د مصري پوليس د ډم پر تيلفون تبعيد او بېرته مقرريدل او د هغې استعفی
په 1998 کال کې مشهوره نڅاګره فيفي عبده د قاهرې په مشهور هوټل کې درې ورځې ګډېدله، په همدې هوټل کې د توریزیم د پولیسو یو افسر دنده درلوده،...
دا افسر د خپلو اخلاقو له امله د هر چا خوښېده، ټول هغه هنرمندان چې په هوټل کې پاتې کېدل، له افسر سره به یې ښه بنډار هم کاوه، د دې هنرمندانو په منځ کې فیفي عبده نڅاګره هم وه.
****
یوه ورځ فیفي په هوټل کې شراب خونې ته ولاړه، شراب یې وڅښل او نيشه شوه، تر دې چې په ځمکه وغورځېده، مسئول افسر ورته وویل: " ته یوه مشهوره هنرمنده یې، دغه حالت تاسره مناسب نه دی"
****
هنرمندې سوګند وکړ چې افسر به له هوټل نه بل ځای ته تبعیدوي، څنګه یې دا جرات وکړ چې په دې موضوع کې ورسره وغږیږي، په سبا یې د افسر د تبعید حکم صادر شو،
په دوهمه ورځ چې فیفي هوټل ته ننوتله، د پولیسو افسر نه و، پوښتنه یې وکړه، ګارسون ورته ټوله کیسه وکړه...نڅاګرې فیفي د مسئول شخص سره اړیکه ونیوه او ترې ویې غوښتل چې افسر باید بېرته خپل ځای ته راستون شي. افسر ته وویل شول چې بېرته خپل ځای ته ستون شي، کله چې هوټل ته راغی، ملګرو یې ورته وویل چې نڅاګرې فیفي د یوه زنګ له لارې بېرته راوستې.
****
د پولیسو افسر د کورنیو چارو وزارت معین " وجدي صالح" ته ورغی او خپله استعفا یې وړاندې کړه، معین ورته وویل: " ته خو بېرته هوټل ته راستون شوې، نو بیا په څه خواشینی یې چې استعفا ورکوې" .. افسر وویل: ښاغلیه، په دې هیواد کې مې له شلو کلونو زیات خدمت وکړ، چا مې غږ نه اورېده، خو هغه څه چې زه یې زیات خفه کړم دا وه چې یوې نیشه ښځې په يوه تليفون تبعید کړم او یوې نڅاګرې په يو زنګ بېرته راوستم ..!
