No-IMG

له داسې هېواد نه دفاع احمقانه کار دی چې نه په کې کور او نه په کې ورځني خواړه لرم

دا ستر حماقت دی چې ځان د دې لپاره قرباني کړم څو مې سبا ماشومان په کوڅو کې خیرات وغواړي او مېرمن مې د شتمنو په کورنو کې جامي ووینځي

کور هغه دی چې د ژوند اړتیاوي په کې وي، نه د مرګ لاملونه.

هېواد پورې ځان تړل، هغه دروغ دي چې سیاستوالو او واکمنو رامنځ ته کړي، څو د دوی لپاره ځانونه ووژنو.

.

د هېواد لپاره په قربانۍ باور نه لرم

هېواد هیڅکله نه زیانمن کیږي، موږ زیانمن کیږو

کله چې هېواد په جګړه اخته کیږي، یوازې په غریبانو غږ کیږي چې له هیواده دفاع وکړي.

خو چې کله جګړه ودریږي، پر مسئولو اشخاصو غږ کیږي چې غنیمتونه او منصبونه وویشي.

ګله چې په هیواد کې جګړه ونخښلي، یوازې د غریبو او عزتمنو اتلانو سینې په مرمیو ډکیږي، خو د چارواکو او خاینانو خیټې په مالونو ډکیږي.

کله چې هیواد په جګړه ازمایل کیږي، هغه کسان چې د مرګ لایق نه دي د هغو کسانو لپاره مري چې د مرګ لایق دي.

هیواد دروغ دی، دا دروغ دوی ایجاد کړي، وهمي پولې او بریدونه یې ورته جوړ کړي چې موږ پرې باور وکړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک