مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن تر غرمې وروسته د کابل ښار دریم پروان مېنه کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، چاودنه کې چاته ځاني او مالي زیان نه دی رسیدلی.
✒: د ازبیکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته را وګرځېده.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې ازبیکستان هېواد وارداتي برېښنا عادي حالت ته را وګرځوله.
مسوولان وایي، چې له دې وروسته لنډمهاله پرچاوۍ به د برېښنا کموالي او د مزو د اضافه بارۍ له امله وي.
✒: انعام الله سمنگانی میگوید که ملا محمد حسن آخند، رییس الوزرا با شیخ عبدالله بن محمد آل ثانی، عضو خاندان شاهی قطر و یکی از تاجران این کشور، ظهر امروز در ارگ دیدار کرد. در این دیدار، شیخ عبدالله گفته است که قطر به کمک و همکاریهایش با افغانستان ادامه میدهد.
✒: د افغانستان ا.ا د صفونو د تصفیې کمیسیون مشر مولوي لطف الله حکیمي ویلي چې په ۱۳ ولایتونو کې یې تر دوه زره ډېر نامطلوب کسان د خپلو ځواکونو له لیکو څخه ایستلي دي.
✒: د هرات ولایت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې ځواکونو یې په دغه ولایت کې یو ځوان د تښتونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.
✒: د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د بشر د حقونو د څار سازمان اندېښنه بې ځایه بللې ده. نوموړي ویلي چې د یاد سازمان د راپور برعکس کله چې د ا.ا.ا واک ته رسېدلی دی په دغه هېواد کې د خلکو ټول حقونه خوندي شوي دي.
✒: د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنیفي وایي دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي. دده په وینا تر څنګ یې افغان حکومت په دې پروسه کې د شفافیت غوښتونکی دی.
✒: فیصله کابینه ا.ا.ا:
فیصله کمیسیون تنظیم تشکیلات در مورد تعیین سرنوست اداره مستقل ارگانهای محلی و تغییر نام آن اداره به "ریاست عمومی شاروالیها" تصویب است.
به استثنای شاروالی کابل، شاروالیهای تمام ولایات و ولسوالیها مربوط ریاست عمومی شاروالیها میشود.
✒: د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه په افغانستان کې د MJAM کمپنۍ رییس او ځانګړي استازي صفت الله رحیمي سره وکتل.
په دې کتنه، په افغانستان کې د MJAM کمپنۍ رییس او ځانګړي استازي په مس عینک پروژه کې د یادې کمپنۍ د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د ا.ا. په حاکمیت سره د مس عینک پروژې امنیت تامین شوی او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه یې دې پروژې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا مرستیال په افغانستان کې د MJAM کمپنۍ له پانګونې خوښي وښوده وې ویل، په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي، له پانګه والو ملاتړ کوو او ورسره به هر اړخیزې همکارۍ وشي.
نوموړي په افغانستان کې د MJAM کمپنۍ ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت رهبري مس عینک کان ته ځانګړې توجه لري او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.
✒: امارت اسلامی از اقدام جانب ازبکستان بهمنظور حل مشکلات پیش آمده در بخش واردات برق به افغانستان قدردانی کرد.
امارت اسلامی خواهان روابط خوب و مستحکم با کشورهای همسایه است، ازبکستان همسایه و دوست قابل اعتماد ما است، تمام مشکلات ما در چوکات دوستی و همسایگی حل میشود.
✒: هشت کشور جهان از جمله ایران و ونزوئلا به دلیل تاخیر در پرداخت حق عضویت خود در سازمان ملل متحد حق رای خود را از دست دادند.
پائولینا کوبیاک، سخنگوی مجمع عمومی سازمان ملل متحد در گفتوگو با خبرنگار آناتولی در این رابطه اظهار داشت: 11 کشور عضو سازمان پرداختهای خود را به تاخیر انداختند و 8 کشور حق رایشان را از امروز از دست دادند.
ایران، ونزوئلا، سودان، کنگو، گینه، پاپوآ گینه نو، آنتیگوا، باربودا و وانواتو حق رای خود را در مجمع عمومی سازمان ملل از دست دادند.
ایران سال گذشته به دلیل تاخیر در پرداخت بیش از 65 میلیون دلار بدهی خود به سازمان ملل، حق رای خود را در مجمع عمومی از دست داد و با پرداخت حداقل 16 میلیون دلار این حق را به دست آورد.
✒: د ازموینو ملي ادارې له خوا د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص پروګرام ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینو ملي اداره وایي، په دغه ازموینه کې د عامې روغتیا وزارت مرکز او ولایاتو روغتونونو شااوخوا ۵۰۰ بستونو لپاره ۶۶۱۴ تنو د طب پوهنځیو فارغانو ګډون کړی وو.
✒: د افغانستان بانک وایي چې سوداګریزو بانکونو ته یې داسې متحدالمال صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په ځانګړو ځایونو کې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه یا ATM فعالوي.
✒: د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: «ا.ا. د خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې او پياوړې اړیکې غواړي، ازبیکستان زموږ د اعتماد وړ ورور او همسایه هیواد دی، زموږ تر منځ ټولې ستونزې به د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب په چوکاټ کې حل کیږي.»
✒: سعید خطیبزاده، سخنگوی وزارت امورخارجه ایران در رابطه با تعلیق حق رای این کشور در سازمان ملل متحد اظهار داشت: جمهوری اسلامی ایران به عنوان یکی از اعضای پایه گذار و فعال سازمان ملل، خود را متعهد به پرداخت کامل و به موقع حق عضویت در سازمان ملل متحد و دیگر سازمانها و آژانسهای بینالمللی می داند.
به گزارش «وزارت امورت خارجه ایران»، وی افزود: متاسفانه برای دومین سال پیاپی و به دلیل تحریمهای ظالمانه و غیرقانونی آمریکا پرداختهای کشورمان با مشکل مواجه شده است.
✒: واکنش آمریکا به کشته شدن پیرمرد فلسطینی توسط اسرائیل.
ند پرایس، سخنگوی وزارت امور خارجه آمریکا اعلام کرد که از دولت اسرائیل در مورد کشته شدن عمر عبدالمجید اسد فلسطینی 80 ساله در شهر رام الله در کرانه باختری رود اردن توسط نظامیان اسرائیل توضیح خواستهاند.
✒: وزارت امور خارجه ترکیه ضمن رد اظهارات اخیر رئیس جمهور یونان علیه تاریخ مدرن آناتولی تاکید کرد اتهامات غیرواقعی آتن گامها در جهت ایجاد فضای گفتوگوی صادقانه دو جانبه را تحت الشعاع قرار میدهد.
✒: وزیر خارجه ایران عازم چین شد.
حسین امیرعبداللهیان، وزیر امور خارجه ایران در راس هیئتیی دیپلماتیک به منظور دیدار و گفتوگو با مقامات چین، عازم پکن شد.
✒: انفجار در جنوب لبنان.
به گزارش رسانه های محلی لبنان، صدای 3 انفجار در مناطق «دیر الزهرانی» و «حومین الفوقا» شهرستان النبطیه در جنوب این کشور به گوش رسیده است.
✒: په قزاقستان کې سلګونه کسان نور هم په نارامیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. د راپورونو له مخې تازه په تازه شاوخوا ۱۶۰۰ کسان د حکومتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې په دې توګه د ټولو نیول شوو کسانو شمېر ۱۲ زره ته رسېږي.
✒: امریکا یو ځل بیا پر روسیې غږ کړی چې د ناټو او امریکا پر وړاندې دې له سیاست او مخامخ کېدو یو انتخاب کړي. د امریکايي چارواکو په وینا روسیه دې خپل دریځ واضح کړي او د غړو هېوادونو حوصله دې نه ازمويي.
✒: د امریکا ددفاع وزارت وایي چې دغه وزارت تازه له ګوانتانامو د پنځو زندانیانو خوشي کول تایید کړي او ژر به له امریکا ولېږدول شي. په دې کې درې کسه یې یمنیان، یو د سومالیا او بل یې هم د کینیا دی.
✒: پر بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو سره سم په دغه هېواد کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی دی او د انساني فاجعې اندېښنې هم مخ په پراختیا دي.
✒: نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د افغانستان ا.ا په دولتي ادارو کې د فني او مسلکي کادرونو له کمښت سره مخ دی او دوی اوس د دغو پوسټونو د ډکولو لپاره هغو افغان کډوالو ته پام اړولی دی چې په پاکستان کې یې زده کړې کړي دي.
✒: رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې په مشرۍ د سیمه ییزو هېوادونو ځواکونو له قزاقستان څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی.
✒: اسراییلي چارواکو په دغه هېواد کې په خپلمنځي نښته کې د دوو اسراییلي عسکرو وژل کېدل تایید کړي دي. ۲۴ خبري اژانس د المیادین له قوله راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په جنوب کې په یوه پېښه کې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د یو خپور شوي ټویټ له لارې ویلي چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو بنسټیز حقونه تر «برید» لاندې راغلي او په وینا یې په افغانستان کې ۱۱٫۸ مېلیونه مېرمنې او نجونې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
✒: رویټرز خبري اژانس وايي، امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د بالسټیک توغندیو د ازمایلو په خاطر پر شمالي کوریا د نورو بندیزونه لګولو لایحه وړاندیز کړې ده.
د امریکا له لوري وړاندیز شوې لایحه باید د امنیت شورا د ۱۵ غړیو هېوادونو له لوري تایید شي چې په دې کې روسیه او چین هم شامل دي.
رویټرز په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرننفېلډ له قوله زیاته کړې: « شمالي کوریا د ۲۰۲۱ له سپټمبر راهیسي شپږ بالسټیک توغندي ازمایلي چې دا د امنیت شورا له پرېکړهلیکه سرغړونه ده او امریکا په همدې خاطر پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو لګولو وړاندیز کړی دی.»
