No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏کابل کې یوشمېر مېرمنو په یوه اعتراضه غونډه کې د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال د ژر ازادولو غوښتنه کړې.

پرون د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې فیض الله جلال یې د هغو پاروونکو څرګندونو د وضاحت په خاطر نیولی چې د نظام خلاف یې کړي او د خلکو عزت ته یې زیان رساوه.

: ‏د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار ، د سروبي ولسوالۍ اړوند د "سورۍ تیګې" سیمه کې غر ښویېدلی، چې له کبله یې دغه لویه لار د اوس لپاره په بشپړ ډول د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

عیني شاهدان وايي چې ددې پېښې پر مهال څو کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

: ‏امنیتي ځواکونو ته د کمال خان بند امنیت د ساتنې سپارښتنه شوې ده.

د نیمروزا ولایت امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د کمال خان بند د ساتنې لپاره جدي تدابیر نیولي او په خبره یې په دغه ولایت کې د ټولو عامه او ملي پروژو ساتنې ته ژمن دي.

: ‏کورنیو چارو وزارت د یو تصویر په خپرولو سره وايي، چې دا د وسله والو غلو هغه بانډ دی، چې څو ورځې مخکې د کابل پنځه لسمه حوزه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

کورنیو چارو وزارت ددغو غلو اعترافات هم نشر کړي او غله په خپلو اعترافاتو کې وايي، چې د ملکي خلکو شپږ موټر یې غلا کړي وو.

: ‏د مزارـ شبرغان پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، پېښه تېره ورځ د یوه فلانکوچ او یوه کرولا موټر د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.

: ‏رویټرز خبري اژانس وايي، د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې د کابل هوايی ډګر کې د تخلیې پر مهال یو ورک شوی ماشوم بېرته پيدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

رویټرز لیکلي، دغه ماشوم کابل کې د حامد صافي په نامه یوه ټکسي چلوونکي موندلی و او پرون یې د هغه خپلوانو ته وسپاره.

: ‏د بهرنیو چارو  وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی ۲۶ کسیز پلاوی د ایران په بلنه یاد هیواد ته رسېدلی دی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې افغان چارواکي به له ایراني لوري سره د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د کډوالو اړوند مسایلو خبرې وکړي.

: ‏د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګانی وايي، د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده پرون ناوخته فراه ولایت ته په سفر تللی او د دې ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو او دیني عالمانو سره یې کتلي دي.

: ‏د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي تاییدوي چې په هرات کې یو صراف او د دې ولایت د صرافانو ټولنې مدیره پلاوي غړی عبدالرحیم صدیقي تېره ورځ په هرات ښار کې د یو وسله‌وال برید پر مهال وژل شوی دی.

: ‏د مخاراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي چې افغان پست شرکت په تېرو یوازې دریو میاشتو کې ۴۶ میلیونه او ۳۹۱ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

: ‏افغان حکومت وایي تېر ميلادي کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. د ا.ا د ویاند مرستیال احمدالله وثیق په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان تېر کال د شاوخوا ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د وچې مېوې صادرات لرل.

: ‏په هلمند کې د اسلامي امارت ۵۰ سرتېرو د ځانګړې قطعې له روزنیز مرکز او ‏د هېواد په ختیځ کې له ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه د اسلامي امارت ۱۰۰ سرتېرو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

: ‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متق وايي چې په ایران کې یې د دغه هېواد د بېلابېلو برخو له مسوولینو سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له ایراني چاروکو سره یې پر سوداګرۍ، نفتي موادو، ټرانزیټ، سیاست، اوسني وضعیت او پر امنیتي موضوعاتو خبرې کړې چې ښې پایلې به ولري.

متقي وايي: ا.ا. د سیمې له هېوادنو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. په وینا یې د ا.ا.ا. هڅه کوي چې متوازن سیاست ولري او کړنې یې د چا پر ضد او یا ګټه تعبیر نه شي.

دغه پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي کوي پرون ایران ته تللی دی.

: ‏سره میاشت برای ۱۰۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های وردوج و یمگان بدخشان مواد خوراکی توزیع کرد.

این اداره برای هر خانواده، ۱۰۰ کیلوگرام آرد، ۴۹ کیلوگرام برنج، ۲۰ کیلوگرام روغن، ۱۲کیلوگرام لوبیا، ۱۰کیلوگرام بوره، ۲کیلوگرام چای خشک، ۲کیلوگرام نمک و ۲ قطعی بیسکویت ‌بی‌پی۵ توزیع کرد.

: ‏یک فرمانده ارشد ارتش یمن در درگیری با حوثی‌ها کشته شد.

لشکر «العمالقه» ارتش یمن طی بیانیه‌ای اعلام کرد که سرهنگ مجدی الردفانی، فرمانده ارشد در این لشکر که در درگیری با شبه‌نظامیان حوثی در شهرستان بیحان استان شبوه زخمی شده بود، جان باخت.

: آیت‌الله علی خامنه‌ای، رهبر ایران امروز در سالگرد 19 دی در دیدار مجازی با مردم قم گفت: «برخی به طور طبیعی جلوی انقلاب می‌ایستند و انقلاب چاره‌ای جز ایستادن مقابل آنها ندارد. تخصص دشمنان اما ایجاد اختلاف است و هر جا توانستند این کار را انجام دادند. اختلاف در بین اقوام و درگیری بین قوم‌های مختلف داشتیم اما در بین شیعه و سنی درگیری و اختلاف نداشتیم. یکی یک حرف غلطی زد اما نباید کش داد».

وی با بیان اینکه «سخن آنهایی که بیان می‌کنند چرا مرگ بر آمریکا می‌گویید، سطحی و ظاهربینانه است» ادامه داد: جمهوری اسلامی با طبیعت استکبار مخالف است.

رهبر ایران با اشاره به اینکه «دشمنان ایران به دنبال حساسیت زدایی از انقلاب است» ادامه داد: «مردم نسبت به مسائل اساسی انقلاب حساسند و کسی تعرضی به این مبانی کند، مردم موضع می‌گیرند. می‌خواهند این حساسیت را به تدریج کم کنند این هم باز از راه همین تبلیغات وسیعی است در فضای مجازی در رسانه‌های جمعی بیگانه به انحاء مختلف انجام می‌گیرد. گاهی آدم‌هایی که خیلی ارزشی هم ندارند-نه حرفشان و نه فکرشان - آنها را برجسته می‌کنند و افراد کم مایه و پر مدعا هستند که همین مبانی انقلاب و اصول انقلاب را زیر سوال می‌برند».

: ‏کلیات بودجه 1401 ایران تصویب شد

نمایندگان مجلس ایران امروز 9 جنوري در جلسه علنی، کلیات لایحه بودجه 1401 را تصویب کردند که طبق آن ارز ترجیحی حذف می‌شود.

: ‏در ناآرامی‌های قزاقستان 5 هزار و 135 نفر دستگیر شده‌اند.

وزارت کشور قزاقستان طی بیانیه‌ای اعلام کرد که شمار دستگیرشدگان در حوادث اخیر این کشور به 5 هزار و 135 نفر افزایش یافته است.

: ‏ترکیه حملات مسلحانه به چندین روستا در نیجریه را محکوم کرد.

وزارت امور خارجه ترکیه با انتشار بیانیه‌ای، جان باختن دهها نفر از شهروندان نیجریه طی حملات مسلحانه را تسلیت گفت.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکايي سرتېري د وژل کېدو لپاره افغانستان ته نه لېږل کېږي. بلینکن ویلي، دا لومړی ځل دی چې امریکايي عسکر د نوي کال جشن په افغانستان کې نه نمانځي او دا د امریکایي حکومت لاس ته راوړنه ده.

: ‏د پاکستان په مري ښار کې د یخنۍ له امله په موټرونو کې د بند پاتې مړه شویو کسانو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی دی. اسوشیټډپرس اژانس راپور ورکړی دی چې اسلام اباد ته نږدې په مري ښار کې د سړې هوا له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

: ‏د نایجریا حکومت ویلي چې د دغه هېواد په لویدیځ کې وسله والو غلو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي دي. د یاد هېواد پولیس چارواکو رویټرز ته ویلي چې وسله والو کسانو په دغه هېواد کې د ۹ کلیو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

: ‏ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

ایران ته د امیرخان متقي په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي له سفر سره هممهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره د ټیلفون له لارې د افغانستان په اړه خبرې کړې او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

: ‏د اندونیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې کابل ته یې د خوراکي توکو مرسته چې په دوه الوتکو کې بار ده،واستوله.

د اندونیزیا دا مرسته داسې مهال ده چې په یاد هېواد کې افغان پناه غوښتونکي

وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي او د اندونیزیا پولیس له دوی سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک