No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د عمران خان د تېرې ورځې څرګندونو پر غبرګون خبریالانو ته ویلي، د افغانستان حکومت هېڅ داسې خلاء نه ده محسوس کړې چې هغه تشه دې د پردیو هېوادونو پر کدرونو ډکه شي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د چین هېواد له سفیر وانګ یو سره کتلي ډی.

کورنیو چارو وزارت وايي په دې لیدنه کې د چین سفیر په افغانستان کې د افغانانو د خوښې حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي څو افغان خاوره د هېچا پرضد ونه کارول شي.

‏د چین سفیر په امريکا نیوکه کړې چې غواړي په اقتصادي بنديزونو د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي.

نوموړي ویلي، چې امریکا په افغانستان کې ټولشموله حکومت، بشري حقونه، د مېرمنو حقونه اود بیان ازادي د پلمې په توګه کاروي، خو چین غواړي له افغانانو سره کار وکړي څو دوی په پښو ودريږي.

‏په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چین له بشري مرستو مننه کړې او غوښتنه يې کړې چې چین دې له افغانانو سره په دې حساسو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

: ‏د کابل بت خاک څلور لارې کې د نننۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نظامیان ټپیان شوې دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د کابل ښار ۱۲ حوزې اړوند بتخاک څلور لاري سره نږدې شوې او په دې تړاو د دوی لا زیاتې څېړنې روانې دي.

: ‏د نیمروز ولایت د استخباراتو ریاست ځواکونو د احسان الله په نوم یو ۱۳ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی.

اسلامي امارت وایي نوموړی ماشوم یې د زرنج ښار مهاجر اباد سیمه کې د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی.

: ‏کورنیو چارو وزارت وايي، یو شمېر مجاهدین د مخابرې او ټېکنالوژۍ په برخه کې تر مسلکي روزنې وروسته فارغ شول.

کورنیو چارو وزارت وايي، دغو کسانو ته د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او ټېکنالوژۍ ریاست له لوري د مخابرې او ټکنالوژۍ په برخه کې مسلکي روزنه ورکړل شوه.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امیرخان متقي مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي په عشق اباد کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشیدمرادوف سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو، اقتصادي پروژو او امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټېډپریس خبري اژانس سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د نجونو تړل شوي ښوونځي به په نوي لمریز کال کې بېرته پرانیستل شي.

: ‏د لغمان ولايت مقام وايي، ددې ولایت د پاسپورت مديريت مخې ته د يو مجاهد له ټوپک څخه سهواً فير شوی، چې په نتيجه کې یې دوې مېرمنې ټپيانې شوې دي.

پرون شنبه د لغمان ځایي خلکو ویلي، چې ددې ولایت د پاسپورټ مدیریت مخې ته پر مراجعینو باندې د ډزو له کبله یوه ښځه وژل شوې او ۳ تنه ټپیان دي.

: ‏د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي چې حجاب یو قراني حکم دی، مسلمان د قران له حکم سره مخالفت نه کوي او څوک چې له حجاب سره مخالفت کوي هغه د قران او پیغمبر له حکم سره مخالفت کوي.

یاد وزارت له میرمنو غوښتي چې د پردیو په لمسون تېروتنه ونه کړي.

: ‏مولوی شیر محمد، مستوفی ولایت بلخ می‌گوید که در پنج ماه حاکمیت امارت اسلامی بیش از سه میلیارد افغانی عواید از چشمه‌های عایداتی در آن‌ ولایت جمع آوری شده است.

:‏مولوی محمد نعیم ملنگ، مستوفی بغلان می‌گوید که از آغاز پیروزی امارت اسلامی تاکنون بیش از ۶۲ میلیون افغانی، از ۳۶ بخش عایداتی آن ولایت جمع آوری شده است.

: ‏مسوولان در مستوفیت هرات می‌گویند که آن اداره در حدود چهار ماه گذشته نزدیک به ۴۴۰ میلیون افغانی عواید گردآوری کرده است.

: ‏کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان برای ۱۸۰۰ خانواده نادار در ولایت هلمند پول نقد و مواد غیرخوراکی توزیع کرد.

به گفته مسوولان، برای هر خانواده ۲۰ هزار و ۵۰۰ افغانی پول نقد و به ارزش ۶۵ دالر مواد غیرخوراکی توزیع شد.

: ‏په ننګرهار کې پنځه تنه د غلا په تور ونیول شول.

مسوولین وايي چې له نیول شویو کسانو څخه دوې تومانچې او یوه برچه هم ترلاسه شوي دي.

: ‏د کندز مستوفي محمد نسيم مصطفی وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې د دغه ولايت د کرنې، کانونو، عدليې او نورو ادارو له لارې څه باندې ٥٦٠ ميليونه افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال د تېرو ٤ مياشتو په پرتله ٨٠ سلنه زياتوالى ښيي.

: ‏نیویورک تایمز در یک مقاله از سقوط احتمالی نظام اقتصادی افغانستان هشدار داده و خواهان آزادسازی پول افغانستان شده است. در مقاله گفته شده که آزادسازی پول منجمد شده در بانک‌های امریکایی شاید در آینده نزدیک ممکن نباشد، اما آزادسازی پول منجمد شده در بانک‌های اروپایی واقع‌بینانه‌تر است.

‏بربنیاد این مقاله، پیش از سقوط جمهوریت، بانک مرکزی یک قرارداد ۸.۵ میلیون دالری را به هدف چاپ بانکنوت با یک شرکت پولندی امضا کرده بود و تنها بخشی از بانکنوت چاپ شده به افغانستان انتقال یافته است. نویسندگان مقاله می‌گویند ازبهر کمک به اقتصاد افغانستان، باید این قرارداد تطبیق شود.

: ‏نن د نیپال یوه الوتکه چې په‌کې بشرپاله مرستې بار وې، په کابل هوايي ډکر کې کېناسته. د نیپال د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې مرستو کې خواړه، لباس او روغتیايي توکي شامل وو چې په کابل کې د ملګرو ملتونو چارواکو ته وسپارل شول.

: ‏د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې په فاریاب ولایت کې یو ځایي قومندان مخدوم عالم د اختطاف په تور کابل ته راوړل شوی دی.  مخدوم عالم څو ورځې وړاندې په فاریاب کې د ا.ا ځواکونو له لوري د ختطاف په تور ونیول شو.

: ‏د کندوز ولایت ځايي چارواکي وايي چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د شاتو کاروبار او دغه راز د شاتو مچیو فارمونه ډېر شوي دي. سرچینه وایي چې روان کال په دغه ولایت کې ۳۰ ټنه شات تولید شوي دي او تمه کېږي چې په راتلونکي کال کې دا کچه تر دې هم لوړه شي.

: ‏د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بهرنیو رسنیو ته ویلي چې افغانستان په کافي اندازه کاري ځواک او مسلکي کادرونه لري او په دې برخه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري. د مجاهد په وینا د پاکستان له دې وړاندیز مننه کوي، خو افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا دی.

: ‏اندونیزیا په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستلی دی

اندونیزیایي رسنۍ «جاکراتا پوست» وایي چې اندونیزیا د بشري مرستو د ویش د څارنې په موخه کابل ته خپل استازي استولي او خپل سفارت یې پرانیستلی دی.

: ‏د چین سفیر وانګ یو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره مې وکتل او ډاډ مې ورکړ چې چین به د یاد هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د افغانستان حکومت به د هغوی د مذهب، کلتور او دودونو په پام کې نیولو سره تعقیبوي.

‏یو، زیاتوي چین ټینګار کوي، چې د افغانستان ثبات او پیاوړتیا د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.

: ‏د مرکزي اسیا ځينې هېوادونه د افغانستان له پولې سره چاڼیز عملیات پیلوي. د ټولییز امنیت سازمان چې د روسیې په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونه یې غړي دي وايي د افغانستان له پولې سره د ګډو چاڼیزو عملیاتو پلان لري.

: ‏د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې دی به بېرته د امریکا د ژغورلو لپاره سپینې ماڼۍ ته راګرځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک