No-IMG

پاچاه په ارګ کې محاصره ښه دی

د یوه هېواد پاچا بازار ته ووت، په دکانونو ګرځيده، قصابۍ ته ورغی، قصاب ته یې وویل، دکان دې ډېر پاک او منظم دی، خو سودا دې څنګه ده؟ قصاب وویل، نن مې هیڅ غوښه نه ده خرڅه کړې،

ولې؟

_ستاسې راتګ د خلکو په مخ لاره تړلې ده څوک به غوښه واخلي؟

څلور کیلو غوښه ماته وتله.

_ پاچا سلامت، دا کار نه شم کولی.

_ ولې؟

_ ځکه چې ستاسې له راتګ نه یې مخکې له موږ نه ټولې چړې ټولې کړې.

_ ښه نو هغه د غوښې ټوټه راکړه.

_دا هم نه شم کولی.

_ولې؟

قصاب سلامي شو، بیا یې په ټيت سر وویل:

- زه عسکر یم.

پاچا غوسه شو، امر یې وکړ چې قومندان دې چېرته دی؟ احضار یې کړئ، عسکر وویل:

 _قومندان صیب ماهیان خرڅوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک