراسم استقبال، به منظور شرکت در مراسم تحویل واحدهای مسکونی اهدایی و ساخته شده توسط ترکیه به زلزله زدگان سال 2019 شهر لاچ، راهی این منطقه شدند.

مولود چاووش‌اوغلو وزیر امور خارجه، سلیمان سویلو وزیر کشور و شمار دیگری از وزرای کابینه ترکیه نیز اردوغان را در سفر به آلبانی همراهی می‌کنند.

روابط دوجانبه میان آنکارا و تیرانا محور دیدارهای اردوغان در آلبانی خواهد بود.

: ‏اردوغان: ترکیه نخستین کشوری بود که پس از زلزله به یاری برادران آلبانیایی خود شتافت و این نیز به تنهایی نشانگر میزان نزدیکی دو کشور است.

اردوغان: امروز 522 باب واحد مسکونی که با صرف بودجه حدود 42 میلیون یورویی ساخته شده را تحویل زلزله‌زدگان خواهیم داد.

: ‏ایران له ډېرې مودې وروسته سعودي عربستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې پيل کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده هغه راپورونه تایید کړي دي چې ویل کېدل تهران جدې ته درې ډیپلوماټان استولي دي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان په اړه ټلفوني خبرې کړې دي. عمران خان ویلي چې ده له پوتین سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر ازادولو او په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک