محترم حکمتيار صاحب د هېواد له عالمانو، قوماندانانو او ځوانانو سره وليدل
يکشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ ش کال د جدي ۱۹مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امير پرون له غرمې مخکې په څو جلا جلا کتنو کې د کونړ د مشهور ديني عالم مولانا خان زاده په ملتيا د جماعت اسلامي ګوند له دوه تنو مخکښو غړو هر يو مولانا عنايت الرحمن، مولانا ولي أکبر، او همدا راز د خوست ولايت له مشهور جهادي قوماندان حضرت محمد، د غزني ولايت حاجي عبدالبصير، په ننګرهار کې د يونيسف ادارې د کليوالي ښوونځيو ساحوي څارونکی او فعال ځوان ډاکټر عتيق الرحمان حبيبي، له بلجيم هېواد راغلي مېلمه انجينير شريف الله عمرخیل او د کندهار ولايت يو شمېر ځوانانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په روان سياسي، إجتماعي، أمنيتي او تعليمي وضعيت تفصيلې خبرې وشوې.
قدرمن مشر د هېواد د وروستي وضعيت په اړه د راغلو مېلمنو پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل: الحمدلله وضعيت تر پخوا ښه دی، په هره برخه کې کافي او د حساب وړ مثبت تغير منځ ته راغلی.
د حزب اسلامي افغانستان امير زياته کړه؛ هيله مند يو چې د هېواد هر اړخيز وضعيت نور هم د ښه والي لور ته لاړ شي او په نږدې راتلونکي کې د داسې يو حالت شاهدان واوسو چې ټولو واقعي اسلامپالو ته د منلو او خوښۍ وړ وي.
د حزب اسلامي افغانستان د امير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
