مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت ویاند رسما تایید کړه، چې اسماعیل خان او احمد مسعود تهران کي د متقي په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
مجاهد وایي، په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري ډاډ ورکړل شوی، چي هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته هیواد ته راشي او دوی هڅه کوي هیچاته د مخالفت دلیل پاتې نه شي.
پرون د لومړي ځل لپاره کابل نیوز د امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي سره د اسماعیل خان او احمد مسعود د لیدنې کتنې خبر خپور کړ.
✒: د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ بېګانانو کلي کې د جوارو پولیو پلورونکي له لوري د یوې زړې هاوان مرمۍ د ټکولو له امله چاودنه شوې ده.
راپورونه وايي، په دې پېښه کې ۹ ماشومان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
✒: محمد محقق او عبدرب الرسول سیاف په ترکیه کې خپلمنځي مجلس کړی.
د وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق وایي چې له عبدرب الرسول سیاف سره یې کتلي او د نظر تبادله یې کړې.
✒: د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې مرستیال وايي، چې تېره شپه یې د پنځمې حوزې اړوند لویې جرګې خیمې شاته سیمه کې په یو لړ عملیاتو کې د داعش ډلې پورې اړوند درې تنه وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.
نوموړی وايي، په دغو څلورساعته عملیاتو کې د اسلامي امارت درې سرتېري هم ټپیان شوي دي.
✒: بانک مرکزی میگوید که در ادامه کمکهای بشردوستانه به افغانستان، امروز ۳۲ میلیون دالر امریکایی به کابل رسید و به بانک بین المللی افغانستان سپرده شد.
✒: جاوید احمد قایم، سفیر حکومت پیشین افغانستان در چین، از سمتاش استعفا داده است. آقای قایم در تویتی علت استعفایش را دلایل شخصی و کاری گفته است.
✒: کورنیو چارو وزارت وايي، که څه هم د ټاپي پروژې په اوږدو کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نهشته، خو په دې پروژه کې د ښکېلو هېوادونو د ډاډ لپاره یوه ځانګړې ۳۰ زره کسیزه امنیتي قطعه رامنځته کوي.
✒: د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو وزارت وایي، په پام کې لري چې په چین کې د افغانستان سفارت ته نوی سفیر ولېږي. ویل کېږي چې سید محی الدین سادات دغه هیواد ته د لومړي سکرتر او شارژدافیر په توګه لیږل شوی دی او هلته به د افغان سفارت چارې سمبالوي.
✒: د روغیتا نړیوال سازمان (ډبیلواچاو) له لوري د روغتیایي تجهیزاتو او درملو ۳۴ ټنه مرسته کابل ته را رسېدلې ده. یاد سازمان ویلي چې دغه درمل به د دریو میاشتو لپاره د ۱۵۰ زره افغانانو روغتیایي اړتیاوې پوره کړي.
✒: اداره یونیسف و موسسه آی، آر، سی برای ۳۰ مکتب که شامل ۷۷۱۵ شاگرد دختر و پسر است، در ولسوالی چرخ ولایت لوگر مواد درسی توزیع کردند.
این بستههای کمکی شامل، بیک، کتابچه، پنسل، پنسل پاک، پنسل تراش، تخته، قلم رنگه، بوتل آب و ماسک است.
✒: مسوولان ا.ا.ا. از بازگشایی شاهراه کابل-جلالآباد خبردادند.
به گفته مسوولان این شاهراه بدلیل لغزش کوه روزگذشته مسدود شده بود و به همکاری مشترک ادارات ذیربط شب گذشته به روی ترافیک باز شد.
قابل ذکر است که پنج جسد نیز از محل رویداد یافت شده است.
✒: فراه کې د افغان تيليکام مخابراتي شبکه له درې کلونو وروسته، بيا فعاله شوه.
سیمه ییز چارواکو ويلي، دغه شبکه د فراه ولايت په ټولو ناحیو کې فعاله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د فایبر نښلولو سره د DSL انټرنټي خدمتونه یې هم فعاله شي.
✒: هلمند کې د پنځه سوه زره نیالګیو د روزلو لړۍ پیل شوه.
مسوولین وایي، دغه لړۍ نن د کرنې ریاست په هڅو او د ملاتړو موسسو په همکارۍ، د دې ولایت په بولان ولسوالۍ کې پیل شوې ده.
مسوولین زياتوي، په یادو نیالګیو کې میوه لرونکي او بې میوې نیالګي شامل دي.
✒: د کندهار دیني علماوو د ا.ا.ا. مشر شیخ هبة الله اخندزاده په غوښتنه د یوې لويې او مهمې ۲۴ کسیزې شورا د جوړېدو اعلان وکړ.
مولوي حبیب الله اغا د د دې شورا مشر، شېخ اختر محمد زعفراني مرستیال او مولوي مجاهد صاحب یې مالي او اداري مسوول ټاکل شوی.
د دې شورا مسوولین چې له امیرالمؤمنین سره یې لیدنې هم کړي، د علماوو د یووالي، د مهمو پرېکړو او ستونزو د حل مسولیت لري.
✒: حبیب الله رفیع، محقق توانا، تاریخ نگار و محقق ادبی کشور در بستر مریضی است.
نزدیکان او می گویند که استاد رفیع دیابت دارد و به همین دلیل در بستر است.
استاد رفیع در طول چند دهه خدمات ارزشمندی را در زمینه های فولکلور پشتو، ادبیات، ادبیات کودکان، دستور زبان و اودون ارائه کرده است.
✒: سویډن کې یوه غیرې قانوني کډواله او مجرمه د دې هېواد د لومړۍ وزیرې په کور کې نیول شوې.
پولیسو د لومړۍ وزیرې په کور په غلطۍ کې چاپه وهلې، چې له یادې مجرمې سره مخامخ شوي.
نوموړې غیرې قانوني کډوالې د لومړۍ وزیرې په کور کې د خدمې په توګه د یوه شرکت له لوري ګمارل شوې وه.
یاده غیرې قانوني کډواله له دې وړاندې د غلا په تور د پولیسو له لوري نیول شوې وه، چې وروسته بیا په تښتې بریالی شوه.
✒: ایران: در برخی حوزهها در مذاکرات وین شاهد پیشرفت هستیم.
سخنگوی وزارت امورخارجه ایران گفت در وین بر روی رفع تحریمها، تضمینها و موضوعات هستهای تمرکز کردهایم که در برخی موارد شاهد پیشرفت هستیم.
✒: فوت 37 بیمار دیگر بر اثر کرونا در ایران.
بنا به اعلام روابط عمومی وزارت بهداشت ایران، طی 24 ساعت گذشته 1923 مورد جدید ابتلا به کرونا شناسایی شده و مجموع مبتلایان در این کشور به 6 میلیون و 208 هزار و 337 نفر رسیده است.
✒: آغاز مذاکرات روسیه و آمریکا در ژنو.
مذاکرات امنیتی میان هیاتهای آمریکایی و روس به ریاست وندی شرمن، معاون وزیر امور خارجه آمریکا و سرگئی ریباکوف، معاون وزیر خارجه روسیه در ژنو سوئیس آغاز شد.
✒: ترکیې او قطر پر افغانستان خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
✒: د نیویارک ښار ځایي پولیس وایي چې اورلګېدنه د هستګونې په بلاکونو کې رامنځ ته شوې ده او تر اویا پورې کسان یې ټپیان کړي هم دي. روغتیايي چارواکي وایي چې د پېښې له سیمې ۱۹ کسانو جسدونه وروړل شوي چې نهه کسه یې ماشومان دي.
✒: اندونیزیا وایي افغانستان ته یې بشري مرستې لېږلې دي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د سخت ژمي په را رسېدو سره دوی پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ولېږي.
✒: د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وایي دوی ته د ایران وروستي اقدامات د منلو نه دي او په خبره یې د خپلو وګړو امنیت به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تامینوي.
✒: د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي چې له افغانستان سره مالي مرستې، د امریکا او نورې نړۍ روابط او دغه راز د دغه هېواد له نوي دولت سره د پاکستان اړیکې به د افغانستان راتلونکې روښانه کړي.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره د ټلفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی. امیرعبداللهیان ویلي، تهران له نوي ډهلي سره افغانستان ته د غنمو او روغتیايي توکو په ګډون د بشرپاله مرستو د لېږد په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، ایټالیا د افغانستان بشرپاله مرستو له وجهي صندوق سره ۱۲ مېلیون ډالره مرسته کړې ده.
