No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي تاجکستان او ازبکستان باید د افغانستان الوتکې بېرته را ولیږي.

مولوي محمد یعقوب وایي یاد هیوادونه دې په ډېر درناوي د افغانستان الوتکې را ولیږي، د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي که حکومت کمزوری دی خو افغانان بېر غیرته نه دي او د هرې الوتکې حساب غواړي.

: ‏د افغان پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین وایي، له پاکستان څخه یې غوښتي څو پر ډیورند کرښه نور د اغزن سیم له غځولو ډډه وکړي.

نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پر ډیورند کرښه څومره اغزن تار چې غځول شوی پر هماغه ځای یې ودروي او نور ددې تار له غځولو ډډه وکړي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، دواړو لورو له افغانانو سره په بشري مرستو، ښوونکو او روغتيايي کارکوونکو سره د مساعدت او په هېواد کې د نجونو د زده کړو په تړاو هراړخیزې خبرې کړې دي.

: ‏د اسلامي امارت کابینې د هجري لمریز کال له جدی میاشت څخه د بودیجوي کال پيل کېدل لغوه او د نوي کال د حمل ( میاشتې ) له لومړی نېټې څخه یې د نوي بودیجوي کال پيل کېدل تصویب کړل.

کابینې همداراز هېواد ته د بې کیفیته تېلو، ګازو، سرې او د نورو غیرمعیاري توکو پر واردولو هم بندیز ولګاوه.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو محوریت اقتصاد دی.

متقي په واشنګټن کې یوه انلاین کنفرانس ته ویلي، افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اړیکو نوی سیاسي باب پرانیزي او له ټولو سره د متقابل درناوي پر اساس سیاسي تعامل او اړیکې غواړي.

: ‏اسلامي امارت له تاجکستان سره په پوله کې د ترهګرو د کمپونو د موجودیت په اړه د تاجکستان د ولسمشر ادعا بې بنسټه وبلله.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي، چې د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې تر ۴۰ زيات د ترهګرو کمپونه او د روزنې مرکزونه شته چې تر شپږ زره ډېر وسله وال پکې دي.

: ‏د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې افغانستان له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دی که چېرې ټول خلک سره کار ونه کړي، د دغو ستونزو حل به ناشونی وي.

مولوي محمد یعقوب له هغو کسانو چې هېواد یې پرېښی دی او بهر ته تللي دي هم غواړي چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.

: ‏د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا (چهارشنبه) د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون په موخه له عربی اماراتو څخه ویسټ انډیز ته ولاړه شي.

: ‏ویل کېږي ټاپي پروژه به د ۹ تر ۱۰ مېلیارډ ډالرو پورې لګښت ولري او په پروژه کې ښکیلو اړخونو د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې د جوړولو او مدیریت مسوولیت ټاپي یا "ټي پي سي ال" ته سپارلی دی.

: ‏د ا.ا د کابینې له غونډې څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د وزیرانو شورا افغانستان ته د تېلو، ګازو او کود په شمول په هر ډول بې کیفیته توکو بندیز لګولی دی او له سرغړونکو سره یې د جدي چلند خبرداری ورکړی دی.

: ‏په هرات کې د ایران کنسولګري ویلي چې له لنډمهالي ځنډ وروسته یې بېرته په افغانستان کې د ایران د سیاحتي وېزو بهیر له سره پیل کړی دی. د یاد سفارت په خبره، له تېرې ورځې راهیسي یې د سیاحتي وېزو بهیر بېرته عادي کړی دی.

: ‏سیاستمداران سابق افغان خواستار رفع تحریم‌های مالی علیه کشورشان هستند.

سیاستمداران سابق و فعالان اجتماعی افغان از خواستار رفع تحریم‌های مالی علیه افغانستان هستند.

: فیصل بن فرحان، وزیر امور خارجه عربستان سعودی با وانگ یی، همتای چینی خود درباره برنامه هسته‌ای ایران و موضوعات مربوط به تقویت ثبات منطقه دیدار و گفت‌وگو کرد.

به گزارش سایت وزارت امور خارجه عربستان سعودی، این دیدار در شهر ووشی چین صورت گرفته و طرفین طی آن راه‌های گسترش روابط دوجانبه و تقویت امنیت و ثبات در خاورمیانه را بررسی کردند.

دو طرف در این دیدار علاوه بر مسائل بین‌المللی و تلاش‌ها برای برقراری صلح جهانی، پیرامون برنامه هسته‌ای ایران و مذاکرات بین‌المللی با محوریت این موضوع بحث و رایزنی کردند.

: ‏وقوع زلزله 6.4 ریشتری در سواحل دریای مدیترانه.

مرکز مقابله با حوادث غیرمترقبه ترکیه «آفاد» طی بیانیه‌ای از وقوع زلزله‌ای با قدرت 6.4 ریشتر در سواحل جزیره قبرس در دریای مدیترانه خبر داد.

: ‏درخواست شش کشور از کره شمالی برای پایان آزمایش موشک بالستیک.

ایالات متحده، بریتانیا، فرانسه، ایرلند، آلبانی و ژاپن طی بیانیه مشترکی از کره شمالی خواستند به برنامه هسته‌ای و آزمایش‌های موشکی بالستیک خود پایان دهد.

: ‏سازمان کشورهای تُرک: آماده کمک به دولت و مردم قزاقستان برای عبور از بحران جاری در این کشور هستیم.

: ‏نماینده مجلس ایران: نیمی از جمعیت کشور زیر خط فقر هستند.

نماینده مردم چابهار در مجلس ایران در واکنش به سخنان معاون وزیر کار این کشور گفت خط فقر واقعی 10 میلیون تومان است و نیمی از جمعیت کشور زیر خط فقر هستند.

: ‏امریکا او روسیې د اوکراین په اړه اوږدې خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او پلاوي په واشنګټن کې له امریکایي لوري سره د اوکراین په اړه شاوخوا اووه ساعته مذاکرات لرل، خو رسنۍ وایي چې دومره اغېزناک نه وو.

: ‏پاکستان د افغانستان له تحصیلي او تعلیمي برخې سره شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي. انادولا ترکي رسنۍ د ځینو پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په تحصیلي او تعلیمي برخه کې مرسته وکړي.

: ‏د سي ان ایس نیوز په نامه یوه امریکايي رسنۍ لیکي چې بايډن په لوی لاس په دې لټه کې دی چې افغانستان له نړیوالو هېر کړي او په دې توګه خپل ستر جنایت پټ کړي.

: ‏امریکا کې د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) تر یو میلیون ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې په امریکا کې نن ورځ د لومړي ځل لپاره د اومیکرون ۱.۳۵ میلیون مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

: ‏ملګري ملتونه او ملګري یې په افغانستان او سیمه کې له ۲۸ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره یوه پروژه پیلوي. د دغه پلان له مخې به په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړو ته بشري مرستې ورسول شي او په ګاونډیو هېوادونو کې به ۶ میلیونه نور افغانان ترې برخمن شي.

: ‏چین وايي امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او په دې هېواد دې لګول شوي یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې، امریکا په افغانستان کې د بشري ناورین لامل بللې او وايي چې متحدایالتونه دې د افغانستان په تړاو خپلې تيروتني ومني.

: ‏متحدو ایالتونو له افغانستان سره د ۳سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

امریکايي چارواکو ویلي، چې هېواد یې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له افغانستان سره د ۳ سوه میلیونه ډالرو مرسته اعلانوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک